د سمنګان د امنیې قومانداني ویاند حشمتالله رحماني سلاموطندار ته ویلي، څو شېبې مخکې یې هغه ۲۰ کانکیندونکي چې د ډبرو سکرو د یوه کان را غورځېدو له کبله بند پاتې وو، ژغورلي دي.
هغه وايي، د سمنګان په لاندې درهصوف کې ټولټال ۲۰ کسان د ډبرو سکرو په یوه کان کې بند پاتې وو چې ټول له ژغورل کېدو وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې یوشمېر رسنیو خبر ورکړی و چې د سمنګان په یوه کان کې ۳۶ کانکیندونکي بند پاتې دي.