سلام‌وطندار د مېشتېدنې په درېوو بېلابېلو ډولونو کې له ۷۶ ځوانانو سره د مرکو پرمهال موندلې چې ډېری یې، د اقتصادي، ښوونیزو او ټکنالوژۍ اسانتیاوو او فرصتونو له کبله له کلي ښار ته ډېره لېوالتیا لري.

له شاوخوا ۷۶ کسانو سره چې خبرې شوي، «د کلي، ښار او له کلي ښار ته کډه شوي» کسان دي. په ورته مهال ۳۵ ځوانان له کلي څخه ښار ته راغلي، ۲۰ بیا د کلیو اوسېدونکي دي او ۲۱ نور بیا د ښار ځوانان دي.

۳۰کلن حبیب رسول چې د تخار  د نمک‌اب ولسوالي اوسېدونکی دی، اوس د تالقان ښار کې کمپیوټري خدمات وړاندې کوي، وايي، کلي کې د عاید او ښوونیزو امکاناتو نشتوالي له امله ښار ته راغلی دی.

هغه وویل: «مخکې د دهقانۍ کارونه مې کول او ښوونځی مې لوستی، کلی مې د دې لپاره پرېښود چې د کرنې کارونه سخت وو او عاید هېڅ وو.»

د بامیان د ورس ولسوالي اوسېدونکی ۲۳کلن محمدحسن اندېشمند، کلي کې له دولس کلونو ژوند وروسته کابل ښار ته راغلی، د ژوند بڼه کې بدلون د یادې پرېکړې لامل بولي.

هغه وویل: «کلي کې ډېر محرومیتونه وو، له همدې امله موږ کډوالۍ ته اړ شو. مخکې له دې چې موږ ښار ته مهاجر شو، زه په لومړنیو او دیني زده‌کړو بوخت وم. له بلې خوا، زه په غیر رسمي کارونو بوخت وو، لکه دوکان چلول، څاروي ساتل او کرنه. زموږ لپاره کافي سرچینې نه وې او د پرمختګ او ودې لپاره هېڅ ځای نه و چې زموږ د پوهاوي کچه لوړه کړي.»

بل‌خوا ۲۰ ځوانانو چې دې مرکو کې د کلیو په پرتله ښار ته لېوالتیا ښودلې، لامل یې دا ښودلی چې کلي کې امکانات نشته. ۲۰کلن کیهان د بدخشان د فیض‌اباد ښار اوسېدونکی او ۲۴کلنه حمیرا د هرات اوسېدونکې ده چې وايي: «زه هم کلیو ته تللی یم. هلته اوبه نشته، برښنا نشته، نور ژوند یې هم ښه نه دی. یوازې د طبیعت لپاره سفر ښه دی.»

حمیرا وویل: «نه، زه په کلي کې د ژوند کولو سره علاقه نه‌لرم، ځکه چې زموږ په هېواد کې کلي وروسته پاتې دي، مناسب ښوونځي او روغتونونه نشته او اسانتیاوې یې ډیرې محدودې دي. زه غواړم د څو ورځو تفریح ​​لپاره لاړ شم، خو نه، د تل لپاره نه.»

۲۰ نور ځوانانو چې په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي، ۱۳ یې له سلام‌وطندار سره په مرکه کې وویل چې دوی غواړي خپل کلی پریږدي، څو په ښار کې ژوند وکړي؛ خو نور اووه تنه نه غواړي چې د ارام چاپیریال او پاک چاپیریال،او همدارنګه د کافي عاید له امله له کلي ووځي.

د بغلان د ګاو‌ساور کلي اوسېدونکې ۱۹ کلنه راحیل حیدري ښار ته د کډه کېدو سره علاقه لري، ځکه چې هلته ډېرې اسانتیاوې دي. «زه غواړم په ښار کې ژوند وکړم ځکه چې د ښار خلک د کلیوالو سیمو په پرتله ډېرو اسانتیاو ته لاسرسی لري.»

۲۳کلنه سمیه چې د بلخ د چهار بولک کلي اوسېدونکې ده، په کلیوالي سیمو کې د ارامښت له امله په ښارونو کې د ژوند کولو په پرتله په کلیوالي سیمو کې ژوند کول غوره ګڼي: «زه کلیوالي ژوند خوښوم، سره له دې چې ټولې ستونزې لري، ځکه چې خلک دوستانه دي، طبیعت ښکلی دی او هوا پاکه ده. خو په رښتیا سره، ځینې وختونه زه دا خوښوم. په کلیوالي سیمو کې ډیری محدودیتونه شتون لري، بیا هم، دا ارامښت او صمیمیت چې دلته دی په ښار کې نشته.»

په ورته مهال د کډوالۍ چارو کاروپهان بیا د کلیو او ښارونو ترمنځ د واټن ډېروالي له کبله خبرداری ورکوي.

د کډوالۍ چارو کارپوهه اصفه ستانکزۍ ويي: «په وروستیو کلونو کې، له کلیو څخه ښارونو ته د ځوانانو مهاجرت زیات شوی دی. که څه هم دا مهاجرت  فرصت نه دی، خو ډېرې ننګونې هم لري. کلي د ځوانو کارګرانو له کمښت سره مخ دي، کرنیز تولید کم شوی او د دوی ټولنیز جوړښت کمزوری شوی دی. له بل‌خوا، ښارونه د نفوس زیاتوالي، بې‌کارۍ، په ښاري خدماتو باندې فشار او د ټولنیزو ستونزو زیاتوالي سره مخ دي.»

ټولن‌پوهان بیا پر دې باور دي چې کلیو کې د پرمختګ نشوالی لامل شوی چې ښارونو کې نفوس ډېر شي او د کلي ټول ژوند ښار ته ولېږدول شي.

ټولن‌پوه شعیب احمدي وویل: «حکومتونه باید د کلیوالي اوسېدونکو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي، د بېلګې په توګه: تعلیمي او روزنیز اسانتیاوې چمتو کړي چې دوی مهاجرت ته اړ نه‌کړي او همدارنګه د دوی لپاره مناسب کاري شرایط رامنځته کړي، څو دوی نور ښارونو ته د مهاجرت کولو هڅونه ونه‌لري.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کلیوالي او ښاري مهاجرتونو یو بل مهم دلیل د ارزانه او ګړندي ترانسپورت سېسټم نشتوالی دی. کلیوال اړ دي چې ښارونو ته راشي، څو خپل کاروبار پرمخ بوځي چې د کارپوهانو له لوري پرې نیوکه شوې او دوی په ښارونو کې د نفوس ډېروالي د مخنیوي لپاره د هغې په ښه‌والي ټینګار کوي.

په دې اړه، د سرپرست حکومت د کلیو پراختیا او ترانسپورت وزارتونو ځواب ورکړی چې دا دوه وزارتونه د کلیو د پراختیا لپاره پروګرامونه په پام کې نیسي.

د سرپرست حکومت د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند نورالهادي عادل د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او په کلیوالي سیمو کې د ژوند د شرایطو د ښه کولو لپاره د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د پراختیایي پروژو او پروګرامونو کې د پام وړ زیاتوالي ته په اشارې سره وايي: «د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت اوس په زرګونو پرمختیایي پروژې په لرې پرتو سیمو کې پلې کوي چې مخکې هلته هېڅ د پام وړ کار نه‌وو شوی او د دې پروژو په پلي کولو سره، د کلیوالي ځوانانو لپاره دندې چمتو کېږي، څو دوی اړ نه شي چې خپل کلي پریږدي.»

د سرپرست حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د نشراتو رییس حکمت‌الله اصفي د چټک ترانسپورتي سېسټم د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې وزارت د ښاري او ولایتي لارو ښه‌والي ته ځانګړې پاملرنه کړې او د ترانسپورتي خدماتو د تنظیم لپاره اړین اقدامات کوي.

هغه وویل: «د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ښاري او ولایتي لارو ته ځانګړې پاملرنه کړې او د ټکسي خدماتو تنظیمولو لپاره یې هم کار کړی دی. په ولایتي لارو کې، لین لرونکي موټرونه ډیزاین شوي چې په دې توګه کار اسانه کوي. سربېره پردې، په کابل او ځینو ولایتونو کې پروژې روانې دي چې خلکو ته یې کار او خدمات چمتو کړي دي.»

بل‌خوا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزی وروستیو درېوو کلونو کې په کليوالي سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د ډېروالي خبره کوي.

هغه وویل: «د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په تېرو درې نیمو کلونو کې په دوامداره توګه د مخابراتي شرکتونو سره غونډې او بحثونه کوي، څو دا شرکتونه وکولی شي په لرې پرتو سیمو کې خپل فعالیتونه پیل کړي. له نېکه‌مرغه، ډېری لرې پرتې ولسوالۍ اوس مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ شبکو تر پوښښ لاندې دي او کار روان دی چې ټولې لرې پرتې سیمې مخابراتي خدماتو ته لاسرسی ومومي.»

د سرپرست حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند مطیع‌الله عابد، په ولایتونو کې د اوبو بندونو جوړولو اهمیت باندې ټینګار کوي او په ځانګړې توګه لرې پرتو سیمو کې، دا پروژې د خلکو د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو او د ځوانانو لپاره د دوامداره کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره یو بنسټیز ګام ګڼي.

هغه وویل: «د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو سرچینو مدیریت او انرژۍ خدماتو په برخه کې فعالیت کوي او د اوبو سرچینو په برخه کې یې ډیری فعالیتونه په شاوخوا او کلیوالي سیمو کې متمرکز دي چې له لارې یې د کلیو خلکو لپاره کار شوی او په کرنه سکتور کې لوی خدمات وړاندې شوي دي.»

د افغانستان شاوخوا ۲۴سلنه نفوس ښار کې ژوند کوي او د شمېرو د ارزونو له مخې، مخ پر زیاتیدو دی. د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو دفتر د ۲۰۱۵ کال د څیړنو پر بنسټ، اټکل کیږي چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به د افغانستان نیمایي نفوس (یعنې، په هرو دوو کسانو کې یو) په ښارونو کې ژوند وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام