د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د سلام‌وطندار د سروې پایلې ښيي چې د سروې ۹۱سلنه ښځینه ګډونوالې، د خپلې او کورنۍ د اساسي اړتیاوو د برابرولو توان نه‌لري.

د سروې ۶۵.۱سلن بیا خپلې اساسي اړتیاوې برابرولی شي او ۲۶.۵سلنه هم په بشپړه توګه د دې وړتیا نه‌لري چې خپلې اړتیاوې برابرې کړي.

د سروې څه باندې ۵۷.۱سلنه ګډونوالو وزګارتیا د دې اړتیاوو  د نه‌برابرولو اصلي لامل یاد کړی دی. همداراز د عواید کمښت او د بیو دوامداره لوړوالی یې، بل لامل ګڼل شوی دی.

د بلخ اوسېدونکې ۵۴کلنه شکریه وايي چې خپلې اړتیاوې نه‌شي برابرولی. «نه موږ یوازې د عادي او معمول شیانو د اخیستلو وس لرو او د لوړې بیې لرونکو توکو د پېرلو توان نه‌لرو. مثلاً، موږ په اوونۍ کې د غوښې د اخیستلو وس نه‌لرو. نه، موږ هېڅ ډول پس‌انداز نه‌لرو. زه پخوا د یوې موسسې کارکوونکې وم، خو د حکومت له بدلون وروسته مې دنده له لاسه ورکړه. له څلورو کلونو راهیسې موږ له اقتصادي ستونزو سره مخ یو.»

۸۹.۸سلنه ښځو ویلي چې د هغوی د کورنۍ عاید د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره بسنه نه‌کوي او نږدې ۷۵سلنه یې په تېرو یو تر دریوو کلونو کې د پېرلو د توان د کمېدو خبره کړې ده.

۲۹کلنه فریبا چې د کاپیسا اوسېدونکې ده او خاوند یې یوازې د هغې او د اوو اولادونو د ژوند لګښتونه برابروي، وايي چې ناروغه ده او د اقتصادي ستونزو له امله د درملو اخیستلو توان نه‌لري.

هغې وویل: «مصرف د خوراکي توکو دی، نور درې یا څلور زره روپۍ څه کېږي؟ اولادونه لرم، کله ناروغه یم، کله روغه، خو خپله هم تل ناروغه یم، د دې توان نه‌لرم چې ډاکټر ته لاړه شم. که ډاکټر ته لاړه شم، پیسې چې په کور کې وي، سودا پرې کېږي او بس، زه وایم، که دغه درې یا څلور زره روپۍ په کور کې په سودا مصرف شي، بیا نه‌شي کېدای چې اولادونو ته پر وخت کالي واخلم، یا د زده کړو لپاره قلم او کتابچه ورته واخلم. زموږ ژوند په ډېرو ستونزو تېرېږي.»

د معلوماتو تحلیل ښيي چې نږدې ۷۲سلنه د سروې ګډونوالو ښځو کورنۍ په میاشت کې له ۱۰,۰۰۰ افغانیو څخه کم عاید لري، په داسې حال کې چې یوازې ۸.۲سلنه یې له ۲۰,۰۰۰ افغانیو څخه لوړ عاید لري. دا شمېرې د ژور اقتصادي واټن او د افغان ښځو ترمنځ د فقر د پراخوالي څرګندونه کوي.

ګلثوم د غور اوسېدونکې ده، دا وايي، له میاشتني عاید څخه چې له ۵,۰۰۰ افغانیو کم دی، د خپل ژوند ټولې اساسي اړتیاوې نه‌شي پوره کولی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغې وویل: «په یوه میاشت کې درې زره (۳۰۰۰) یا څلور زره (۴۰۰۰) افغانیو نه زیاتېږي. نه، پخوا کاروبار ښه و، خو اوس کار نشته، په زوره څه پیدا کوو، یو ورځ وي او بله ورځ نه وي. زموږ ژوند داسې نه دی چې پرې خوښ واوسو او ټولې اړتیاوې په بشپړ ډول پوره کړو. که د یوې اړتیا لپاره پیسې پیدا کړو، د بلې اړتیا لپاره یې نه شو پیدا کولی. که خوراکي توکي برابر کړو، د درملو او ناروغۍ لپاره پیسې نه لرو. موږ په همدې ستونزو کې ژوند تېروو.»

د هرات اوسېدونکې ۳۰کلنه سمیه رحماني چې خیاطه ده، د مناسبې دندې د فرصتونو نشتوالی، د ښځو د پېرلو د توان د کمېدو اصلي لامل بولي. هغه د خپلو ستونزو په اړه داسې وايي: «په سختۍ ژوند پر مخ ځي، ماشومان مې کورس او مکتب ته ځي، د لګښتونو او خوراک مصارف په ډېره ستونزه لاس ته راوړو. هم زه او هم خاوند مې لوستي یوو او هیله مو لرله چې د کار زمینه راته برابره شي، خو بیکاري ده. خاوند مې هر څومره چې د کار په لټه کې شي، کار نه پیدا کېږي او بیکار دی. زه د کور د لګښتونو لپاره د خیاطۍ له لارې پیسې ګټم، خو که زما اولادونه کوم هوسی ولري یا څه ته اړتیا پیدا کړي، په سمه توګه یې نشم پوره کولی.»

بل‌خوا د اقتصادي چارو کارپوه احمدولي سازش په افغانستان کې د ښځو د پېر د توان کمېدل تائیدوي او ټینګار کوي چې فقر پر زیاتېدو دی. د هغه په وینا، په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د دندو نشتوالی د ښځو د اقتصادي توان په کمېدو کې ستره ونډه لري.

هغه وویل: «لومړۍ خبره د ښځو په اقتصاد کې نه ګډون دی؛ هغوی نه‌شي کولای کوچني کاروبارونه، ابتکارات او پانګونه ولري. دویم دا چې د خلکو لویه برخه بیکاره شوې ده، په شمول د ښځو چې ښځې ټولې بیکاره شوي او دا ډېر اغېز لري. بله موضوع چې د اقتصاد لویه مسئله ده، هغه دا چې نړیوالې مرستې په بشپړه توګه بندې شوي او فقر او بیکاري په افغانستان کې په زیاتېدو ده. د ښځو اقتصادي کمزوري، فقر او په دولتي او غیردولتي ادارو کې د کار د نشتوالي ټول عوامل په دې وضعیت کې اغېز لرونکي دي.»

د ښځو د حقونو فعاله تهمینه منګل هم بېلابېل عوامل د ښځو د پېرلو د توان د کمېدو لامل بولي او وايي چې د اقتصادي وضعیت د ښه‌کېدو لپاره د ښځو اقتصادي خپلواکي او د کاري محدودیتونو کمول اړین دي.

هغې وویل: «د افغانستان ښځې اوس له کاري محدودیتونو سره مخ دي او همدا محدودیتونه دي چې ښځې نه‌شي کولای د پخوا په څېر پېر وکړي او د خپلو ماشومانو لومړنۍ اړتیاوې برابرې کړي. دغه محدودیتونه ښځې د اقتصادي وابستګۍ له ستونزې سره مخ کړي دي. که دغه محدودیتونه لرې نه‌شي، د افغانستان ښځې به له لا ډېرو اقتصادي ستونزو، روحي او رواني فشارونو او خپګان سره مخ شي. د افغانستان د ښځو غوښتنه دا ده چې دغه محدودیتونه لرې شي، څو ښځې وکولای شي، د کورنۍ په هوساینې کې فعاله ونډه ولري.»

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب بیا وايي:  «اوس په روغتیايي، سوداګریزو او تعلیمي برخو کې فعالیت لري او په دواړو خصوصي او دولتي سکتورونو کې کار کوي. ښځې د کورنیو د اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي او موږ هم په سوداګرۍ او نورو برخو کې داسې پروګرامونه تر نظر لاندې لرو چې د هغوی لپاره د کار او فعالیت زمینه برابره شي.»

وزګارتیا، فقر، د دندو د فرصتونو نشتوالی او جوړښتي محدودیتونه د ښځو د پېرلو توان په جدي توګه کم کړی دی. د دې بحران حل یوازې د دندو په رامنځته کولو کې نه دی، بلکې د تګلارو په بیاکتنه او د ښځو پر اقتصادي ګډون د محدودیتونو په لرې کولو کې نغښتی دی. د کارپوهانو په باور، د دې وضعیت دوام نه یوازې کورنۍ، بلکې د هېواد اقتصادي راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام