سلاموطندار د ښځو د رواني وضعیت څېړلو لپاره د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د ۴۰۱ ښځو ترمنځ د خپګان کچې ارزولو پاڼې وېشلي. د دغې څېړنې پایلې ښيي چې ۴۹.۶۷ سلنه ګډونکوونکې مېرمنې په منځنۍ کچه خپګان او ۵۰.۳۳ سلنه نورې له رواني روغتیا برخمنې دي.
دغه سروې کې د ښځو ترمنځ په رواني اختلالاتو اغېزمن لاملونه هم څېړل شوي. وزګارتیا، تنګسیې، کورني فشارونه او د ښځو د ټولنیز مقام بېثباتۍ د ښځو ترمنځ د رواني اختلالاونو زیاتېدو تر ټولو مهم لاملونه بلل شوي دي.
له کابل څخه ۲۶کلنه ناهیده چې له اقتصاد پوهنځي فارغه شوې او د سیاسي نظام له بدلېدو او د دندې له لاسه ورکولو وروسته اوس په ژور خيګان اخته ده وايي، د بېکارۍ او په کور کې د کېناستو له امله د بېارزښته کېدو او په نفس د باور له لاسه ورکولو احساس کوي چې دا یې د ورځني ژوند د ننګونو مهمه برخه جوړوي.
نوموړې وویل: «کله وخت مې زړه غواړي چې ورځې ورځې ویده شم او هېڅ را وېښه نهشم. په درد د نهخوړولو حس مې ډېر شوی. کله هم فکر کوم چې د ځان او ژوند لپاره مې هېڅ کار نه دی کړی. له کله راهیسې چې مې دنده له لاسه ورکړې، نور د پخوا په شان په ځان باور نهلرم.»
همدا ډول له غور ولایت څخه ۲۴کلنه فرشته چې له کمپیوټر ساینس پوهنځي فارغه شوې، د کاري فرصتونو نهشتون او مالي خپلواکۍ ته د رسېدو په برخه کې د وړتیا نهلرل د خپل خپګان اصلي لاملونه بولي. هغه وايي، سره له دې چې د تحصیل او د ژوند وضعیت ښهوالي لپاره یې پرلپسې هڅې کړي، خو اقتصادي محدودیتونو سره مخ ده، مناسب کار نهلري او د ناهیلۍ احساس کوي.
هغې وویل: «ډېری شپې مې خوب نه وړي، ډېر سوچ کول مې هوساینه ختموي، د دې فکر چې راتلونکې به مې څنګه شي، دا چې کله به هم په خپله خوښه ژوند ولرم یانه، ډېره اندېښمنه کړې یم. درس مې ولوسته څو یوه ورځ کار وکړم، خپلواکه ووسم، خو نن سبا د کور په یوه کونج کې ناسته یم، لاس مې د کورنۍ جېب ته اوږد دی.»
له بلخ ولایت څخه ۳۵کلنه زهره د دوو ماشومانو مور ده او وايي، د کورنۍ فشارونو او د کور ورځنیو مسوولیتونو پرې هغې سخت رواني تاثیر کړی او سره له دې چې بې له ځنډه هڅې کوي، خو بیا هم احساس کوي چې کوښښونه یې له پامه غورځول کیږي.
دغې موضوع هغه له رواني او روحي پلوه اندېښمنه کړې ده. «د کور ټول مسوولیتونه او د ماشومانو روزنه زما په غاړه ده. له سهاره تر ماښامه کار کوم، خو هېڅ څوک مې په قدر نه پوهېږي، داسې احساس کوم چې یوازې د کار یو ماشین یم او هېڅ ارزښت نه لرم. دغه موضوع مې ډېره ځوروي، هره شپه د خوب ګولۍ خورم، ترڅو خوب مې یوسي.»
همدا ډول له فاریاب ولایت څخه ۲۶کلنه حمیرا د خپلو رواني ستونزو اصلي لامل، د خپل خاوند په غیاب کې د کورنۍ لخوا دوامداره ملامتي، سخت چلند او د کړکېچن چاپیریال تجربه کول بولي.
«خاوند مې ایران کې مسافر دی او زه خسرګنۍ کې ژوند کوم. دوه کاله مې د واده کېږي. یوه ورځ مې ارامه ونهلیده. خواښې مې ګواښي، هر څه زما د سپکاوي لپاره پلمه کوي. څوک مې خبره نهاوري. د شپې یوازې ژاړم.»
بلخوا ارواپوهان پر دې باور دي چې محدودیتونه او کورني او ټولنیزو فشارونه د افغان مېرمنو روغتیايي سلامتیا ته زیان رسوي چې کولای شي، د رواني اختلالاتو لامل شي.
ارواپوه محمدالله بلوچ وویل: «بې له شکه کله چې ټولنیز، اقتصادي او نور محدودیتونه، حتا جنسي توپیرونه، په ښځو باندې غالب شي، فشار یا رواني فشار، اضطراب یا رواني فشار، او خپګان سره مخ کېږي. د بیارغونې درملنې باید د کورنیو له لارښوونو سره پیل شي او د هڅونې او امید د زیاتوالي او د کورنۍ د سالم چاپېریال چمتو کولو لپاره لارې چارې وړاندیز کړو. دا د دې ستونزې د حل لپاره یو ښه رواني درملنه کېدی شي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال یوشمېر ټولنپوهان بیا د مېرمنو خپګان د کورنی بنسټییزو ویجاړو له کبله بولي او په وینا یې، یاد وضعیت کولای شي، ټولنه بېنظمۍ لور ته بوځي.
ټولپوه شریفالله نیکويي وايي: «یعنې هغه ټولنه چې ښځې پکې له خپګان سره مخ وي، د یوې روغې ټولنې په توګه نشي تعریف کیدی، ځکه چې ښځې د ټولنې په جوړښت کې، په ځانګړې توګه د کورنۍ په جوړښت کې اصلي عنصر دی. د ښځو خپګان په کورنۍ او له کورنۍ څخه ټولنې ته اغېزه کوي، په دې معنی چې په پایله کې موږ نه یوازې خپګان لرونکې ښځې لرو، بلکې یوه خپګان لرونکې ټولنه هم لرو.»
د ښځو حقونو برخې فعالان د ښځو رواني وضعیت په اړه اندېښنه لري او خپلو حقونو د دوی د نهلاسرسي له کبله خواشیني ښيي. سوسن خالقیار وايي چې د ټولنې یوې برخې په توګه د مېرمنو نهمنل او دوی ته نهپام، د مېرمنو د خپګان له مهمو عواملو څخه دي.
هغې وویل: «ښځې په ډېری مواردو کې له پامه غورځول کېږي، په ټولنه کې د افرادو په توګه نه ګڼل کېږي او حقونو څخه محرومېږي. حتا د دوی تر ټولو اساسي حقونو څخه؛ دا په خپله د ښځو رواني روغتیا ته زیان رسوي. په ورته ډول، بېکاري په خپل ځان کې یو ډول ناروغي ده. که یو څوک مالي خپلواکي ولري، نو هغه کولی شي د ذهن سکون ولري.»
بلخوا د عامې روغتیا وزارت ویاندشرافت زمان امیرخېل وايي چې د وروستیو کلونو پرمهال د خپګان کچه راټیټه شوې ده. د نوموړي په وینا، که څه هم د خپګان ناروغانو کره شمېر لاس کې نشته، خو زیاتوي چې ټول هېواد کې د رواني درملنې مشورتي خدمات فعال دي.
هغه وویل: «اوس مهال هېواد کې د رواني ناروغانو د شمیر په اړه کره ارقام نهلرو، خو روغتیایی مرکزونو ته د ناروغانو د مراجعه کولو شمېر د پخوا په پرتله کم شوی دی. د اسلامي امارت واک ته رسېدو مخکې، د شوې سروې له مخې، ۵۰سلنه افغانان د خپګان تر فشار لاندې وو. اوس، د رواني مشورې خدمات په څلورو زونونو کې په ۴۴۰ روغتیایی مرکزونو کې شتون لري چې رواني روغتیایی خدمات وړاندې کیږي.»
د ملګروملتونو د مېرمنو څانګې د راپور پر بنسټ، افغاستان کې مېرمنو رواني روغتیا په چټکۍ د خرابېدو پر لور روانه ده. د یاد بنسټ په وینا، د ۲۰۲۴کال اپرېل کې له هرو لس مېرمنو، ۷ یې، اضطراب، انزوا او خپګان سره مخ دي.


