سلاموطندار د یوې پراخې سروې له مخې موندلې چې وروستۍ وچکالۍ د کروندګرو پر ژوند، د خواړو په خوندیتوب او ټولنیز وضعیت د پام وړ اغېز کړی.
دا سروې د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې له ۱۰۲۰ بزګرانو سره د مرکو په بڼه شوې چې ۸۰ سلنه یې ترې په لویه کچه اغېزمن شوي او ۹۰ سلنه په جدي ډول اندېښمن دي.
په سروې کې څرګنده شوې چې د هېواد اساسي محصول غنمو تر ټولو ډېر زیان لیدلی چې ۹۱ سلنه د غنمو کرنيز حاصلات کم شوي او یا په ټوله مانا له وچېدو سره مخ شوي.
د دې بحران اقتصادي پايلې ژورې دي؛ له نيمايي زياتې کورنۍ د عايد له سخت کمښت او نږدې يو پر څلورمه يې د عايد له بشپړ قطع کېدو سره مخ دي.
د اوبو د کمښت یو له مهمو زاویو ده.
د ترسره شوې سروې موندنې ښيي چې ۷۰ سلنه د اوبو سرچينې کمې شوي يا وچې شوي چې په پایله کې یې د اوبولګولو ځمکې تر ټولو زياتې زيانمنې شوي دي.
د ولایتونو په کچه ارزونه ښيي چې بادغیس، لوګر او کندز له اقلیمي بدلونونو د اغېزمنو ولایتونو په لوړه کچه کې دي، ورپسې فاریاب، میدانوردګ د سختو زیانمنو شویو ولایتونو په درجه کې او بدخشان هغه ولایت دی چې نسبت نورو ته یې کم زیان لیدلی دی.
له دې بحران سره د مبارزې لپاره یوازینی اقدام چې کروندګرو ترسره کړی، د ژورو څاهګانو کېندنه ده.
کابل کې تر ټولو زیاتې څاهګانې کیندل شوي، خو تخار کې بیا تر ټولو کمې؛ تر نیمايي کروندګرو هېڅ مرسته نهده ترلاسه کړې، خو نږدې نیمايي هغو ته د روزنې ورکولو پروګرامونه هم نهدي ترسره شوي.
د بادغیس اوسیدونکی غلام محمد چې ۶۰ کلن دی وايي، د وچکالۍ او اقلیمي بدلون له امله دوه کاله کیږي چې له خپلو ځمکو یې هېڅ حاصل نه دی ترلاسه کړی او له خپلې لس کسیزې کورنۍ سره ډېر په سختۍ ژوند تېروي.
«له دوو کلونو راهیسې دغه وضعیت روان دی او له خپلو کرنیزو چارو مو هېڅ ګټه نه ده ترلاسه کړې. د وچکالۍ اغېز دومره سخت و چې له نوي سلنه حاصلاتو ان یو سلنه حاصل هم نهلرو. نه د خوړو څه لرو، نه عواید. موږ د لوږې او سخت ژوند له ستونزو سره مخ یو. د یوه بزګر حاصل یوازې د خدای په مرسته او د خپلو لاسونو په زور ترلاسه کېږي. غنم، جوار، بادرنګ، تخمونه، زېره، کنجد، نخود او پالیزي ټول زیانمن شوي دي.»
عبدالشعور یو بل کروندګر دی چې د لغمان اوسیدونکی دی.
نوموړی هم له اقلیمي بدلونونو اغېزمن شوی او وايي، د اوبو سرچینو ته نه لاسرسی، دردې لامل شوی، څو د دوی کرنیز محصولاتو حاصل ته ونهرسیږي او دغې چارې یې د کورنۍ پر اقتصادي وضعیت بده اغېزه کړې ده.
«وچکالي ډېر ژور اغېز کړی. موږ ډېر زیار باسو چې فصل وکرو، خو زموږ فصل نیمګړی پاتې شي او له حاصل نه بېبرخې کېږو. شپې او ورځې هڅه کوو چې فصل ته اوبه ورسوو، خو نه بریالي کېږو او له سختو ستونزو سره مخ کېږو. مالداري هم له کرنې سره تړلې ده او دا هم د بزګرانو پر زیان تمامیږي. له مسوولانو غواړو چې په علینګار ولسوالي کې د نهر شاهي کارونه ګړندي شي، ځکه همدا نهر کولای شي د اوبو کموالی جبران کړي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د لغمان بل اوسیدونکی او ګروندګر محمدقاسم هم د اوبو د سرچينو کمښت د خلکو لپاره ناوړه بولي او وايي چې د بزګرانو ټول امېد په کرنه پورې تړلی، خو اقليمي بدلون او وچکالۍ د دوی ژوند ستونزمن کړی دی.
«که په کلي کې اوبه نه وي، د خلکو ترمنځ جګړې او شخړې رامنځته کېږي. کرنیبزې ځمکې د دښتو بڼه خپلوي. زموږ ټولې ځمکې د اوبو د نشتوالي له امله زیانمنې شوي. هر ځای مو چې کښت کړی، له منځه تللی. له حکومته مو غوښتنه دا ده چې که څه هم په لغمان کې اوبه شته، خو مدیریت نه کېږي. که د برښنا بند جوړ شي او اوبه په منظم ډول مدیریت شي، موږ به نور د اوبو له کموالي نه کړېږو.»
په عین حال کې د اقتصادي چارو کارپوه مصطفی تيمور وردگ وايي، د اوبو زیاته او بېځایه کارونه د وچکالۍ له اصلي لاملونو ده.
هغه زياتوي، د اقليمي بدلونونو ترڅنګ، د اوبو د مصرف په برخه کې د بزګرانو بېپروايي هم ددې لامل شوې چې د اوبو سرچینې کمې او وچې شي.
«دې وروستیو کې مو ولیدل چې بزګرانو د خپلو کرنیزو محصولاتو د کښت لپاره ژورې څاګانې وکیندلې او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره یې د څښاک له اوبو پراخه استفاده وکړه، حال دا چې د خړوبولو لپاره باید د نهر اوبه وکارول شي، ځکه دا اوبه د کرنې او حاصلاتو لپاره ګټورې دي. که د اوبو د کارونې په برخه کې سپما ونهکړو، له قحطۍ سره به مخ شو. زموږ هېوادوال باید ډېر متوجه وي او اوبه باید ضایع نه کړي.»
اخوا د سرپرست حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وياند غلاممحمد کاظم شهامت له سلاموطندار سره خبرو کې وویل، وچکالي د بزګرانو او مالدارانو لپاره له جدي ننګونو ده.
«وچکالي د هېواد د بزګرانو او مالدارانو لپاره له جدي ستونزو او ننګونو څخه ده چې له بدهمرغه ګڼ شمېر یې له دې طبیعي ستونزې پراخ زیان لیدلی. د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د وچکالۍ د اغېزو د کمولو په موخه، د مرستندویو بنسټونو سره په همغږۍ یو شمېر پروګرامونه پلي کړي چې پکې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د موسمي اوبو د مدیریت لپاره د چېکډيمونو جوړول، د انسانانو او څارويو لپاره د خوراکي توکو د مرستندویو بستو وېش او د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومو تخمونو د کارونې په برخه کې د بزګرانو روزنه شامله ده.»
د يادونې ده چې د نړيوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، اقليمي پېښې او طبيعي آفتونه لامل شوي چې د روان کال په لومړيو دریو مياشتو کې ۳۹۶ زره کسان په ټول افغانستان کې له خپلو اصلي مېنو بېځايه شي او له دې ډلې نږدې ۱۷۲ زره له هېواده بهر ته کډه شوي دي.


