د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې له ۵۰۰ ځوانانو سره د سلاموطندار د سروې پایلې ښيي چې ډېری ځوانان د غم او خوښۍ منځنی روحي وضعیت لري.
په دې نظرپوښتنه کې د ځوانانو د خوښۍ کچه د مقاس په توګه له لسو نمرو اټکل شوې ده. د سروې ګډونوالو د خوښۍ احساس له یوه تر لسو په ټاکلو مشخص کړی دی؛ داسې چې یوه نمره د خوښۍ تر ټولو ښکته کچه او لس نمرې د خوښۍ تر ټولو لوړه کچه ښيي.
د سروې د پایلو پر بنسټ، یوازې ۲۰.۲سلنه ګډونوالو له اتو تر لسو نمرو د خپلې خوښۍ احساس بیان کړی دی؛ په داسې حال کې چې ۴۹سلنې له څلور تر ۷ او ۳۰.۸سلنه هم له یوې تر درې نمرو ټاکلی چې د خوښۍ تر ټولو ټیټه کچه بیانوي.
موندنې همداراز ښيي چې د ځوانانو د خوښۍ لامل کورنۍ، «۳۷.۲سلنه»، دنده یا زدهکړې، «۲۹.۲سلنه»، ملګري «۱۴.۴سلنه»، تفریح فعالیتونه «۱۳.۴سلنه» او محلي مراسم او جشنونه «۵.۸سلنه» دي.
بلخوا وزګارتیا ۴۵سلنه، کورنۍ ستونزې ۲۳.۶سلنه، د تفریحي اسانتیاوو نشتوالی ۱۹.۹سلنه، ناامني ۶.۸سلنه او هېواد ته په زوره راستنیدل ۴.۸سلنه، د ځوانانو ترمنځ د خپګان د احساس لپاره ترټولو مهم عوامل بلل شوي دي.
۲۵کلنه فرشته چې د بامیان اوسېدونکې ده او ځان یې په سروې کې غمجن بللی، د خپل وضعیت دلیلونه په لاندې ډول تشریح کوي: «له زدهکړو پاتې یم او ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان یم. پلار مې له لاسه ورکړی او دې ډېره غمجنه کړې یم. تر اووم ټولګي مې زدهکړې کړي، خو نور دوام ورنکړ. که دوام مې ورکړی وای، نو اوس به دولسم ټولګي کې وای. کورنۍ کې مې هېڅکله خوښي او مینه نهوه. کوچنۍ خبره باندې جنجال کوو. نهپوهېږم چې راتلونکې به ولرم، که نه؟
د کابل اوسېدونکې مریم وايي: «د کابل پوهنتون څخه په لوړه درجه فارغه شوم، ډېره خوښه یم، تر ماسټرۍ مې زدهکړې کړي او اوس دنده لرم. له دې وضعیت خوښه یم، هغه هیلې مې چې له کوچنوالي لرې، اوس په حقیقت بدلې شوې. خوښه یم. دا چې خاوند مې ښه او پوه دی، ډېره خوښه یم. ملاتړ مې کوي. ژوند څخه مې راضي یم.»
شبانه بیا وايي چې د کورنۍ ملاتړ او د لوړو زدهکړو لرل یېو د خوښۍ احساس او د دندې نشتوالی او وزګارتیا یې، د خپګان لامل دی.«خوښه یم چې لوړې زدهکړې مې پای ته ورسولې او اوس سند لرم. کورنۍ مې ښه ده او ترڅنګ یې، ملګرې هم لرم. کله ناکله د دندې نشتوالی مې ځوروي. په سختۍ مې زدهکړې وکړې، اوس وزګاره یم. بهر نشم تللی، پارک یا بل ځای، زړه مې تنګ دی.»
د ارواپوهانو په باور، د برابرۍ فرصتونو نشتوالی، تنګسیه، اقتصادي ستونزې، وزګارتیا او ټولنیز محدودیتونه هغه عوامل دي چې د افغان ځوانانو د خوښۍ د کمښت لامل شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه وویل: «خو له بدهمرغه، په اوسني وضعیت کې، د افغانستان ځوانان له ډېرو ننګونو او ستونزو سره مخ دي او د دوی د ژوند یوه لویه برخه د نارضایتۍ او سختیو سره مل ده. له بلخوا، د یو فرد د ژوند د هیلو او واقعیتونو ترمنځ لوی توپیر او واټن ډېر رواني فشار رامنځته کوي چې ممکن په ښکاره ډول څرګند نشي، خو اغېزې یې ژورې او ویجاړونکې دي. ډېری ځوانان ډېره انرژي او استعداد لري، خو د دې وړتیاوو کارولو لپاره اړین شرایط او فرصت نورکول کېږي. دا تضاد د ځوانانو طبیعي خوښۍ او هیله په ناامیدۍ بدلوي. په نهایت کې د ټولنې د ودې او پرمختګ لپاره، باید داسې شرایط رامنځته شي چې ټول افراد، په ځانګړې توګه ځوانان، وکولی شي، خپل استعدادونه او وړتیاوې په عادلانه او ملاتړي چاپېریال کې وکاروي او د امید او رضایت ژوند وکړي.»
په ورته مهال ټولنپوه راشد صدیقي بیا وايي چې د ځوانانو اړتیاوو ته نه پام به د هېواد راتلونکې وګواښي او بای دوی ته د کاري فرصتونو ترڅنګ، تفریحي او ټولنیز فرصتونه هم برابر شي.
هغه وویل: «د وزګارتیا له امله رامنځته شوې ستونزې، د صحي تفریحي فرصتونو نشتوالی او د اغېزمنو ټولنیزو پروګرامونو نشتوالی باید حل شي. دا ستونزې چې د بېکارۍ له امله رامنځته شوي، د صحي تفریحي فرصتونو نشتوالی او د اغېزمنو ټولنیزو پروګرامونو نشتوالی باید حل شي. افغانستان په یوه حساس پړاو کې دی او چارواکي باید د ځوانانو لپاره مناسب فرصتونه برابر کړي؛ ځکه چې د ځوانانو ناامیدي او اضطراب د هېواد راتلونکی ګواښوي او کولای شي ټولنه لویو ننګونو ته ورسوي.»
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو، خو له هڅو سره سره بریالي نهشو.
د خوشحالۍ یا ښادۍ د نړیوال راپور پر بنسټ چې د ۲۰۲۵کال د مارچ پر ۲۰مه خپور شوی، افغانستان د غمجنو هېوادونو په نوملړ کې دی او فنلنډ بیا هم د اتم پرلهپسې کال لپاره د نړۍ تر ټولو خوښ او خوشحال هېواد پېژندل شوی دی.


