سلاموطندار راډیو د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ زلزله ځپلو وضعیت ته د رسېدو، د عامه پوهاوي ورکولو، د مرستو وېشلو بهیر څرنګوالي او د مسوولانو او د مرستندویه بنسټونو فعالیتونو ته د انعکاس ورکولو په موخه، دغه ولایت کې د ښکلا راډیو پر څپو څوکۍ ولسوالۍ کې سیاره راډیو فعاله کړې.
دغه سیاره راډیو هره ورځ د سهار له ۸ د شپې تر ۸ بجو د زلزله ځپلو لپاره خبرونه، راپورونه، بېلابېلې، روغتیايي، ټولنیزې، ښوونیزې او د پوهاوي ورکولو خپرونې وړاندې کوي.
د سلاموطندار سیارې راډیو تېرو شاوخوا ۱۵ ورځو کې چمتو شویو راپورونو او خپرونو کې هڅه کړې چې د زلزله ځپلو غږ پورته، ولس سره د حکومتي مسوولانو د اقدامونه او پلانونه شریک او د لا ډېرو مرستو راجلبولو لپاره زمینه برابره کړي.
د کونړ ځايي مسوولان هم د زلزله ځپلو وضعیت ته انعکاس ورکولو او د عامه پوهاوي خپرولو کې د رسنیو رول ارزښتناکه بولي.
کونړ کې د زلزله ځپلو د مرکزي کمیټې مشر مولوي عبدالقهار صدیقي وايي، تر ډېره د رسنیو فعالیت لامل شو چې له لارې یې د کونړ زلزلهځپلو سره مرستې وشوې.
هغه په دې اړه وویل: «دا خو همدغه رسنۍ وې چې نړۍ خبره شوه او د دغې رسنیو له لارې ټولو خلکو سره مرستې وشوې، د همدوی هڅه وه. یقینآ د رسنیو رول ستاینه کوو او دغه برخه کې ښه خدمت کوي. مونږ غواړو چې د دوی دغه خدمات په سمه توګه مخ ته لاړ شي.»
ورته وخت کې د کونړ د څوکۍ ولسوال مولوي محمد ابراهیم ثاقب هم دغه ولسوالي کې د سلاموطندار د سیارې راډیو فعالیت یو ګټور او ښه اقدام بولي.

هغه وویل: «رسنۍ خو ډېر ښه کار کوي چې په حقیقت سره یې وکړي، دا مونږ ښه ارزوو چې دوی به د ولس، مظلومانو او بېوسه خلکو دا غږ هغو خلکو ته ورسوي چې خبر نه وي. دا ډېره مهمه ده په ژوند کې په ځانګړې توګه داسې بحراني وضعیت کې چې تاسو فعالیت کوئ. دا مو ډېر ښه اقدام کړی. مونږ له تاسو ټولو مننه کوو، الله د وکړي چې په شفافه توګه د ولس فریاد هغو کسانو ته ورسوئ چې هغوی خبر نه دي، هغوی ته ورسوئ، ترڅو نورې مرستې وکړي.»
دې سره، د څوکۍ ولسوالۍ د دېوهګل درې د زلزله ځپلو کمیسیون مشر مفتي خلیلالرحمان او دغه دره کې د اندرلچک کمپ مسوول سلیمان یماني هم د زلزله ځپلو وضعیت ته د انعکاس ورکولو په برخه کې د سلاموطندار د سیارې راډیو فعالیت په اړه وايي:
«د مالوماتو شریکولو او خبر رسولو کې د رسنیو رول ډېر مهم دی، همدغه د رسنیو رول وو چې دومره مرستې او د موسسو پام راجلب شو، ستاسو د خبرونو خپرولو ته اړتیا لرو، د رسنیو خبرونه نړیوالو ته ورسېدل، ستاسو د مالوماتو د رسولو په اساس وخت په وخت مرستې کیږي، همدغه یې لوی لامل وو.»
«زه که ووایم، سل سلنه که نه وي نوي سلنه رسنیو رول درلود، دلته د خلکو چې کومې مرستې راجلب شوي، که هغه عوامو کړي، که موسسو کړي او که نړیوالو کړي، دا ټول رسنیو راجلب کړي، که دا نه وی د دغه اضطراري حالت کنټرول به ډېر سخت وو.»
یو شمېر ځوانان هم په بېړنیو حالاتو کې د رسنیو فعالیت مهم بولي.
د هېواد په ختیځ کې د واک مرستندویه موسسې مسوول او ټولنیز فعال عبدالوارث وايي، هغسې چې رسنۍ په ملي او نړیواله سطحه ولس ته اطلاع رسونه کوي، بل هېڅ څوک یې نهشي کولی.
دی هم د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره د سلاموطندار د سیارې راډیو د فعالولو ستاینه کوي.
«په دغسې بېړنیو حالاتو کې لکه څنګه چې مونږ او تاسو په کونړ کې د زلزلې شاهدان وو، ډېر مهم او اساسي رول لري، نو په دې برخه کې که چېرې تاسو ونه اوسئ، په ملي او نړیواله سطحه ستاسو اطلاع رسول ونه اوسي، زه فکر نه کوم چې د مرستو راجلبولو او د خلکو غږ رسولو کې، د خلکو په اساسي اړتیاوو باندې هغسې چې تاسو فوکس کولی شي، هغسې چې تاسو د خلکو غږ رسولی شئ، بل څوک دا کار نهشي کولی. همدا تاسې یاست، بل څوک نهشته چې د خلکو غږ نړیوالو، چارواکو او نورو بنسټونو ته ورسوي، نو هر ډول شرایطو په ځانګړې توګه بحراني وضعیت کې ستاسو رول ډېر رغنده بولم.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د څوکۍ ولسوالۍ دېوهګل دره کې د مولوي محمد یوسف ابتداییه ښوونځي مدیر محمد ظاهر شاه صافی وايي، ښوونځی یې زلزلې ویجاړ کړی او دامهال د زلزله ځپلو د «اندرلچک» کمپ کې یوه سیار ښوونځي کې زلزله ځپلو ماشومانو ته تدریس کوي.
دی د رسنیو په ځانګړې توګه د دېوهګل درې د زلزله ځپلو لپاره د سلاموطندار د سیارې راډیو فعالیت په اړه وايي:
«مونږ په دې پوهېږو چې رسنۍ د دولت یانې څلورمه قوه بلل کیږي. همدا رسنۍ دي، همدا تاسو یاست چې د خلکو غږ او ستونزې تر نړیوالو حکومتونو او نړیوالو موسسو رسوي، کومه همکاري چې د کونړ له زلزله ځپلو سره شوې، هغه د همدې رسنیو له لارې شوې ده. مونږ تر منندوی یو.»
نوموړي زیاته کړه چې «اندرلچک» کمپ کې یې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف په ملاتړ موقت زدهکړییز پروګرام پیل کړی او له نړیوالو موسسو یې وغوښتل چې د ژمي پرمهال ماشومانو ته د ګرمو جامو او کتابونو مرستې برابرې کړي.
ورته وخت کې د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې د جعیت لېسې د نهم او اتم ټولګيو دوه زدهکوونکي احمد ضیا او صریحالله هم دغه ولسوالۍ کې د ښکلا پر څپو د سلاموطندار د سیارې راډیو فعالیت څخه خوښ دي.
دوی چې د سلاموطندار د سیاره راډیو ښوونیز پروګرامونه تعقیبوي وايي:
«د ښکلا راډیو پر څپلو د سلاموطندار سیاره راډیو اورم او د زدهکړو ارزښت بیانولو کې مهم رول لري. باید زدهکوونکي مېلمانه کړي، ترڅو نور زدهکوونکي وهڅول شي.»
«دلته څوکۍ ولسوالۍ کې مې لومړی ځل چې راډیو واورېده، هغه د ښکلا پر څپلو د سلاوطندار د سیارې راډیو خپرونه.»

د یادونې ده چې سلامافغانستان رسنیزې موسسې «سلاموطندار راډیو» د ملګروملتونو د فرهنګي او ښوونیز سازمان «یونسکو» په ملاتړ د روان ۱۴۰۴ کال د تېرې میزان میاشتې په ۲۸مه د دوشنبې په ورځ د کونړ څوکۍ ولسوالۍ کې سیاره راډیو فعاله او د ښکلا راډیو پر څپو خپرونې پیل کړې، ترڅو د زلزلهځپلو وضعیت ته انعکاس ورکړي او د دوی لپاره د لا ډېرو مرستو راجلبولو ته لاره هواره کړي.


