افغانستان کې مېرمنې که څه هم ډېرو کمو برخو کې د کار کولو اجازه لري او هغه چې د دندو پر موندلو بریالۍ شوي، له دوه ګوني چلند او تبعیض سره مخ دي.
سلاموطندار په دې راپور کې له ۲۴ دنده لرونکو مېرمنو سره مرکې کړي چې موندل شوې دوه پر درېیمه برخه دغه مېرمنې، کاري چاپېریال کې له بېلابېلو نابرابرو سره مخ دي او د دندې د له لاسه ورکولو له وېرې، اړ شوي چې چوپتیا غوره کړي.
د ۲۴ مېرمنو له ډلې چې غور، پروان، فاریاب، تخار، بادغیس، بدخشان، کندوز، ننګرهار او لغمان اوسېدونکې دي، ۱۶ یې، د نابرابرۍ تجربه لري.
یادو مېرمنو د دې تبعیض اصلي لامل افغانستان کې نرواکي بللې ده.
رحیمه چې ۴۰کاله عمر لري، پروان کې ښوونکې ده او ۲۵کلنه لیلا بیا د بامیان اوسېدونکې او د ټولنیزې شبکې کارکوونکې ده؛ دواړو د جنسیت پر اساس تبعیض تجربه کړی دی.
هغوی وايي چې د تصمیم نیونې بهیر کې د خپلو نارینه همکارانو په پرتله حق نهلري او په مهمو پروګرامونو کې هم ګډون نهشي کولای.
رحیمه وايي: «موږ احساس کړی چې مدیر زموږ یو بل همکار ته ډېر ارزښت ورکوي. تل نارینه کارکوونکي ته ډېر پام کېږي. حتی غونډې ترسره کېږي چې ښځې پکې نه وي او پرېکړې زموږ د ګډون پرته کېږي.»
لیلا وايي: «متاسفانه څو څو ځله مو ولیدل چې مدیر زموږ سره توپیر لري او زما په پرتله بل همکار ته زیات ارزښت ورکوي، سره له دې چې کومه ځانګړې وړتیا نهلري. دا حالت مایوسي او بېانګېزګۍ رامنځته کوي.»
یوشمېر ښځو بیا ویلي چې په خپلو ادارو کې د قومیت او ژبې پربنسټ یې نابرابري تجربه کړې ده. ۲۷کلنه مریم چې د بامیان اوسېدونکې ده او راحله چې ۲۹کاله عمر لري او د بادغیس ولایتي روغتون قابله ده، دواړو کاري چاپېریال کې ترخې تجربې لري.
مریم وايي: «تر هغه وخته چې رییس نهپوهېد چې زه د بل قوم یم، ستونزه نه وه. خو کله چې پوه شو، زه یې له کاره وایستلم. دغه حالت زموږ د رییس لپاره هم تکرار شو او موږ له دندې بې برخې شوو.»
راحله وايي: «ما ډېر تبعیض تجربه کړی، په ځانګړي ډول د قومیت پر اساس. نور قومونه ځانګړي امتیازات او روزنیز فرصتونه ترلاسه کوي، حتی که زه ډېر زحمت هم وکړم، بیا هم نه ښودل کېږي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دې ترڅنګ یوشمېر نورې مېرمنې وايي، افغانستان کې د دندو کمښت او له کار څخه د شړلو د وېرې له امله د تبعیض پر وړاندې چوپ پاتې شوي او شکایت یې نهدی کړی.
کبیتا ۲۶ کلنه ده او د یوه خصوصي ښوونځي ښوونکې ده. همداراز ۲۹ کلنه حسینه چې د تخار یوه بنسټ کې کارمنده وايي: «موږ هیڅکله نه شو کولی خپله خبره څرګنده کړو، ځکه که وغوښتو اعتراض وکړو، ښايي استعفا ورکړو وویل شي.»
حسینه وايي: «په افغانستان کې دندې ترلاسه کول ډېر سخت دي؛ نو زه نه شم کولی شکایت وکړم یا خپل غږ پورته کړم، ځکه له کاره وېرېږم.»
په عین حال کې اتو ښځو وویل چې د خپلو ادارو په چاپېریال کې یې تبعیض نهدی لیدلی. فرزانه قاضي زاده چې قابله ده او ښوونکې نفیسه رحیمي وايي: «تر اوسه مې د مدیرانو له لوري کومه ناوړه رویه نه ده لیدلې. یوازې ښځې په چاپېریال کې شتون لري او د قابلو ترمنځ هیڅ تبعیض نشته.»
نفیسه وايي: «مکتب چې زه پکې تدریس کوم یوازې د نجونو دی، هلکان پکې نه شته. له همدې امله زه تبعیض نه احساسوم.»
کابل کې د یوه بازارموندنې شرکت مسوول همراز امیري وايي: «په شرکت کې د کارکوونکو لپاره دا فرصت برابر شوی چې که د کارفرما له لوري تبعیض وویني، شکایت وکړي. موږ تل یادونه کړې چې که ستاسو سره تبعیض وشي، موږ ته یې خبر ورکړئ او موږ به ژر یې حل کړو.»
بلخوا ارواپوهان باور لري چې د ښځینه کارکوونکو ته نه پاملرنه، رواني ستونزې له هغې ډلې بېانګېزګۍ، خپګان او ناهیلي رامنځته کوي.
ارواپوه محمدالله بلوچ وايي: «انسان د بهرنیو محرکاتو له مخې هڅول کېږي، لکه معاش، چې د رواني خوښۍ سبب کېږي. خو که مدیران په معاش او ارزښت پاملرنه ونکړي، کارکوونکي بېانګېزه، خپه او ناامید کېږي.»
د ښځو د حقونو فعالان وايي چې کارځای کې تبعیض د ښځو د استعدادونو پر ودې منفي اغېزه لري او کاري فرصتونه له هغوی اخلي.
د ښځو حقونو فعاله تهمینه منګل وايي: «تبعیض د دې سبب کېږي چې ښځې د خپلو مهارتونو سره سره لږ پام وشي، د کاري فرصتونو څخه محرومې شي، د کاري انگیزې کمېږي او استعدادونه پر ځای د ودې سرکوب کېږي.»
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي بیا وايي: «وزارت هڅه کوي چې د کارکوونکو لپاره یو امن او عادلانه چاپېریال برابر کړي او په هغه برخو کې چې د کارکوونکو سره ناسم چلند کېږي یا حقوق نه ورکول کېږي، د حل لارې چارې پیدا کړي.»
دغه راپور ښيي چې په افغانستان کې د ښځو د کار حق په ډېرو برخو کې محدود دی او هغه چې کار کوي هم د پراخ تبعیض سره مخ دي.
د نرواکۍ دودونه او نابرابرۍ د ښځو د کاري فرصتونو او شخصي ودې خنډ ګرځېدلي چې نه یوازې د هغوی روحیه او انگیزه اغېزمنوي، بلکې د هېواد د انساني ظرفیتونو بشپړه ګټه اخیستنه هم محدودوي.


