سلاموطندار په کابل، هرات، تخار، ننګرهار، لغمان، کندوز، بامیان، بلخ، کونړ او فاریاب ولایتونونو کې له ۲۳ کُلالانو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې له ډلې یې، ۲۱ کلالان د لوښو د جوړولو له لارې خپلې ورځنۍ اړتیاوې نهشي برابرولی.
دوی وايي چې ګلدانۍ، کوزې، مېوهداني او نور تزییني لوښي جوړوي، خو په وینا یې، بازار نهلري او د حکومت ملاتړ نشتوالي له امله یې، د لوښو صادراتو زمینه هم نهده برابره.
د یادو کلالانو له ډلې یوازې دوه یې، پر دې بریالي شوي چې خپل تولیدات بهر ته ولېږدوي؛ په داسې حال کې چې ۲۱ نور بیا خپل لوښي په کور دننه پلوري. ۱۷ کسانو یې ویلي چې دغه هنر یې، له خپلو مشرانو یاد کړی دی.
د هرات اوسېدونکی حکمتالله غلامي چې درې کاله کېږي، کلالي کوي، وايي: «د لوښو جوړولو مسلک په زوال کې دی او زموږ ستونزې د پخوا په پرتله زیاتې شوې دي. پخوا، شاوخوا ۶۰ د کلالیو کارخونې وې او هرې کارخونې کې شاوخوا لس کسان پر کار بوخت وو، خو که موږ لټون وکړو، نو ګورو چې په هرات کې له دوو څخه زیاتې کلال خونې نشته.»
د لغمان اوسېدونکی بشیراحمد چې له لسو کلونو راهیسې کلالي کوي، وايي: «اوس مهال، زموږ خرڅلاو شاوخوا ۴۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ افغانیو پورې دی. پخوا، د جمهوري دورې په جریان کې، دا لوړ و، ځکه چې اقتصاد ښه و. خلکو کولای شوی چې دا توکي واخلي او په کور کې یې د سينګار لپاره وکاروي.»
بلخوا فاریاب کې ګل محمد چې له لسو کلونو راهیسې کلالي کوي، وايي: «عاید کم دی. داسې ورځې وې چې موږ هېڅ عاید نه درلود؛ ځینې ورځې مو لږ درلود، زما ټول میاشتنی عاید لږترلږه پنځه زره و. زموږ پیر او پلور د پخوا په پرتله کم شوی دی.»
د بامیان اوسېدونکې سیما چې له دوو کلونو راهیسې کلالي کوي، سلاموطندار ته وویل: «زموږ عاید ښه نه دی؛ ژوند مو ښه نه دی. یوې حویلي کې اته کورنۍ ژوند کوو. زه په داسې کور کې ژوند کوم چې دروازه یا کړکۍ نهلري. زه یوازې خپلو ماشومانو ته جامې ورکوم. حتا د اوړو د اخیستلو وس نهلرم.»
بلخوا دغه لوښي جوړونکي وايي چې هغه ډول چې حکومت دې صنعت ته پام کړی وای، نهدی کړی او په وینا یې، ښايي راتلونکې کې دغه صنعت لهمنځه لاړ شي.
د هرات اوسېدونکی عبدالواسع چې له ۳۰کلونو راهیسې دې برخه کې کار کوي، وايي: «بازار خراب دی. شاید راتلونکو لسو کلونو کې هېڅوک کلالي ونهکړي او څوک یې د سینګار په توګه ونه کاروي. لکه څنګه چې ما مخکې وویل، زموږ کاروبار خراب شوی؛ ژوند سخت تېرېږي؛ موږ باید له دې هنر او خپل کاروبار څخه ځان خلاص کړو.»
د بلخ کلال حاجي فضلي بیا وویل: «دولت موږ سره هېڅ مرسته نهکوي چې خپل توکي په کور دننه خرڅ کړو، له هېواد بهر خو بېخي مرسته او همکاري نهکوي او هېڅ بهرنی بنسټ هم همکاري نهکوي.»
دې راپور کې مرکه شوي ځوانان د مناسبې خاورې نشتوالی، د کلالي موادو لوړ قیمت، د مناسب بازار نشتوالی او کلالي سره د خلکو د علاقې نشتوالی د دې کار اصلي ننګونې ګڼي. غلام نبي، چې له ۷ کلونو راهیسې په بامیان کې کلالي کوي او زلمی چې په کندوز کې کلال دی او له ۳ کلونو راهیسې په دې برخه کې کار کوي، وايي: «د کلالي کار اصلي ننګونې د مناسب بازار نشتوالی دی او دا حقیقت چې موږ د حکومت لهخوا ملاتړ نهکېوي او موږ اړین تجهیزات نهلرو.»
زلمی هم وايي: «زموږ تر ټولو سخته ننګونه دا ده چې موږ په اسانۍ سره د تولید لپاره خټه نهشو موندلی. که موږ یې پیدا کړو، نو موږ یې په لوړه بیه اخلو او په ارزانه بیه یې پلورو. د خټو جوړولو کار د شته اسانتیاوو په کارولو سره ترسره کېږي. پېر او پلور کم شوی دی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا یوشمېر هغه کلالان چې له خپل کار خوښ دي، وايي چې د کلالي عاید سره د خپل ژوند اړتیاوې برابروي. دوی وايي له خپل کار خوښ دي.
د تخار اوسېدونکی نورمحمد چې له اوو کلونو راهیسې کلالي کوي، وايي: «پېردونکي زیات شوي، په دې ورځو کې خرڅلاو ډېر دی، شکر له خپل کار خوښ یم، ژوند مې ښه دی، ستونزې مې کمې او عاید مې ښه دی.»
د تخار اوسېدونکی امید هم وايي: «عاید مو ډېر شوي، کومه ستونزو نهلرو، اقتصادي ستونزې هم نهلرو، کلالي مې اړتیاوې برابروي، بله ستونزه نهلرو.»
بلخوا یوشمېر اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې د لوښو صنعت ملاتړ کولای شي، د افغانستان د اقتصاد په وده او د بېکارۍ کچې راټیټولو کې اغېزمن رول ولوبوي. د اقتصادي چارو کارپوه شاکر یعقوبي وايي: «که د لوښو صنعت ملاتړ وشي، نو دا به د هېواد د اقتصاد په وده کې رول ولوبوي. دا صنعت ډېر لګښت نهلري، خو دا کولای شي، په کلیو کې خلکو ته کار چمتو کړي او خلک کولای شي له دې لارې ژوند وکړي.»
همدارنګه یوشمېر هنرمندان بیا وايي چې هنر زموږ هویت او کلتور منعکس کوي او باید دې ته جدي پاملرنه وشي.
هرمند بارش اساس وايي: «څومره چې زه د هنر په اړه ووایم، هومره کم دی او د هغې وده به د اقتصادي ودې لامل شي او موږ کولای شو دا په نړیوالو نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې کړو. د لاسي صنایعو سکتور ته باید پاملرنه وشي، څو زموږ کلتور نړۍ ته وښودل شي، که ورته پاملرنه ونشي، موږ نشو کولای، خپل ملي کلتور نړۍ ته وښیوو.»
هڅه مو وکړه چې د کلالي په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پلانونو او د کلالي صنعت د ودې په اړه د دوی نظر هم ترلاسه کړو؛ خو د وزارت ویاند زموږ د پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوی پدې اړه هېڅ معلومات نهلري.
دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، نور هنرونه لکه نقاشي، خطاطي او بصري هنرونه په ورته وضعیت کې دي؛ هغه هنرونه چې په تېرو وختونو کې د افغانستان د فرهنګي او هنري ژوند یوه مهمه برخه وه، خو مختلفو محدودیتونو او بندیزونو د دوی په فعالیتونو سیوری اچولی دی.


