Asset 1SWN

رستم‌خېل: هېواد کې لاهم ۱۱۵۰ کیلومتر مربع ځمکه په ماینونو پوښلې

Untitled-1

د ماین پاکۍ ادارې د همغږۍ او انسجام رییس نورالدین رستم‌خېل نن (سه‌شنبه، وري ۲۶) کابل کې د ماین پاکۍ نړیوالې ورځې نمانځ غونډې ته وویل، تېر کال یې هېواد کې ۱۰۳ کیلومتره مربع ځمکه له ماینونو او چاودو توکو پاکه کړې ده.

خو ده وویل، لا هم ۱۱۵۰ کیلومتر مربع ځمکه په ماینونو پوښلې ده چې باید پاکاري شي.

هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان د ماین پاکۍ له پروګرام څخه باید له سیاسي موضوعاتو پرته، د نړیوالې ټولنې له خوا ملاتړ وشي.

د ده په وینا، تېر کال د هېواد په سطحه د ماینونو او ناچاودو توکو چاودنو کې ۶۱۳ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

دې سره، د ماين پاکۍ چارو د انسجام او همغږۍ ستر تخنيکي سلاکار ډاکټر ايمل صافي د هېواد په کچه د ماينونو او ناچاودېدونکو توکو يادونه وکړه او ويې ويل، د ماينونو په پاکولو سره به په هېواد کې د اقتصادي ودې، کرنې او د کډوالو د راستنېدو په برخه کې مناسب شرايط برابر شي.

هغه زياته کړه، د ماین پاکۍ پروګرام تر اوسه له ۴۳۸,۳۱۰ قربانیانو سره مرسته کړې او ۱۱ میلیون کسانو ته یې د ماینونو د خطر په اړه اړین معلومات ورکړل دي.

ورته وخت کې له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې سرپرست ملا نورالدین ترابي دغه غونډه کې له ټولو مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل چې د ماین پاکۍ له پروګرامونو ملاتړ وکړي.

د هغه په وینا، د جګړو له امله د هېواد یوه لویه برخه ځمکه په ماینونو او ناچاودو توکو ککړه ده چې دا مسئله د خلکو، په ځانګړې توګه کوچیانو او مالدارانو لپاره یو جدي ګواښ بلل کېږي.

نوموړي زیاته کړه، هره ورځ د ماینونو او ناچاودو مهماتو له امله د ډېری افغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کېږي او قرباني ورکوي.

ملا نورالدین ترابي وویل: «موږ له دغو موسسو سره د هر ډول همکارۍ چمتووالی لرو او ټول اړین امکانات به ورته برابر کړو. همداراز، له دوی غواړو چې خپل فعالیتونه چټک کړي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست مطیع‌الحق خالص هم د ماین پاکۍ نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل، ماینونه او ناچاوده توکي په هېواد کې یو جدي خطر دی او باید د پاکولو لپاره یې پراخې هڅې او همکارۍ وشي.

نوموړي زیاته کړه: «له دې فرصته په ګټې اخېستنې سره وایم چې افغانستان په یو وخت له څو ستونزو سره مخ دی او په دا ډول شرایطو کې باید یوازې پرې نه‌ښودل شي.»

یاده غونډه کې د ماین‌پاکۍ د موسسو استازي نثار احمد عمرزي هم وویل، افغانستان لا هم د ماینونو او ناچاودو له ناورین سره لاس او ګرېوان دی. نوموړي څرګنده کړه چې د ماین‌پاکۍ پروګرام هڅه کوي، څو د مرسته کوونکو هېوادونو له ملاتړ څخه په ګټې اخېستنې دا خطرونه تر ممکنه حده راکم کړي.

هغه که څه هم وویل چې دامهال د ماینونو د پاکولو لپاره ښه زمینه برابره شوې، خو د تېرو کلونو په پرتله د دې پروګرام ملاتړ راکم شوی دی.

هغه له ټولو مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل چې دا بشر‌دوستانه پروګرام باید د سیاسي مسایلو قرباني نه کړي او د ماین‌پاکۍ له ادارو سره پراخ او هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي.

کابل کې د ایران سفارت مرستیال غلام رضا نجار د ماین پاکۍ نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو پرمهال له ملګرو ملتونو وغوښتل چې افغانستان کې د ماینونو او ناچاودو توکو د پاکولو په برخه کې همکاري وکړي.

هغه وویل: «هیله لرو چې په ګاونډیو هېوادونو او د نړۍ په ټولو سیمو کې سوله ټینګه شي او د نړۍ له ټولو سیمو څخه د دې پټ دښمن ماینونو پاکولو بهیر بشپړ شي.»

افغانستان کې د ملګروملتونو د ماین پاکۍ برخې مسوول نیکولاس سټیفن کابل کې د ماین پاکۍ نړیوالې ورځې نمانځ غونډې ته وویل، اوس افغانستان کې د ماین پاکۍ د پروګرامونو عملي کولو لپاره تر هر بل وخت ښه امنیتي شرایط برابر شوي دي.

ده وویل، د ماینونو او ناچاوده توکو ډېری قربانیان ماشومان دي، نو د عامه پوهاوي ورکولو برخې ته باید جدي پام وشي.

هغه د ماین پاکۍ له پروګرامونو د ټولو ملاتړ کوونکو هېوادونو هڅې ستایلي او د ماینونو او ناچاودو توکو د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي او تسلیت څرګند کړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام