د راپورونو پراساس، تېره ورځ د روسیې او اوکراین ترمنځ نږدې ۸۰۰ نظامي او ملکي زندانیان تبادله شول.
ویل شوي چې د دواړو لوریو ترمنځ ۳۹۰ اوکراینیان او همدومره شمېر روسي زندانیان تېره ورځ جمعه تبادله شوي او ټاکل شوې نن شنبې او سبا یکشنبې به هم د زندانیانو تبادله دوام وکړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل: «په لومړي پړاو کې ۳۹۰ اوکراینیان بیرته هیواد ته راوستل شول چې په کې سرتیري او ملکي وګړي شامل وو، تمه کیږي چې د اونۍ په پای کې نور بندیان هم خوشې شي چې دا به د جګړې ترټولو لویه تبادله وي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ولسمشر زیلینسکي له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې د بندیانو تبادلې لپاره یې کار کړی او ژمنه یې وکړه چې ډیپلوماټیکو هڅو ته به دوام ورکړي، ترڅو لاډېرو تبادلو ته لاره هواره شي.
ورته وخت کې د روسیې د دفاع وزارت هم ویلي چې له اوکراین څخه یې ورته شمېر بندیان ازاد شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، تمه کیږي چې کیف او مسکو به خپلو کې ۲۰۰۰ بندیان تبادله کړي.
د یادونې ده چې روسي او اوکرایني چارواکو تېره اونۍ د ترکیې په استانبول کې د بندیانو د تبادلې هوکړه کړې وه.



