Asset 1SWN

زابل کې د غرنیو سیمو اوسېدونکي: د ژوند لومړینو اسانتیاوو ته لاسرسی نه‌لرو

زابل

د زابل د غرنیو ولسوالیو له ډلې یوه هم شینکۍ ولسوالي ده چې له مرکز کلات ښار څخه ۶۳ کیلومتره لرې پرته ده. د دې ولسوالي اوسېدونکي تر ډېره پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي.

د شینکۍ ولسوالي اوسېدونکي وايي، د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري او په روغتیايي، ښوونې او روزنې او اقتصادي برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او په خبره یې، حکومتونو تل له پامه غورځولي دي. د شینکۍ ولسوالي اوسېدونکي عبدالعزیز، محمدالله او نجیب‌الله زیاتوي:

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

«د دښتو او غرونو خلک دي؛ دلته هېڅ هم نه لري؛ ان غنم او د کور نور خرڅ هم نه لري؛ بس یوازې په پنځو پسونو ګوزاره کوي. دلته نیمايي وګړي بې‌وزله دي.»

«دلته هېڅ هم نشته؛ تر اوسه کومه پروژه نشته چې یو کار وکړي؛ دلته د ځینو سیمو خلکو ځایونه په پور جوړ کړي دي.»

«دلته خلک هېڅ نه‌لري؛ ډېر نېستمن دي؛ دلته د خلکو ډېره ځمکه پنځه یا لس جریبه ده. د دغه ځای خلک پخوا پاکستان ته په مزدورۍ پسې تلل؛ خلک دېر ستړي دي.»

د شینکۍ ولسوالي د اوسېدونکو په خبره، تر ټولو مهمه ستونزه يې روغتیايي خدمتونو ته نه لاسرسی دی. د دې ولسوالي اوسېدونکي محمدعثمان او شېراحمد وايي:

«دلته روغتیايې خدمتونه شته، خو له موږ څخه لرې دي؛ لکه په بازار، سپېدار او لوړه کې روغتیايي خدمتونه شته، خو دا درې واړه له موږ څخه لرې دي. دلته درمل شته، خو موږ ډېرې نسخې په بازار کې اخلو؛ ځکه دلته درمل لږ دي.»

«ناروغ چې راته پیدا شي، ډېر زیات په ستونزو کې یوو؛ که څه هم دلته روغتیایي مرکز شته، خو ترمنځ مو سیند دی؛ موږ ډېری وخت خپل ناروغان مرکز کلات ښار ته بیایوو.»

خو د زابل د عامي روغتیا رییس ډاکټر میرویس افغان په شینکۍ ولسوالي کې د خلکو روغتیايي ستونزو په اړه وايي، د دغه ولایت په هره ولسوالي کې درې روغتیايي کلینیکونه شته چې شینکۍ هم د هغو ولسوالیو له ډلې څخه یوه ده چې خلکو ته په‌کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږ.

افغان که څه هم مني چې په شینکۍ ولسوالي کې خلکو ته کم روغتیايي خدمتونه رسېږي، خو زیاتوي: «موږ په هره ولسوالي کې روغتیايي مرکزونه لرو؛ په هره ولسوالي کې څلور، پنځه، شپږ او ان تر اتو پورې روغتیايي مرکزونه شته، خو هغومره مرکزونه چې باید وي، نشته.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په ورته وخت کې د زابل د غرنیو سیمو، په ځانګړې توګه د شینکۍ ولسوالي د اوسېدونکو اقتصادي ستونزو په اړه د دغه ولایت د اقتصاد رییس ملا عزت‌الله وايي: «د شینکۍ او نورو سرحدي ولسوالیو، لکه نوبهار، اټغر او شملزو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې پر ځای دي او موږ یې منوو. ستونزې یې ډېرې او اقتصادي وضعیت یې خراب دی، خو امارت مو دې مسلې ته متوجه کړی دی.»

باید وویل شي چې د زابل د غرنیو سیمو او ولسوالیو اوسېدونکو تر څنګ، د هېواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته له نه لاسرسي څخه سر ټکوي او د حکومت پر نه پاملرنې نیوکې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام