د کرنې د معیاري کېدو او د حاصلاتو زیاتوالي په موخه د لومړي ځل لپاره په خوست کې د کرنیزو تخمونو څېړنې لپاره فارمونه جوړ شوي، څو بزګرانو ته د خوست د هوا او اوبو سره مناسب تخمونه او نیالګي تولید کړي.
خوست کې یو شمېر بزګران وایي، پخوا به یې په خپلو ځمکو کې د کرکیلې لپاره له نورو ولایتونو تخمونه او نیالګي راوړل چې د ځینو هغو پایله به یې ښه نهوه.
د دوی په خبره، له یوې خوا به یې وخت ضایع کېده او له بلې خوا به يې ځمکې هم له حاصل ورکولو څخه پاتې شوې.
د خوست د ګربزو ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي او بزګر عبدالروف سلاموطندار ته وویل، د بزګرانو او بڼوالو لاسنیوي لپاره باید کرنې ریاست داسې نیالګي او تخمونه تر څیړنو لاندې ونیسي چې د خوست په ځمکو کې ښه نتیجه ورکړي او بزګران ترې زیات حاصلات ترلاسه کړي.
هغه زیاتوي چې په خپله یې هم یو شمېر نوي کرنیز تخمونه لکه د شین چای، مالټه، رومي بانجانو او بېلا بېل ډول نباتات تجربه کړي، خو په خبره یې تراوسه يې مطلوبه پایله نهده تر لاسه کړې.
«زموږ غوښتنه دا ده چې داسې شیان راوړي چې هغه مخکې په خوست کې نه وي ازمویل شوي. یا داسې شیان چې په ټول افغانستان کې نه وي ازمویل شوي. د خوست په ګډون د افغانستان د ډېرو ولایتونو هوا برابره ده او هرڅه پکې ښه نتیجه پکې ورکوي. دوی باید خلکو ته زمینه برابره کړي او داسې کرنیز شیان توکي و ازمویي او خلکو ته یې تقسیم کړي.»
د خوست بل بزګر جنتګل وویل چې په سیمه کې یې ټول بزګران پخواني دودیز تخمونه او نیالګي کري چې د مصارفو په نسبت یې حاصلات کم وي.
هغه وویل چې بزګران د اقتصادي ستونزو له امله نهشي کولی نوي تخمونه او نیالګي په خپل لګښت راوړي او په خپلو ځمکو کې یې وکري.
هغه وویل، د دویزو تخمونو په نسبت د اصلاح شويو تخمونو حاصلات زیات او کیفیت يې هم ښه وي.
دی وایي چې څو کاله وړاندې یې په خپل شخصي لګښت د غنمو تخم راوړ او په خپله پنځه جریبه ځمکه یې کرلی و چې د نورو کلونو په نسیت یې حاصلات دوه چنده زیات وو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«که چېرته موږ ته ښه تخمونه او ښه نیالګي را کړل شي د خوست د اوبو او هوا سره برابر او دلته روزل شوي وي دا زموږ لپاره ډېره ګټه کوي او ډېره ګټه کوي، یانې درې برخې زیات ګټه کوي، دا نورو فصلونو، غنمو او نورو تخمونو څخه.»
بل بزګر کمال بیا وویل چې ډیری وخت یې په سیمه کې د هغو بزګرانو فصلونه وچ او لهمنځه ځي چې په خپل سري ډول له نورو سیمو یې تخمونه راوړي وي، ځکه په خبره یې چې ځینې تخمونه د خوست له خاوري، اوبو او هوا سره توافق نهکوي.
«خلک غنم وکري یا بله ونه او بوټی وکري، هغه وچ شي، ځکه دې دوا او نورو شیانو ته ضرورت وي، دلته د خوست هوا او د نورو ولایتونو هوا توپیر کوي، هلته هوا یخه او دلته ګرمه وي، نو دا حتمن په نباتاتو بد اثر کوي.»
د کرنې د برخې کاروپوهان هم د کرنې د معیاري کیدو، د حاصلاتو د زیاتوالي او په ټوله کې د بزګرانو ملاتړ لپاره کرنیز څیړنیز فارمونو شتون اړین دی.
د خوست د شیخ زاید پوهنتون د کرنې پوهنځي د باغدارۍ څانګې امر سیفالله منګل وویل چې کرنیزو فارمونو کې نیالګي او تخمونه روزل کیږي او بزګرانو ته غوره کرنیز توکي په لاس ورکوي.
هغه دغهراز وویل چې که بزګران په خپلو ځمکو کې نیالګي او یا داسې تخمونه کري چې هغوی باندې څېړنه نه وي شوې، کېدای شي اوبه، هوا یا موسمي ناروغۍ ورباندې منفي اغېز وکړي چې په دې سره به کروندګرو ته مالي زیانونه ورسېږي.
هغه له بزګرانو او بڼوالو غوښتنه کوي چې په خپلو ځمکو کې هغه نیالګي او تخمونه وکري چې د خوست په فارمونو کې ورباندې څېړنې شوې وي او نتیجه یې مثبته وي.
«په عموم کې څېړنیز فارمونه یا نرسریانې که موجودې وي یا د تخمونو او د نیالګیو هغه شرکتونه موجود وي دا ټول د بزګرانو د ښیګړې لپاره دي. د هغوی د روزمره ژوند په ښه کېدو او په خاص ډول د بزګرانو د ژوند په ښه کولو او د ښه او غوره حاصل په تولید کې مهم رول لري.»
د خوست د کرنې ریاست مسولان وایي چې په لومړي ځل یې د کرنې د معیاري کېدو، د بزګرانو د ملاتړ او حاصلاتو د زیاتوالي په موخه درې څیړنیز فارمونه جوړ کړي چې پهکې بېلابېل ډوله میوه لروونکي نیالګي، غنم، حبوبات او سبزیجات تر څیړنو لاندې نیول کیږي او کومو یې چې ښه نتیجه ورکړه، بیا یې تخمونه بزګرانو ته د ترویج په موخه وړاندې کوي.
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شېر محمد ذبیح وویل، د دوی اړوند څیړنیزو فارمونو کې هر نیالګي او تخم چې تر څیړنې لاندې نیول کیږي، د هغه ټول خصوصیات کتل کیږي، د اقلیمي بدلون له امله د رامینځته شويو ناروغیو او یا هم موسمي ناروغیو مقاومت یې کتل کیږي او د مثبتې نتیجې له ورکړې وروسته بزګرانو ته ورکول کیږي.
«هغه څه ورته وړاندې شي چې په هغه باندې تحقیق شوی وي څېړنه پرې شوې وي او د هغوی د ناروغیو څېړنه شوی وي د اقلیمي او هوا سره یې مناسبت لري او کنه دا ټوله څیړنه یې کیږي او له هغه وروسته بزګرانو ته ورکول کیږي او هغه کار پرې کوي.»
د کرنې برخې کارپوهانو په باور، که بزګرانو ته داسې نیالګي او کرنیز تخمونه ورکړل شي چې لومړی پرې څېړنې شوې وي او د اړوند ولایت له خاورې، اوبو او هوا سره مطابقت ولري دا چاره د حاصلاتو د زیاتوالي سبب کیږي او په دې سره به زیات حاصلات ترلاسه او هم به راتلونکې کې د کروندګرو اقتصاد ښه شي.


