Asset 1SWN

تازه څېړنه: هوايي بريدونو کې د افغان ملکيانو مرګ‌ژوبله ۳۳۰ سلنه ډېره شوې

US-airstrikes-in-Afghanistan-2-ozk7clq9vjakpe9mlgbed785tb3eecg8b79lay7ogk

 

امریکايي څېړونکيو په خپلو څېړنو کې موندلې چې له تېرو ۳ کلونو راهیسې افغانستان کې د امریکا او هغوی د متحدانو په هوايي بریدونو کې د ولسي وګړيو مرګ‌ژوبله ۳۳۰ سلنې ته پورته شوې ده.

د براون پوهنتون په دې څېړنه کې راغلي چې د امریکا په سیاست چې د افغانستان پر وړاندې يې بدل کړی دی د طالبانو پر وړاندې يې بریدونه ډېر کړي نو ځکه د ملکي وګړيو مرګ‌ژوبله هم لوړه شوې ده.

دا مرګ‌ژوبله وروسته له ۲۰۱۷ کال چې کله پر طالبانو هوايي بریدونه ډېر شول ۳۳۰ سلنه لوړه او یوازې تېر کال ۷۰۰ کسان وژل شوي دي.

دا د ۲۰۰۱ کال له بریدونو وروسته چې امریکا په افغانستان بريد کړی د ولسي وګړيو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو لوړه شمېره ده.

راپور زیاتوي چې له طالبانو سره له هوکړې وروسته د امریکايي ځواکونو بریدونه کم خو د افغان ځواکونو هوايي بریدونه ډېر شوي او د ادعا له مخې افغان ځواکونو تر بل هر وخت ډېرو ملکي وګړيو ته زیان اړولی دی.

خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، ټول بریدونه په ډېر دقت سره ترسره کوي او کومه سیمه کې چې برید کېږي ټول اړخونه يې څېړل کېږي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي، دوی مخکې تر برید ټوله سیمه ګوري، که چېرې په سیمه کې یو ملکي وګړی هم وي عملیات ځنډوي.

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، د ملکي مرګ‌ژوبلې اصلي لاملان طالبان دي ځکه دوی د عامو خلکو له کورونو څخه پر افغان ځواکونو بریدونه کوي او ملکي وګړي سپر ګرځوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما ویلي چې په تېرو  ۹ میاشتو کې ۵ زره ۹۳۹ ملکي وګړيو ته مرګ‌ژوبله اوښتې چې ۲۱۱۷ کسان وژل شوي او پاته نور يې ټپیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام