د رويټرز خبري اژانس په تازهګۍ سره د افغانستان د دوو دولتي چارواکيو له قوله راپور ورکړی چې ولسمشر محمد اشراف غني د افغانستان سولې لپاره د امریکا وړاندیز شوې طرحه رد کړې او په بدل کې یې یوه طرحه وړاندې کړې چې پربنسټ به یې په راتلونکيو ۶ مېاشتو کې ولسشمریزې ټاکنې ترسره شي.
رویټرز اژانس د سرچینې له قوله ویلي دي، تمه ده ولسمشر محمد اشرف یاده طرحه د افغانستان سولې لپاره په ترکیه کې په ترسره کېدونکې ناسته کې وړاندې کړي.
خو له تېرو ترسره شویو ټاکنو د خلکو ترخو تجربو ته په کتو په هېواد کې د ناامنیو ډېروالی او په ۶ مياشتو کې د ټاکنو ترسره کول، څومره دغه طرحه عملي ده او ولسمشر محمد اشرف غني د دغې طرحې پر وړاندې کولو سره د څه په لټه کې دی؟
د سیاسي چارو شنونکي وایي، ولسمشر غني د یادې طرحې پر وړاندې کولو سره د وخت سپما کول غواړي.
د دوی په وینا، ولسمشر غني په دې لوبو سره غواړي امریکایان قانع کړي ترڅو نوموړی له لنډمهالي حکومت څخه څنډې ته نه کړي.
د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی اکرم عارفي وایي، په شپږو مياشتو کې د ټاکنو ترسره کولو طرحې وړاندیز عملي او مسلکي بڼه نه لري.
د نوموړي په وینا، طالبان د مشارکت او قدرت د نیولو په هڅه کې دي او په هېڅ ډول به د یوه ټاکنیز ټکټ په پته رانهشي.
ومو غوښتل په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم له ځان سره ولرو؛ خو له اړیکو نیولو سره سره بیا هم بریالي نه شوو.
له دې وړاندې ولسمشر غني د ولسي جرګې د درېیم کال پرانيستې غونډه کې ویلي و چې د ټاکنو له لارې د واک لېږد نوموړي ته یو اصل دی او د معاملې وړ نه دی.