له وخت وړاندې زېږون هغه ستونزه ده چې د هېواد په سطحه افغان ښځې ورسره مخ کیږي.

د کونړ د بېلا بېلو سيمو یو شمېر هغه ښځې چې له وخت مخکې يې زېږون کړی وايي، د اومیندوارۍ پرمهال يې روغتيا ته سمه پاملرنه، نه ده شوې.

شريفه چې د کونړ د اسمار ولسوالي اوسېدونکې ده وايي، په کورنۍ کې يې اومیندواره ښځې ته مناسب فرصتونه نه دي برابر شوي.

دې وویل، کله چې د ټاکلي وخت له پوره کېدو وړاندې زېږون وشي، میندې د خپل ځان او راتلونکې ماشوم په اړه اندېښمنې وي.

هغې وويل: «مهم د هغې صحت دی، سمه پاملرنه ورته د کورنۍ لخوا نه‌کېږي، هغه وخت چې د ماشوم لپاره مناسب وي چې مور باید استراحت وکړي، ارام وکړي، شرایطو ته په کتو يوې مور ته دغه فرصتونه نه دي برابر په يوې کورنۍ کې. ډېری اندېښنې مو درلودې، روغتون نږدې نه‌وي، د زېږون پرمهال ورته لاسرسی ونه‌لري، څو د ماشوم صحت ته پاملرنه وشي. بله کورنۍ سره او مور سره وېره موجوده وي، چې مور يا ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړي.»

د کونړ بله اوسېدونکی عاليه وايي، په کلي کې يې ښځې روغتيا او صحي خوړو ته پاملرنه نه‌کوي چې له وخت مخکې د زېږون سبب کېږي.

دې زیاته کړه، د همدې بې‌غورۍ له امله وخت ناوخته نوي زېږېدلي شوي ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

عالیې د خپلې یوې همسایه درد داسې بیان کړ: «زموږه يوه ګاونډۍ وه، ډېر کار به يې کوو، صحي خوړو ته یې لاسرسی نه درلوده او نه يې صحي پاملرنه درلوده، ماشوم يې له وخت مخکې پېدا شو او بیا يو څو ورځې وروسته وفات شو، د همدغې مور د نه پاملرنې له وجې ماشوم وخت څخه مخکې زېږون وکړ. ستونزې ډېرې دي، رواني فشار شدید درودونه او حتی عملياتو ته یې اړتيا پیدا کړه. روغتيایې پاملرنه تر يوې اندازه خرابه وه، ځکه ماشوم د وخته مخکې زېږون وکړ. رواني فشار مو زيات وو،  صحي تغذيه سمه نه وه.»

له دې سره هم مهاله روغتیايي کارکونکې هم وايي، د مور روغتيا ته نه پاملرنه او د جنين ستونزې هغه لوی لاملونه دي چې يوه مور له وخت مخکې زېږون کوي.

کونړ کې د نسايي ولادي برخې روغتیايي کارکونکې ناهیدې وویل، د مور روغتيايي ستونزې او ناسمه تغذيه هغه عمده لاملونه دي چې يوه مور له وخته مخکې زېږون کوي.

ناهېده چې د کونړ په يوه خصوصي کلينک کې د قابلې په توګه دنده ترسره کوي وايي، له وخت مخکې زېږون هغه دی چې يوه مور خپل ماشوم له ټاکل شوي وخت ۳۷ اونۍ مخکې وزېږوي.

نوموړې وويل، له وخت وړاندې پیدا شویو ماشومانو وزن کم وي او نسبت نورو عادي کوچنیانو ته له زیاتو روغتيايي خطرونو سره مخ وي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


«له وخت مخکې زېږون معمولاً هغه وخت پېښېږي چې ماشوم له ۳۷ اونیو مخکې نړۍ ته راځي. دا ستونزه ډېره شوې ده، خصوصاً په هغو سیمو کې چې ښځې کافي تغذیه، وقایه یا رواني ملاتړ نه لري. عمده لاملونه یې ډېر دي ضعیفه تغذیه، شدید رواني فشار، مخدره مواد، د حمل ناروغۍ، یا حتی جینیتیکي عوامل.  دا ماشومان معمولاً وزن کم لري، تنفسي ستونزې لري او د روغتیايي خطرونو له جدي ګواښ سره مخ وي.  هو، د دې مخنیوی کېدای شي. منظمه طبي معاينه، سالمه تغذیه، آرام ژوند، او رواني ملاتړ خورا مهم رول لري. مهمه دا ده چې میندې خپل ځان ته هم ارزښت ورکړي، نه یوازې ماشوم ته.»

یوه بله قابله زرمینه چې په یو بل خصوصي روغتیايي مرکز کې له دریو کالونو راهیسې کار کوي، د میندو روغتیايي ستونزې، رواني فشارونه او کورنی تاوتریخوالی له وخت وړاندې د ماشوم راوړلو نور عوامل یادوي.

«له وخت مخکې زېږون یو څو مشخص عوامل لري. تر ټولو مهم یې د مور جسماني روغتیا ده، لکه د وینې فشار لوړوالی، شکر، رحم کې التهاب، یا د مثانې انتان.  بل اړخ تغذیه ده؛ که یوه مور کافي پروټین، اوسپنه او ویټامینونه ونه‌خوري، بدن یې کمزوری کېږي او رحم د ماشوم د ساتلو وس نه لري.  همداراز، رواني فشار، زیاتې اندېښنې، کورنی تاوتریخوالی یا بې‌خوبي هم رحم ته فشار زیاتوي. دا ټول عوامل کولی شي د زېږون وخت مخکې راولي. جینیتیکي عوامل هم رول لري، که په کورنۍ کې دا سابقه وي.»

له دې سره هم‌مهاله، د کونړ د عامې روغتيا رياست مسوولان ډاډ ورکوي چې له وخت مخکې زېږېدلو ماشومانو د ساتنې او درملنې په برخه کې پوره امکانات لري.

د دې رياست وياند محمد اياز صافي وويل، له وخت مخکې د زېږون د مخنيوي لپاره په روغتيايي مرکزونو کې په دوامدار ډول مېندو ته روغتيايي سپارښتنې کیږي.

ده وويل: «موږ په ولايتي روغتون کې له وخته څخه مخکې زېږېدلو ماشومانو لپاره د درملنې په خاطر وارډ لرو، هغه ماشومان چې له وخته مخکې زېږېږي، د هغوی د ساتنې په برخه کې ښه پوره امکانات او پرسونل دا شتون لري، ماشومان تر هغه وخته په دغه واټ کې ساتل کېږي چې ترڅو دوی د مور د تي په رودلو باندې وتوانېږي، که امکان ولري مياشت پنځلس ورځې يا يووېشت ورځې، نظر ضرورت او د ماشوم د زېږون د مودې په اساس بستر کېږي او ټول خدمات ورته عرضه کېږي. همدارنګه په روغتيايي مرکزونو کې د قابلو لخوا مېندو ته روغتيآيي تعليمات ورکول کېږي، ترڅو دغه له وخت څخه مخکې د زېږون مخنيوی وشي.»

غوښتنې دا دي که چېرې میندې او کورنۍ د خپلو امینداورو مېرمنو روغتیايي حالت ته پام وکړي، د رواني فشار د مخنیوي لپاره یې هڅې وکړي او وخت په وخت یې د معایناتو لپاره روغتیايي مرکزونو ته بوځي، ممکنه ده چې دا ستونزه راکمه شي.

باور دا دی که د اوميندوارۍ پرمهال مېرمنو ته مناسب او ارام چاپيريال، کافي استرحت او صحي خواړه برابر شي، له دې سره مرسته کولی شي، څو له وخت مخکې د زېږون مخه ونیول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام