سلاموطندار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له۳۳ مېرمنو سره په دې راپور کې د دوی د ناروغي او بېوزلي په تړاو مرکې کړې دي.
د مرکو پرمهال موندل شوې چې دغه مېرمنې د خپلې درملنې لپاره میاشتې میاشتې په تمه پاتې کېږي، څو وکولای شي، روغتیايي مرکزونو ته لاړې شي.
ځینې نورې بیا د درملنې لپاره روغتون ته ورځي، خو د پیسو نشتوالي له امله نسخه په لاس کور پر لورې نیولي ګامونه اخلي.
په ورته مهال یادې مېرمنې یا له روغتیايي مرکزونو د لرېوالي او یا هم د وړیا درملو نشتوالي له امله ترې محرومې دي.
۵۵کلنه زاهده چې د هرات اوسېدونکې ده. هغه وايي چې له څو کلونو راهیسې د سر درد لري، خو په وینا یې، د روغتیايي مرکز لريوالي او بېوزلي له امله خپله درملنه نهشي کولای.
هغې وویل: «څو کاله کېږي چې د سر درد لرم. دلته ژوند کوو او روغتیايي مرکز لرې دی، ډېر نشو ورتللی، ځکه پیسې هم نشته چې کرایه ورکړو. اقتصادي وضعیت خراب دی، پیسې نشته او نشو کولای چې ډاکټر ته ورشوو. کله چې ډېر ناروغان شو، ګاونډیو ته ورځوو او پور اخلو او ډاکټر ته مراجعه کوو.»
په ورته مهال ۵۰کلنه ګلثوم کور کې د ناستې پرځای او نورو ته په تمه پاتې کېدو پر ځای، لستوڼي بېډوهلي او په یوه ښوونځي کې د صفاکارې په توګه کار کوي، خو د یاد په بدل کې یوازې څلور زره افغانۍ ورکول کېږي.
نوموړې وویل: «ملا مې ډېر درد کوي. څو کاله وړاندې چې ډاکټر ته لاړم، هغه وویل چې دا د ملا ډیسک دی. زه د جراحي لګښت نه شم پوره کولی. دا روغتیايي ستونزه ما ډېره ځوروي. وروستی ځل چې زه لاړم یوازې څو میاشتې وړاندې وه. ډاکټر وویل چې درد ډېر زیات شوی دی. زه د درملنې توان نهلرم. بودیجه زموږ د ژوند لګښتونو پوره کولو لپاره کافي نهده. ډاکټر ماته ډېرې معاینې راکوي او وايي چې زه باید د خپلې ملا رنګین ایکس رې واخلم. جراحي باید په یوه خصوصي روغتون کې ترسره شي چې زما لپاره یې درملنه په بشپړه توګه ناممکنه ده. زما کار ډېر دروند دی. زما په پښو او شا ډېر فشار دی.»
د فاریاب اوسېدونکې ۲۵کلنه وحیده وايي، له دې وړاندې ښوونکې وه او د نجونو ښوونځیو په تړلکېدو سره یې، خپله دنده له لاسه ورکړې ده. هغه اوس د خپلې درملنې لګښتونو ته حیرانه ده.
وحیده وايي: «زه د معدې درد لرم، دا ستونزه له شاوخوا څلورو یا پنځو کلونو راهیسې لرم. د مالي ستونزو له امله، زه هره میاشت نشم تللی. د مثال په توګه، زه کولای شم یوه میاشت لاړه شم او بله میاشت نه. موږ د پیسو له امله له ډیرې مودې راهیسې ډاکټر ته نهشو تللی. ما له ګاونډي یا خپلوانو څخه پیسې پور کړې وې، خو بېرته یې، نهشم ورکولی. له همدې امله زه ډاکټر ته ورنهغلم.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په دې راپور کې مېرمنې همداراز وايي چې د خپلې درملنې لپاره له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په وینا یې، د روغتیايي مرکزونو لرېوالی او د روغتیايي کارکوونکو ناسم چلند هم د دوی ستونزې دوه برابره کړې دي.
د فاریاب اوسېدونکې ۲۸کلنه زهرا وايي: «زه وروستی ځل شاوخوا درې میاشتې وړاندې لاړم. دا روغتیا مرکز دی او زموږ له کور څخه شاوخوا څلور کیلومتره لرې دی. په ځانګړي توګه په ژمي کې یا کله چې ترانسپورت شتون ونهلري، لکه موټر یا د ترانسپورت نورې لارې نهوي، نو زموږ لپاره هلته تګ ډیر ستونزمن کیږي.»
د تخار اوسېدونکې ۲۴کلنه زرغونه وايي: «ډاکټر ته ورځم، خو متخصص ډاکټر نشته چې په سمه توګه تشخیص وکړي او همدا درمل راکوي چې درمل کاروو، ښه یوو، چې نه یې استفاده کوو، سونزه وي. کلي کې مو ستونزې دي، خو مسلکي ډاکټر نشته.»
یادې مېرمنې همداراز له سرپرست حکومت غواړي چې لرې پرتو سیمو کې مجهیز روغتیايي مرکزونه جوړ کړي، څو دوی ته پر وخت د درملنې زمینه برابره شي.
د کاپیسا اوسېدونکې ۲۶کلنه خالده وايي: «دولت څخه مو هیله ده چې لرو ولایتونو او سیمو کې کلینیکونه جوړ کړي، منظم وسایل او تجهیزات ولري، څو هغوی چې توان یې، نهلري، کرایه نهلري یا کابل ته لېږدول کېږي، یا سوځېدلې وي، ټکر کې ټپیان شوي وي، دا چې ناروغ لهمنځه لاړ نهشي، مسلکي ډاکټران دې وګوماري.»
د «رواداري» په نوم بنسټ مشره شهرزاد اکبر سلاموطندار ته وايي چې روغتیايي خدمتونو ته د مېرمنو نه لاسرسی جدي ستونزه ده او په وینا یې، باید دې وضعیت څخه د خلاصون لپاره پلان جوړ شي.
هغې وویل: «زموږ پروګرام دا دی چې د امېندوارۍ پرمهال روغتیايي خدمتونو د ښځو لاسرسي په اړه څېړنې وکړو، چې وضعیت روښانه شي او ځانګړې تګلارې وړاندې کړو، څو دا ستونزې حل شي. لومړي ګام کې همدا به وي چې روغتیايي سکتور کې د ښځو د ښوونې زمینه برابره شي.»
بلخوا روغتیاپالان پر دې باور دي چې د درملنې پروړاندې لویه ستونزه خپله ناروغان دي. د زړه متخصص عبدالرب حمیدي وايي چې ځینې وختونه د بېوزلي له امله د ناروغانو ورتګ د دې لامل شوی چې د ناروغ ژوند وګواښي.
هغه وویل: «اقتصادي ستونزې د دې لامل کېږي چې ډېرې وژونکې ناروغي له پامه وغورځوو، ځینې ناروغۍ وژونکې دي، خو موږ درمل نه اخلو؛ ځکه چې موږ اقتصادي ستونزې لرو، که په وخت سره درملنه ونشي، نو موږ به د درملنې وروسته روغ نهشو او کله چې تاسو وروسته ډاکټر ته مراجعه کوئ، کله چې ناروغي وده وکړي، درملنه کار نهکوي. د ډیری مېرمنو اصلي دلیل چې ناروغو درملنه یې نهکیږي، دا دی چې دوی ښه اقتصاد نهلري. دا حالت کولی شي جدي پایلې ولري، حتی د مرګ لامل شي.»
د ښځو حقونو برخې فعالان وايي چې روغتیايي خدمتونو د ښځو لاسرسی نه یوازې ښه شوی نهدی، بلکې خراب شوی دی.
د ښځو حقونې فعالې حمیرا فرهنګیار وویل: «د ښځو روغتیايي ستونزې نه یوازې ښې شوې نهدي، بلکې ورځ تر بلې خرابېږي. له یوه اړخه کليو کې روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی محدود دی او له بل لوري اقتصادي وضعیت هم خراب دی. د ښځینه ډاکټرې او قابلې نشتوالی هم ستونزه ده. دولت او هېوادونه دې، په یاده برخه کې پانګونه او پام وکړي.»
بلخوا یوشمېر حقوقپوهان وايي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، د انسان له لومړنیو حقونو څخه شمېرل کېږي او باید ورته برابر شي.
حقوقپوه شکور دادرس وویل: «په دې ټولنه کې هر وګړی خپل حقونه لري او د دوی حقونه مساوي دي. نارینه او ښځینه دواړه حقونه لري. که په ټولنه کې خدمات نهوي، نو دا په هر چا اغېزه کوي، خو د هغې اغېزې په نورو مېرمنو ډیر دی. په افغانستان کې، په ځانګړې توګه د هغو مېرمنو لپاره چې ډېری روغتیایی ستونزې لري، باید د دوی لپاره خدمات چمتو شي. دا د دوی اساسي حق دی، لکه د نورو حقونو لکه د ژوند حق، د زدهکړې حق او د کار حق؛ نو د روغتیا حق هم د دوی له اساسي حقونو څخه یو دی. اسلامي حکومت او نړیواله ټولنه باید دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.»
هڅه مو وکړه چې هېواد کې د اقتصاد وزارت د چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو، خو دغه وزارت د یوه لیکلي ځواب په ترڅ کې وویل چې تراوسه یې، دې برخه کې رسمي سروې نهده کړې.
د یادونې وړ ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د روان کال د وري میاشتې پر ۲۶مه شنبې پر ورځ په یوه راپور کې خبرداری ورکړی و چې د امریکا د مرستو له امله ممکن د کال تر پایه پورې د افغانستان د نفوس له لسمې برخې څخه زیات خلک له روغتیايي خدماتو څخه بېبرخې شي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) استازي اډوین سینیزا سلواډور په کابل کې د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان د اټکل شوي ۴۵ میلیونه نفوس څخه نږدې درې میلیونه یې د جنورۍ راهیسې طبي پاملرنې ته لاسرسی نهلري. د ۲۰۲۵ کال تر پایه پورې نور دوه یا درې میلیونه خلک هم روغتیايي پاملرنې ته لاسرسی له لاسه ورکولی شي.


