ډېری وخت د ننګرهار په جلال‌اباد ښار او شاوخوا ولسوالیو کې فرهنګي مشاعرې جوړېږي چې په‌کې ډېری ځوان شاعران او لیکوالان ګډون کوي.

دا پروګرامونه د ځوانو شاعرانو لپاره یو فرصت بلل کېږي، څو خپل ذوق او استعداد وځلوي او ترڅنګ يې، هغه خبرې د شعر په بڼه تر نورو ورسوي چې پر ساده الفاظو يې بيانول ورته ستونزمن وي.

په دغه راپور کې له ۹ ځوانانو سره چې ۴ یې هلکان او پنځه یې نجونې دي مرکې شوي.

د ننګرهار اوسېدونکی شعيب عزيز ريحان چې له اتو کلونو په ادبي بهيرونو کې ګډون کوي، په مشاعرو کې د ځوانانو د رول په هکله وايي: «په اوس وخت کې په مشاعرو کې د ځوانانو تر ټولو ډېر رول همدا د خپل پيغام رسونې دی چې هغه خلکو ته خپل پيغام څنګه ورسوي؟ د بيان ازادي نسبتا تر نثره په دې کې ډېره محفوظه ده په شعر کې. هغه خبرې چې په نثر کې څوک یو چاته نه شي کولی عموماً هغه په شعر کې حتمي کوي او دا د بيان د ازادۍ لپاره يو د پيغام رسونې ښه لاره ده.»

مشاعرې او فرهنګي ناستې د ځوانانو د ظرفیت لوړونې، پرمختګ او هڅونې لپاره ډېرې اغېزمنې دي. د ننګرهار د مومندرې اوسېدونکی سندخان شفق چې له تېرو څه باندې اوو کالونو راهيسې د سباوون ستوري ادبي او فرهنګي بهير په جوړښت کې لاس لري، ترڅنګ يې د پنځلسو ناستو مشري هم کړې ده.

هغه اوس د مومندرې ادبي بهير د مشرۍ چارې پر غاړه لري او د مشاعرو او ادبي ناستو د ګډون په هکله وايي: «د مشاعرو ادبي او فرهنګي ناستو په هکله که وغږېږم له کومه وخته چې د شعر او شاعرۍ ادبي برخه کې ادبي چوکاټونو سره مخ شوی یم له هماغه وخته په مشاعرو کې ګډون کوم. د ننګرهار په ډېرو مشاعرو او فرهنګي ځايونو کې مو ځان ښکاره کړی دی. ورځو او هلته د ادبي مجالسو په ترڅ کې له لويو ادبي اشخاصو سره ګډون کوو. ما شخصا د مشاعرو په برخه کې يا فرهنګي ادبي بهيرونو په برخه کې ډېر څه زده کړل.»

غوښتنې دا دي څو د نویو استعدادونو د موندلو، غوړېدو او ځوانانو ته د جرئت ورکولو لپاره دا ډول ناستې زیاتې شي.

له ادبياتو فارغ ځوان شاعر نصر ځواک وايي: «زما په نظر د مشاعرو او ادبي غونډو اهميت په ټولنه کې له بل هر وخت اوس ډېر دی ځکه همدا مشاعرې او غونډې دي چې ځوانانو ته جرئت ورکوي تر څو د ټولنې ناخوالې تر نورو پورې منعکس کړي، که هر څومره فرهنګي او کلتوري هڅې ډېرې شي په هماغه اندازه به ټولنه کې استعدادونه پيدا کېږي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت او اړونده رياستونه مسوليت لري چې دا ډول فرهنګي چارې جاري وساتي. حتا خويندې هم شعر او شاعرۍ ته وهڅول شي. دا ډېر موثر تمام کېدای شي.»

د شعر او شاعرۍ له لارې ليکوالان او شاعران کولای شي، خپل فکرونه، نظريات هغه څه چې د دوی د فکر برخه ده، په غيرمستقيم ډول په ډېرې هنري ژبه د ټولنې فکر ته د ټولنې مغز ته ورانتقال کړي، خپله ژبه غني کړي، ورته کار وکړي او خپل هويت د نورو له استعمار څخه خوندي وساتي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اچين ولسوالي اوسېدونکی لايق شينواری په همدې هکله وايي: «که يوه ټولنه خپل هويت له لاسه ورکوي، خپله پيژندګلوي له لاسه ورکوي نو هغه ټولنې به تل د نورو د فکري استعمار او سياسي استعمار لاندې اوسي چې دا به ورو ورو سره زموږ هويت به له منځه لاړ شي او موږ به د ټولنې ډېر وروسته پاتې خلک پاتې شو. په ورستيو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست او ولایت کې د همدغو رياستونو څخه زما غوښتنه ده چې ځوان نسل ته په دې برخه کې بېلابېل پروګرامونه برابر شي او دوی تقدیر کړل شي، دوی ته جایزې ورکړل شي، د دوی له پاره بېلابېل برنامې که هغه رقابتي بڼه ولري يا تشويقي بڼه ولري برابرې شي.»

د ځوانانو لېوالتیا ته په پام، دامهال په زیاتره وادونو کې د شپې له‌خوا د مشاعرو مراسم ترسره کېږي. ځوان شاعر میوند درځار د نظریاتو تبادلې، فکري پیاوړتیا، خلاقیت او خپلو ادبي فعالیتونو پراخیدو لپاره دا ډول ناستې ګټورې یادوي.

هغه وویل: « ۱۷/۱۸ کاله کیږي چې په ننګرهار، کنړ، لغمان، کابل او ليرې نژدې سيمو کې په داسې فرهنګي ناستو کې اشتراک کومه. معمولا په خاص ډول د ځوانانو علاقه خو زياته ده د مشاعرو سره، ځکه نن سبا حالات داسې دي چې مشاعرو پرته داسې مجلسونه او بنډارونه د ناستې زمينې ورته مسايدې نه دي او د دوی لپاره یوازینۍ تفريح ده او سپورت دی او مشاعرې دي. حتا تر دې يې دا حالت خپل کړی چې په ودونو کې هم مشاعرې ډېرې عامې دي نو دا يوه اړتيا ده.»

په ورته وخت کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي صدیق‌الله قریشي بدلون د دې تر څنګ چې له شاعرانو څخه د خپل ملاتړ یادونه کوي، دوی ته ډاډ ورکوي چې لا نورې اسانتياوې به ورته برابروي او حتی د دوی د اثارو په چاپ کې به ورسره همکاري کوي.

قريشي بدلون زياتوي: «د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په عموم کې د فرهنګي برنامو تنظيمونکی يوازينی ادرس او په دغه برخه کې په تېره کې موږه ډېرې فرهنګي برنامې تنظيم کړي دي، ولسي غونډې مو کړي دي، مشاعرې مو کړي دي، ادبي ناستې مو کړي دي د ليکوالانو او قلم پالو او فرهنګي شاعرانو سره دوامدارې ناستې کوو او د دې تر څنګ ورته ځينې مشاعرې تنظيم کوو چې زموږه دوه دوديزې مشاعرې دي چې يوه يې نارنج ګل مشاعره ده او يوه يې د نرګس ګل. او هغه شاعران چې تازه دې ډګر ته راغلي د هغوی د جرئت لوړونې لپاره او همدارنګه د هغوی د ذوق پالنې لپاره برنامې ترتيب کوو.»

شاعران نه یوازې د کلماتو خالقین دي، بلکې د فکر، بیان او بدلون پیغام ورکوونکي هم دي.

غوښتنې دا دي چې مسوولیت لرونکي ادارې دا فرهنګي بهیرونه جدي وڅاري، ملاتړ ترې وکړي او داسې فضا برابره کړي چې ځوانان لا ډېر د بیان، نوښت او فرهنګي پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام