د څوکۍ ولسوالي د دیوهګل درې د «امریو» کلي یوشمېر اوسېدونکي وايي، له زلزلې وروسته یې پاکو اوبو ته لاسرسی محدود شوی دی.
دوی وویل چې زلزلې یې د څښاک اوبو سرچینې او د اوبو رسولو سېستم زیانمن کړی او دامهال د خوړ له اوبو چې غیرصحي دي، استفاده کوي.
د هغوی په وینا، دغه اوبه نه یوازې د څښاک لپاره مناسبې نه دي، بلکې د ډول ډول ناروغیو لامل هم کیږي.
دوی له حکومت او مرستندویو بنسټونو وغوښتل چې د دغې ستونزې د حل لپاره بیړني ګامونه پورته کړي.
د امریو کلي یو اوسېدونکی محمد شیرین وايي: «موږ پاکو اوبو ته سخت ضرورت لرو. مخکې مو چینې لرلې، خو د زلزله له امله زموږ د اوبو سرچینې یا ویجاړې شوې او یا هم بېخي وچې شوي. موږ له حکومت او مرستندویو موسسو غواړو چې د اوبو لپاره موږ ته څاګانې وکيندي.»
اسماعیل د امریو کلي بل اوسېدونکی دی او د اوبو د رسولو د سیستم د خرابېدو یادونه کوي. «زموږ د اوبو رسولو سیستم خراب شوی. مخکې یو څه ښه و، خو اوس پایپونه مات شوي او د درې له نهرو څخه د اوبو راوړل ډېر ستونزمن شوي. وضعیت مو خراب دی، له موسسو غواړو چې د پاکو اوبو په برابرولو کې راسره مرسته وکړي.»
اخوا دېوهګل دره کې د امریو کلي دوو نورو اوسېدونکو میراک او شهزاد ګل وویل، د چینو د وچېدو او د څاګانو د نهشتوالي له امله اړ دي، د هماغو ویالو اوبه وکاروي چې څاروي هم ورڅخه استفاده کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
میراک وايي: «زموږ ستونزې د اوبو په برخه کې ډېرې زیاتې دي، ځکه د اوبو ټانکي د زلزله له امله زیانمن شوی او نور اوبه نه شي ساتلی. چینې وچې شوې دي، څاه نه لرو، او د اوبو راوړلو لپاره له نهره استفاده کوو، خو هغه اوبه ککړې دي او د څښلو وړ نه دي. هماغه اوبه چې څاروي یې څښي، موږ هم اړ یو چې وڅښو. موږ غواړو چې د اوبو پایپونه او ټانکۍ بېرته ورغول شي او نوې څاګانې وکيندل شي.»
شهزاد ګل وویل: «موږ د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ یو او پاکو اوبو ته لاسرسی نه لرو. د زلزله وروسته زموږ حالت لا خراب شوی دی. د نهر اوبه ککړې دي او له کلي لرې دي. له موسسو غواړو چې موږ ته څاګانې وکيندي.»
د یاد کلي بل اوسېدونکی دوستمحمد وايي چې د پاکو اوبو نشتوالی د خلکو پر روغتیا مستقیم اغېز کړی دی.
«په کلي کې هېڅ څاه نشته او ټول خلک ماشومان، ښځې او نارینه ناروغ شوي یو، ځکه پاکو اوبو ته لاسرسی نه لرو. اوس له نهره اوبه راوړو، خو هغه اوبه ککړې دي. له مسوولانو غواړو چې موږ ته د اوبو څاګانې وکيندي.»
ورته وخت کې، د څوکۍ ولسوال مولوي محمد ابراهیم ثاقب وايي، د زلزله ځپلو سیمو لپاره د څښاک د اوبو برابرولو په برخه کې هڅې پیل شوي او دا لړۍ د ځینو موسسو په مرسته روانه ده.
«موږ د دې ستونزې د حل لپاره تل هڅې کړي. له مشرانو سره مو دا موضوع شریکه کړې. همدا اوس مې له یوې موسسې سره خبرې وکړې، هغوی د مکتبونو او کانالونو د جوړولو ژمنه وکړه. ورسره ځینې نورې موسسې هم د اوبو د سرچینو په جوړولو بوختې دي. له بدهمرغه، موږ ځانګړی بودیجه نه لرو چې په څو ځایونو کې په عملي ډول کار پیل کړو.»
د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ دېوهګل دره کې وروستۍ زلزلې د اوبو سرچینو او سیستمونو د زیانمنولو ترڅنګ، د ولسونو د ژوند نورو برخو ته هم زیانونه اړولي چې د مرستندویو بنسټونو پاملرنې ته اړتیا لري.


