د هندي رسنیو د راپورونو پر اساس، د لوېدیځ ښار احمداباد نړیوال هوايي ډګر کې نن پنجشنبه د آیر انډیا یوه مسافر وړونکې الوتکه تر الوتنې څو دقیقې وروسته لوېدلې ده.
د راپورونو له مخې، په دغه الوتکه کې شاوخوا ۲۴۲ کسان سپاره وو چې د لندن پر لور روانه وه.
تراوسه د الوتکې د غورځېدو لامل او د اوښتې مرګژوبلې شمېرې نه دي مشخصې شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هند هوايي چلند سرچینو هم پېښه تایید کړې ده.
د فلائټ راډار وېبپاڼې مالومات ښيي چې لوېدلې الوتکه بوئنګ ۷۸۷-۸ ډریم لائنر ډوله وه چې د وې ټي-اې این بي په نامه ثبت شوې وه.
آیر انډیا تر اوسه د پېښې په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره کړي او د لامل په اړه یې څېړنې روانې دي.



