د پاکستان سوداګرۍ وزارت په یوه تازه پرېکړه کې ویلي چې ټول هغه ټرانزیټ او سوداګریز توکي چې افغان سوداګرو له نورو هېوادونو راوړي او د پاکستان په کراچۍ او ګوادر بندرونو یا نورو سیمو کې بند پاتې دي، بېرته یې هماغه لومړنیو هېوادونو ته د صادرولو اجازه ورکړې.

د یاد وزارت په وینا، دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د پاکستان فدرالي عوایدو ادارې (FBR) د ځانګړې استثنا اجازه ورکړه، څو صادرونکي وکولای شي خپل بند پاتې توکي بېرته انتقال کړي.

اسلامي امارت تر اوسه په رسمې ډول د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي، خو یوشمېر افغان سوداګر وايي، لومړنیو هېوادونو ته د سوداګریزو مالونو له اقتصادي زیان خالي نه‌دي او په خبره يې، اسانه به شي چې پر نورو لارو يې افغانستان ته وارد کړي او په دې سره به له ډېر تاوان وژغورل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان‌جان الکوزی وايي، له هغه وخته چې افغان سوداګرو سوداګریز توکي او ټرانزیټ مالونه د پاکستان په کراچۍ، ګوادر او نورو سیمو کې بند پاتې دي، په لویه کچه زیان ورته اوښتی دی.

نوموړی اوسنۍ پرېکړه ګټوره بولي ځکه د سوداګریز توکې به له خرابیدو وساتل شي او همداشان به له نورو سوداګریزو لارو افغانستان ته راوړل شي.

هغه وویل: «ټولو هېوادونو مالونو ته یې اجازه ورکړه چې دا لاړ شي بېرته واپس هغه ملک نه چې راوړي یې دي یا د بل بندر له لارې نه یې افغانستان ته یوسي. دې کې هېڅ شک نشته چې دا یو حرکت دی، دا مالونه چې ولاړ وو، خرابیدل، جریمې او نور لګښتونه ورباندې راتلل، له هغې نه به خلاص شي خو دا ډېره لویه پروسه ده، داسې ساده هم نه ده. بېرته به ددې اسناد جوړیږي، کښتۍ به را غوښتل کیږي، بیا به په کښتیو کې اچول کیږي، بېرته به وړل کیږي، نو په دې باندې به ډېر مصرف هم راځي. اما په هر صورت یو تعداد مالونه چې قېمت یې کم دی او مصرف ډېر ورباندې راځي ممکن څوک یونسي او هملته یې پرېږدي. یو تعداد خلک به دا وباسي او دا یو حرکت دی. مقصد لاره یې خلاصه نه کړه، مستقیما افغانستان ته راتللی نشي.»

د یوشمېر افغان سوداګرو په باور، که د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ د مخکې اخیستل شویو او بند پاتې ټرانزیټي مالونو په اړه هوکړه شوې وای، ممکنه وه چې دغه توکي د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزو لارو افغانستان راوړل شوي وای.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د افغانستان د صنعت کارانو ټولنې مشرعبدالجبار ساپی وايي، که دواړو لورو ته ډک او خالي کاټینرونه او همداشان سوداګریز توکي د یوې هوکړې پربنسټ، خوشي شوي وای، نو د دواړو هېوادونو سوداګر به له مالي زیان سره نه مخ کېده.

نوموړي وویل: «که څنګه چې پاکستان اعلان وکړ، باید هغه کانټینرې بېرته کومو مملکتونه چې راغلې هغوي ته واپس شي، په دې باندې په لوړه کچه نور مصارف هم راشي، زمونږ تجاران به نور هم زیات متضرر شي. که چېرته کېدلای شي چې اسلامي امارت او پاکستان په دې باندې یوه هوکړه کړې وای چې کوم خالي کانټینرونه چې د دوي دېخوا ته دي او زمونږ مالونه ها خوا دي، دا یې یو بل سره تبادله کړي وای نو دا به د دتجارانو او صنعت کارانو د ټولو په ګټه وای. اما بیا هم که څومره مصارف وشي مال خو به دې خرابیدو نه وساتل شي دا به زمونږ په ګټه وي. له دوبۍ، مالیزیا یا نورو هېوادونو چې کوم مالونه راغلي او کراچۍ کې بند دي، هغه به بېرته ولیږدول شي.»

مونږ هڅه وکړه چې د افغان سوداګرو په اړه د پاکستان وروستۍ پریکړې په اړه  د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت نظرهم واخلو خو بریالي نه شوو.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې ستونزې نوې نه دي؛ تر دې وړاندې هم د سیاسي اړیکو له خرابېدو سره سم پاکستاني لوري پر سوداګریزو لارو محدودیتونه لګولي او د افغان سوداګرو توکي یې زیانمن کړي دي.

د دغو پرله‌پسې خنډونو له امله، افغان سوداګر اړ شوي چې خپل سوداګریز فعالیتونه ورو ورو د بدیلو هېوادونو پر لور وغځوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام