د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي کابل کې د پاکستان سفیر عبدالرحمن نظاماني سره لیدلي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې دغه لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ په برخه کې د همغږۍ زیاتېدو او د ټرانزېټ پر وړاندې د ستونزو پر حل بحث او خبرې کړې دي.
یاد وزارت ویلي، د اسلامي امارت او اسلاماباد چارواکو دې کتنه کې د نږدې همکارۍ پر اړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزېټ پروسه کې د اسانتیاوو په موخه په ګډو پرېکړو ټینګار کړی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ویلي وو، د پاکستان له لوري پر سوداګریزو چارو لګول شوي محدودیتونه به د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزو چارو ته د پای ټکی کېږدي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې له سوداګرۍ څخه د سیاست پر جلاوالي ټینګار کړی وو.



