د روسیې او اوکراین تاریخي تړاو
که څه هم شوروي اتحاد په ۱۹۹۱ کې ونړېد، خو د روس او اوکراین ترمنځ چې کومې کلتوري، ژبنۍ او اهلي اړیکې وې، د اتحاد نړېدل د هغو د شلېدلو په مانا نه و، بلکې اوس هم په ډېرو مشترکاتو له یو بل سره تړلي دي. د بېلګې په توګه؛ د روسیې له پولې سره د اوکراین اکثره وګړي روسي ژبه وایي او له روسیې سره پراخو اړیکو ته لېوالتیا ښیي.
د شوروي اتحاد د نړېدلو پر مهال د یاد اتحاد مشر ګورباچوف د یوې اوکراینۍ مور او روسي پلار زوی و. هغه یو داسې مور لوی کړی و چې د روسیې او اوکراین د بېلوالي نه، بلکې د یووالي مفکوره یې لرله.
باید وویل شي چې یوازې ګورباچوف نه ، بلکې نور هم داسې بې شمېره روسي چارواکي او عام وګړي شته چې د روسیې او اوکراین دغه وېش ورته د منلو وړ نه و چې له دې ډلې یو د روسیې اوسنی ولسمشر او د استخباراتو پخوانی افیسر ویلادیمیر پوتین و.
پوتین په ۲۰۰۵م کال کې د شوروي اتحاد نړېدل د شلمې پېړۍ تر ټولو دروند ناورین بللی په داسې حال کې چې په همدې پېړۍ کې دوې نړیوالې او یو لړ نورې خونړۍ جګړې وشوې چې هېوادونه پکې وران او ملیونونه انسانان ووژل شول.
د پوتین په وینا «دا د روسانو لپاره په ریښتیا هم یو ډول یو غمیزه وه چې له امله یې لسګونه میلیونونه هېوادوال د روسیې له حدودو څخه ځانونه دباندې مومي.» د نوموړي په اند د شوروي اتحاد ټول وګړي یو دي.
د اوکراین د اهمیت د څرګندولو په موخه روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې وروستیو کې د اوکراین او روسیې د تاریخي یووالي په اړه یوه مقاله ولیکله، په دغه مقاله کې پوتین ځیني دلیلونه وایي چې د اوکراین او روسیې ولسونه یو دي. هغه په دې مقاله کې زیاته کړې چې « له اوکرایني او روسي ولسونو بېلول په حقیقت کې د کړیو هڅه ده چا چې تل زموږ د یووالي کمزوري کول غوښتي دي او په دې اړه یې د Divide and rule له فارمولې څخه کار اخیستی دی.»
باید ووایو چې د اوکراین اهمیت روسیې ته نه یوازې له دې امله دی چې د پخواني شوروي اتحاد برخه و او کلتوري اړیکې ورسره لري، بلکې هغه له صنعتي کانونو او طبعي زیرمو څخه یوه ډکه جغرافیه هم ده، اوس پوتین ویني چې له کلونو راهیسې ورو ورو د غرب لمنې ته ښوییږي.
د اوکراین جغرافیوي موقعیت
که څه هم د جغرافیې له پلوه روسیه د نړۍ تر ټولو ستر هېواد او د اوکراین د مساحت ۲۷ چنده ده، خو د اوکراین جغرافیوي موقعیت روسیې او اروپا دواړو ته مهم دی. که چېرې اوکراین د اروپا خوا ته میلان کوي، نو دا به د غربي بلاک او ناټو پوځونه د روسیې بلې پولې ته هم راورسوي، او که چېر له روسیې سره متحد کېږي نو د مسکو اثر و رسوخ اروپایي سیمو ته غځوي چې دا د ناټو لپاره ښه زېری نه دی.
خو له ۲۰۱۴ کال راهیسې څرګند ښکاري چې اوکراین له اروپا سره خپلې اړیکې ټینګوي او په ۲۰۱۶ کال کې یې په DCFTA د ژورې او هر اړخیزې ازادې سوداګرۍ د سیمې تړون کې ګډون وکړ چې پربنسټ یې ټول اوکراین د اروپا مارکیټ ته په ازاده توګه لاسرسي او تګ راتګ لري او په دې سره تر ډېره حده اوکرایني وګړي له روسیې څخه مستغني او تعامل یې له اروپایي مارکیټ سره شو. له اوکراین سره د روسیې دوه اړخیزه تجارت په ۲۰۱۱ کال کې ۵۰ ملیارده ډالر و، خو تر ۲۰۱۹ پورې ۱۱ ملیاردو ته راټیټ شو.
د اوکرایني معضلې مخینه
په اصل کې د اوکراین پر سر د روسیې او ناټو ناندرې نوې نه، بلکې د کلونو اوږده مخینه لري. د شوروي اتحاد له نړېدلو وروسته اوکراین په ۱۹۹۱ کې ازادي ترلاسه کړه. د شوروي اتحاد د عروج پر مهال یاد اتحاد د اټومي وسلو زېرمې جوړې کړې چې لویه برخه یې د اوسني اوکراین په خاوره کې وه. کله چې شوروي اتحاد ونړېد، دغه وسلې له اوکراین سره پاتې شوې، خو اوکراین په ۱۹۹۵ کې یادې سلاوې بېرته روسیې ته په دې شرط وسپارلې چې مسکو به د اوکراین د ارضي تمامیت درناوی کوي.
په ۲۰۰۰ کال کې روسیې له برېټانیا سره یو تړون لاسلیک کړ چې د اوکراین دازادۍ پخلی یې پکې کړی او زیاته یې کړه چې روسیه به د اوکراین او د پخواني شوروي اتحاد غړو هېوادونو ته اجازه ورکوي چې د هر هېواد یا سازمان سره تړون کول غواړي، مسکو به یې مخنیوی نه کوي.
خو په ۲۰۱۴ کال کې دا هر څه هغه مهال لهمنځه ولاړل کله چې د روسیې ملاتړ درلودونکي اوکرایني ولسمشر ویکټوریانوکوویچ له انګلستان سره د اتحادې تړون له لاسلیکولو ډډه وکړه.
یاد تړون په اقتصادي او سیاسي دواړو مجلو کې د اوکراین لپاره ډېره ګټه درلودله، خو یانوکوویچ د دې پر ځای د ایروشین اکنامک یونین لور ته چې مسکو پر مخ وړل، میلان وښود. د ولسمشر له دې پرېکړې سره د اوکراین په پلازمېنه کییف کې پراخ لاریونونه پیل شول چې له امله یې یانوکوویچ اړ شو څو له هېواده وتښتي.
د همدې ناکراریو پر مهال د اوکراین اکثرو وګړو روسي ژبه خپله مورنۍ ژبه وبلله او له ختیځ ګاونډي سره یې د ټینګو اړیکو څرګندونه وکړه. د ډونتسک او لوهانسک بیلتونپالو په ټولپوښتنه کې د اوکراین د پرېښودلو او د روسیې د اختیارولو په اړه رایه واچول شوه او د آزادۍ اعلان یې وکړ چې دې کار د اوکرایني حکومت او له روسي ملاتړ څخه برخمنو بیلتون غوښتونکو ترمنځ جګړو ته لاره هواره کړه.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې، اوکراین او نورو ډېرو نړیوالو مشرانو د مسکو د هغو ژمنو پر اساس چې د اوکراین د جغرافیوي بشپړتیا او تمامیت په اړه یې کړې وې، دغه ټولپوښتنه رد کړه، خو روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د خلکو د دې اقدام ننګه ځکه وکړه چې دا د هغوی حق دی او باید ترې سلب نشي.
په ۲۰۱۴ کال کې د پراخو تظاهراتو پر مهال روسیې خپل ځانګړي ځواکونه کرېمیا ټاپو ته چې جغرافیوي موقعیت یې تور او ازوف سمندرونه سره بېلوي واستول او د روسیې برخه یې وګرځاوه. په دې توګه د کیریک تنګي چې د روسیې او کرېمیا ټاپو د جغرافیې تر منځ موقعیت لري، دواړه خواوې د روسي ځواکونو تر واک لاندې راغلې.
له یاد تنګي څخه د مشترکې استفادې په اړه اوکراین او روسیې په ۲۰۰۳ کال کې تړون وکړ، خو د نومبر پر ۲۴مه اوکراین دوې له سلاوو بار کښتۍ او یو ټګ د تور سمندر له اودیسا بندر څخه د ازوف سمندر بندر ته واستولې، چې تنګي ته له نږدې کېدلو سره سم روسیې پر دې اساس بیرته وګرځولې چې د دوی اوبو ته ننوتلې. اوکرایني کښتۍ د تور سمندر آزادو اوبو ته پر لارې وې چې روسیې خپله کښتۍ د اوکراین له ټګ سره وجنګوله؛ له پاسه پرې جیټ ډزې وکړې او د کښتۍ عمله د روسي چارواکو په لاس اسیره شوه.
د ۲۰۱۴ کال په فروري کې په اوکراین کې د حکومت ضد اعتراضونه رامنځته شول. د همدې کال په سپټمبر کې په بیلاروس کې د اوربند په اړه د منسک توافق لاسلیک شو، خو یاد توافق له لاسلېکېدلو څو ورځې وروسته بیرته مات شو.
د ۲۰۱۴ کال د جولای په میاشت کې دغه ستونزه هغه مهال نړیواله شوه کله چې د ملئیشیا یوه مسافر وړونکې الوتکه د اوکراین په فضا کې په نښه شوه او ۲۹۸ کسان پکې ووژل شول. ازادو څېړونکو وروسته اعلان وکړ چې الوتکه د یوه روسي میزائل له خوا ویشتل شوې ده.
د ۲۰۱۵ په فروري کې د منسک نوی توافق د اوربند په اړه لاسلیک شو چې په ترڅ کې یې دواړه لوري اړ وو چې درنې وسلې له پولو لېرې کړي. په ۲۰۱۶ کال کې بیا ناټو په شرقي اروپا کې د روسیې د مخنیوي لپاره ځواکونه ځای پر ځای کړل. د ۲۰۱۷ کال په جون میاشت کې د اوکراین پارلمان د ناټو د غړیتوب اراده ښکاره کړه. د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له ناټو سره د پارټنرشیپ لپاره امنیتي ستراتیژي تأیید کړه.
د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې روسیې د اوکراین پر بارډر د خپلو ځواکونو ځای پر ځای کول پیل کړل. د ۲۰۲۲ کال په جنوري کې روسیې، ناټو او OSCE په جینیوا کې د تاوتریخوالې د راکمولو په پار ډیپلوماتیکې خبرې پیل کړې او ناټو خپلو ځواکونو ته د تیارسئ امر وکړ. د یادو جګړو د مخنیوي په اړه رامنځته شوي دېرش اوربنده تر اوسه ناکام شوي دي.
روسیه د ګازو له پلوه د نړۍ تر ټولو ډېر غني هېواد دی او ثابت شوی ګاز یې ۴۸۹۳۸ ملیارد مکعب مېټره دی. د اروپا دریمه برخه ګاز روسیه ورکوي او اتیا سلنه یې د اوکراین له خاورې تېرېږي چې له ۱۹۹۳ څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې ګاز هم د ناندریو لامل شوی دی.
اوکراین د خپلو کورنیو اړتیاوو لپاره هم د روسیې له دغه ګاز څخه استفاده کوله چې د دې کار له امله یې روسیه او اروپا دواړه ناخوښ وو او روسیې په کراتو ګاز پرې بند کړی دی. کله چې روسیه د اوکراین له لوري د ګاز له دې ناقانونه استعمال څخه تنګه شوه، نو د ۱۱ ملیارده ډالرو په لګښت یې نوې ګازي پروژه پیل کړه چې ۱۲۲۲ کیلومېټره اوږدوالی لري.
دغه پروژه چې د نورد سټریم ۲ په نامه یادېږي، د بالټیک سمندر له لارې اروپا ته رسېږي او تر سمندر لاندې د نړۍ تر ټولو اوږده پروژه ده چې دا به اوکراین په بشپړه توګه له پامه وغورځوي او له کلنی ۲ ملیارده ډالره هغه ټرانزیټ څخه به یې محروم کړي چې روسیه یې ورکوي. اوس که چیرې د امریکا له لوري پر روسیې بندیزونه ولګېږي، دا به اروپا ته د ګازو د بندېدو لامل شي چې له وړاندې لا د انرژۍ په ناورین کې غرقه اروپا به له ډېرو نورو ننګونو سره مخ کړي.
پوتین څه غواړي؟
یوازې د شوروي اتحاد ماتېدل نه و، بلکې پوتین له مودې راهیسې ویني چې د شوروي اتحاد پخواني غړي د هغې ناټو له لوري په یاد سازمان کې غړیتوب اخیستلو ته تشویقېږي، کومه چې د شوروي اتحاد د مخنیوي لپاره رامنځته شوې وه.
څو میاشتې وړاندې روسیې د اوکراین پولو ته د ځواکونو استول پیل کړل او نړۍ ته یې دا ښکاره کوله چې دوی یوازې پوځي تمرینات کوي، خو د پوتین اراده نړۍ ته معلومه وه. د ځواکونو د ځای پر ځای کولو یو لامل دا و، که اوکراین د ناټو غړیتوب خپلوي، روسیه باید پر پوله ځواکونه واچوي څو د ناټو د ممکنه خطر مخه ونیسي. خو کله چې له پوتین څخه د دغو خوځښتونو په اړه پوښتنه وشوه، نوموړي وویل چې زه ځینې غوښتنې لرم.
دغه غوښتنې The Guardian ورځپاڼې داسې راخیستې دي: « لومړی، ناټو دې د ختیځ خوا ته خپل غځېدل ودروي. دویم، ناټو دې خپل ټول ځواکونه د ختیځې اروپا له هېوادونو څخه وباسي. دریم، امریکا به په شرقي اروپا کې خپلو ملګرو هېوادونو ته اټومي وسلې نه ورکوي. څلورم، د ناټو ختیځو غړو ته د سلاوو ورکول او په دغو هېوادونو کې د ځواکونو ځای پر ځای کول دې نور بند کړل شي. پنځم، د ناټو ځواکونه دې بېرته هغو ځایونو ته ستانه کړل شي چېري چې په ۱۹۹۷ کې میشت وو چې د پولینډ، استونیا، لیتوانیا، لیتویا او د بلکان او ختیځي اروپا هېوادونه پکې راځي. شپږم، غرب دې روس ته د امنیت قانوني ضمانت ورکړي. »
د څېړونکو په وینا د روسیې دا غوښتنې ډېرې درنې دي. د ناټو غړو هېوادونو یې هم په ځواب کې وویل، مسکو هڅه کوي چې په سیمه کې بیا اثر ورسوخ ولري او غواړي د ناټو غړو هېوادونو خودمختاري محدوده کړي.
جګړهییز تصامیم
د روسیې او اوکراین په منازعه کې ناټو او اروپایي ټولنه مستقیما دخیل دي او په دې وروستیو کې د اوکراین پر سر د مسکو او ناټو غږ ډېر لوړ شو. د اروپایي کمیسیون مشرې وویل، چې په دې اړه زموږ پیغام واضح دی. که چیرې روسیه پاروونکي اقدامات وکړي، بیه به یې ورته ډېره درنه تمامه شي. همداراز د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل چې پر اوکراین د برید په صورت کې به پر پوتین بندیزونه ولګوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، که روسیه پر اوکراین حمله وکړي، نو سخت بندیزونه به پرې وضع کړو چې اغېز به یې تر اوږدې مودې پورې پاتې وي.
د لفظي ناندریو تر څنګ چې له دواړو لوریو د جګړې په اړه کوم تصامیم نیول کېږي، هېښوونکي دي، لکه روسیې چې د اوکراین سره پر پوله د بېړنیو حالاتو لپاره روغتونونه جوړ کړي دي؛ روسیې له اوکرایني سرحداتو سره د اسکندر په نامه نږدې هدف ویشتونکي بالسټیک میزایلونه، راکټ ویشتونکي سیسټمونه، ټانګونه او نور ځواکونه ځای پر ځای کړي دي. په مقابل کې ناټو چې دېرش غړي لري او کلنۍ بودجه یې ۱.۵۶ ملیارده ډالر دي، هم په ورته عکس العمل لاس پورې کړی او استونیا د جاولین په نامه د ټانګونو ضد میزایلونه او لیتویا او لیتوانیا د هوایي ځواک ضد سټینګر میزایلونه په اوکراین کې ځای پر ځای کړي دي.
همداراز کییف د کشف لپاره ترکۍ بیرقدار ډرون هم استعمالوي. په تېرو څو ورځو کې د امریکا له لوري د ۲۰۰ ملیارده ډالرو د ارزښت هغه پوځي توکي هم اوکراین ته ورسېدل چې بایډن په ډسمبر کې منظور کړي وو چې دا هر څه له ځان سره د یوې نږدې پېښېدونکې جګړې لپاره د تیاري پیغام لري.
د جګړه ییزو تیاریو تر څنګ د قضیې د ډیپلوماټیک حل په موخه له ښکیلو اړخونو سره په اروپایي هېوادونو کې د روسي چارواکو ناستې هم روانې وې، خو دا چې په خبرو کې کوم د پام وړ پرمختګ نه تر سترګو کېده او په مسلسل ډول ناکامېدلې، نو روسیې په خپله خوا کې پر اوکرایني پوله نور ځواکونه هم واچول چې اوس یې شمېر سل زرو ته رسېدلی دی.
که روسیه پر اوکراین برید وکړي، پایله به یې څه وي؟
د روسیې پوځ د نړۍ یو له سترو پنځو پوځونو څخه شمېرل کېږي او په ۲۰۲۰ کال کې کرملین پر پوځ ۶۱.۷ ملیارده ډالر ولګول چې دا د حکومت د ټولو مصارفو ۱۱.۶ سلنه جوړوي او اوکراین صرف ۵.۹ ملیارده پرې لګولي وو چې د حکومت د ټولو مصارفو ۸.۸ سلنه کېږي. روسیه د دفاع لپاره ۴۲ ملیارده ډالره بودجه لري او فعال او منتظر پوځ یې ۳.۵ ملیونه دی. دیارلس زره ټانګونه لري چې دغه شمېر ټانګونه د نړۍ بل هېڅ هېواد نه لري. اوویشت زره زغروال پوځي موټرونه او ۶۲۵۷ نیوکس لري چې له الوتکو، اوبتلنونو او میزایلونو څخه توغول کېدلی شي. که چیري روسیه حمله کوي، ښایي د هوا له لوري وي چې لوی پلونه، د برېښنا سټېشنونه، د اورګاډو پټلۍ او نور هغه ځایونه په نښه کړي چې اقتصاد ته ضربه رسوي او د یو نظام چارې سره ګډوډوي. د عکس العمل په توګه به ښایي د ناټو له لوري پر مسکو درانه اقتصادي بندیزونه وضع شي. همداسې هغه مهال وشول کله چې مسکو کریمیا ټاپو د روسیې برخه وګرځاوه، نو دغو بندیزونو د روسیې پر اقتصاد تأثیر هم درلود. د فنلېنډ یوه پوهنتون د یادو بندیزونو د اغېز له ارزولو وروسته راپور خپور کړ چې له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۷ پورې د روسیې اتیا سلنه شرکتونه چې دوی یې ارزونه کړې وه، متضرر شوي دي.
روسیه او اوکراین دواړه په پراخه پېمانه غنم او حبوبات صادروي، که چېرې جګړه ونښلي، نو د روسیې او اوکراین په صادراتو کې تشه رامنځته کولی شي. د بندیزونو په صورت کې به د خوراکي توکو پر بیو هم ژور تأثیر ولوېږي، ځکه چې واردوونکي هېوادونه د ناقرارۍ په صورت کې په متبادل ځای پسې ګوري. خو غالب ګمان دادی چې د نویو بندیزونو اختارونه به د کرملین په موقف کې چندانې تغیر رانه ولي.
که بندیزونه وارد شي، مسکو به هم بې تفاوته پاتې نه شي او د پخواني شوروي اتحاد د غړو هېوادونو سازمان چې د ډله ییز امنیتي تړون سازمان یا ورته نامه باندې یادېږي او کیوبا یې هم غړیتوب لري، له اثر و رسوخ څخه به کار واخلي. د جګړې د رامنځته کېدلو په صورت کې مسکو له کیوبا څخه په اسانۍ لوی امریکایي اهداف په نښه کولی شي.
ایا پوتین به پر اوکراین حمله وکړي؟
په قاطعیت سره نشو ویلی چې داسې به پېښ شي او کنه، ځکه ان ناټو خپله هم د جګړې د رامنځته کېدلو او نه رامنځته کېدلو په اړه یوه خوله نه ده. مثلا امریکا او د ناټو ځینې نور غړي وایي روسیه ښایي ډېر ژر پر اوکراین برید وکړي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار وویل چې د روسیې حمله ډېره نږدې ده، ښایي د ژمني اولمپیک د لوبو پر مهال یې وکړي. خو د بریټانیا دفاع وزیر بیا وایي چې له موږ سره قوي دلایل شته چې روسیه به پر اوکراین حمله ونه کړي.
ورته مهال، د غربي بلاک او ناټو له لوري خپلو خلکو ته له اوکراین څخه په بېړنۍ توګه د وتلو حکمونه کېږي، نه یوازې د لرې جګړې بلکې د یوې نږدې جګړې پیغام ورکوي. لکه؛ ناروې خپلو وګړو ته امر کړی چې له اوکراین څخه ووځي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار د جمعې په ورځ رسنیو ته وویل: « څومره ژر چې ممکن وي، امریکایي وګړي دې له اوکراین څخه ووځي، ځکه چې موږ هېڅ نه پوهېږو چې په راتلونکي کې څه کېدونکي دي.»
بریټانیا او امریکا خپل نظامي سلاکاران له اوکراین څخه وغوښتل او په اوکراین کې امریکایي سفارت خپلو کار کوونکو ته امر کړی چې ووځي. واشنګټن او ملګرو یې خبرداری ورکړی چې روسیه ممکن په هره لحظه کې حمله وکړي. اسرائیل خو تر دې حده ګومان کوي چې مسکو به د سه شنبې په ورځ پر اوکراین برید وکړي.
غرب له یوه لوري د اوکراین ملاتړ کوي، خو له بل لوري یې په دغسې اعلانونو او د بېړنۍ وتنې له امله اوکرایني وګړي له سختې وارختایۍ سره مخ کړي دي. تر دې حده چې کییف اړ شو چې خپلو خلکو ته د اطمینان ورکولو په اړه اعلامیه خپره کړي.
اوکرایني ولسمشر او ولادیمیر زیلینسکي له کریمیا ټاپو سره څېرمه خپلو ځواکونو ته وویل چې اوس مهال د خلکو تر ټولو لوی دښمن وارختایي ده.
داسې ښکاري چې ددغو اعلانونو په کولو سره ناټو لوبه کول غواړي او کرملین اقدام کولو ته پاروي. ځکه چې نه وضعیت دومره بېړنی دی او نه هم د مسکو ارادې د داسې بېړني برید ښکارندویي کوي. خو دا چې په جګړه کې د روسیې سراسر تاوان دی او هیڅ ګټه یې پکې نه ده نغښتې، ناټو هڅه کوي چې په دې تاوان یې واړوي.
ځکه ورته د روسیې له لوري غبرګون وښودل شو او تل پر ډیپلوماټیک حل ټینګار کوي. پوتین د یوې نږدې جګړې خبرې په کلکه رد کړې او هغه یې «پاروونکې ګنګوسې» وبللې چې د نوموړي په وینا «د مسکو او د شوروي اتحاد له پخواني غړي سره د جګړې لامل کېدلی شي.»
که څه هم روسیه قوي پوځ لري خو اوکراین هم ځواکمن هېواد دی او مستقیما په هر مجال کې د غرب ملاتړ لري. جګړه به روسیې ته په ډېره درنه بیه تمامه شي، ځکه چې دا به یوازې د روسیې او اوکراین تر منځ جګړه نه، بلکې د ټول غربي بلاک او ناټو سره به د روسیې جنګ وي، لکه څنګه چې امریکایي ولسمشر جوبایډن په خپله وینا کې وویل، که د مسکو او واشنګټن تر منځ جګړه ونښلي نو دا به نړیواله جګړه وي. بل دا چې ناټو د شوروي اتحاد د مهارولو لپاره د سړې جګړې پر مهال رامنځته شوه او د شوروي اتحاد له نړېدلو وروسته ناټو داسې کوم مشترک هدف نه دی درلودلی چې یاد سازمان دې پرې راټول شي – پرته له خیالي او مصنوعي War on terror څخه. که روسیه پر اوکراین حمله وکړي نو دا به ناټو ته د بیا یو ځای کېدلو او قوي کېدلو عامل برابر کړي او د روسیې خلاف به په پوره قوت سره ودرېږي چې دا د پوتین لپاره ښه زیری نه لري او پوتین هم دا شی احساسوي. له داسې سیناریو څخه به یوازې غرب ګټه پورته کوي چې د همدې لپاره د نږدې جګړې د پېښېدو خبرداری ورکوي.
بل دلیل چې جګړه ښایي په نږدې راتلونکي کې ونشي دادی چې روسۍ میډیا پر اوکراین د حملې یا جګړې لپاره د روسي ولس پر ذهن جوړونه او په دې اړه تبلیغاتو باندې کار نه کوي، په داسې حال کې چې کله روسیې په ۲۰۱۴م کال کې پر کریمیا ټاپو حمله کوله، نو له هغه وړاندې یې په حکومتي کچه د دې جګړې لپاره پرېمانه تبلیغات کول، چې ګواکي دا یوه مشروع جګړه ده. همدا لامل و چې کله روسیې پر کرېمیا ټاپو یرغل وکړ، نو د روسي ولس لپاره دا هیڅ د تعجب خبره نه وه، بلکې یو ډېر عادي کار ورته ښکاره شو.
که څه هم د پوتین له لوري غربي بلاک ته متعدد شرطونه وړاندې شوي دي، خو زما په اند په مجموع کې د روسیې بنسټیز هدف په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب او د شرق لور ته د ناټو د غځېدلو مخنیوی کول دي، نو په همدې توګه «په مرګ یې ونیسه په تبه یې راضي کړه» له فارمولې کار اخلي. کله چې شوروي اتحاد د ټوټه کېدو په حال و، نو د ناټو او شوروي اتحاد یا د هغه وخت روسي مشرانو تر منځ توافق وشو، چې روسیه به شرقي جرمني پرېږدي خو په مقابل کې به یې ناټو یوه لوېشت هم د شرق خوا ته نه غځیږي. خو اوس چې اوکراین د ناټو د غړیتوب هڅه کوي او ناټو یې هم هرکلی کوي، دا کار مسکو ته د منلو نه دی، ځکه چې که اوکراین د ناټو غړیتوب ولري نو د ناټو پوځ، وسائل او حربي آلات به د روسیې دروازو ته ورسیږي، چې دا په جغرافیایي لحاظ د روسیې لپاره د خطر زنګ دی. اوکراین چې د روسیې په اند د ناټو او روسیې تر منځ سره کرښه ده، روسیه به کله هم اجازه ورنکړي چې د ناټو غړی شي. تیاریانې درنې کوي، خو روسیه د جګړې اراده نه لري او نه یې هم په جګړه کې کومه سیاسي یا بله ګټه نغښتې ده، ځکه خو تل د ډیپلوماتیکو هڅو وړاندیز کوي او د روسیې له لوري د حملې امکانات ردوي. یوازینی هدف یې له اوکراین څخه د ناټو لیرې ساتل او پر هغو ژمنو ټینګول دي، چې د شرق خوا ته د نه غځېدلو په اړه یې کړې دي. د روسیې له لوري پر اوکراین د حملې امکانات کم دي، البته که چیرې اوکراین د ناټو غیږې ته ځي، ښایي پوځي ټکر به لېرې نه وي.
د اوکراين پر سر د ناټو او مسکو ناندرۍ؛ ميدان به څوک وګټي؟
عبدالله عزام
د اسلامي امارت دفاع وزارت د اتو قولاردو ګانو نومونه بدل کړل
روزګان کې د «اوومان» بوټي قاچاق؛ جوړېدونکي یوه کیلو درمل یې ۳۳۸ ډالره پلورل کېږي
هرات کې ښځو خپل لاسي صنایع او فرهنګي اثار نندارې ته کېښودل
د قومونو د وېش پر وړاندې غبرګونونه؛ هېوادوالو ته کار او امنيت لومړيتوب لري
د فاریاب کوچیان د کورونا په اړه پوهاوی نه لري
لغمان کې هغه چارواکي نیول شوي چې الینګار ولسوالي یې طالبانو ته پريښې
د راپور موندنې؛ د لسګونو پوهنتونونو افشا کول چې تدريسي جواز او يا هم ودانۍ نهلري
لوږه، تنده او له سپینږیري سره واده؛ د یلدا د ژوند کیسه

تحلیل و گزارش
یوشمېر ځوانان: د بېوزلۍ له امله مو لوړې زدهکړې پرېښي
د کانکور ازموینه؛ ایا نجونو ته برابر حق ورکړل شوی؟
حنفي: د «علماو سترې ناستې» ګډونوال د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب کوي
کابل ته د قزاقستان د سوداګریز پلاوي سفر؛ دواړو لوریو د هوکړهلیکونو پر عملي کېدو ټینګار کړی
متقي: پاکستان دې سنجول شوی سیاست غوره کړي
په بهر کې واده ته د افغان نجونو لېوالتیا؛ له ننګونو تېښته که نوی ناورین؟
اسراییلو په غزه کې پنځه خبریالان وژلي
ا.ا: وزارتونه باید د کورنیو محصولاتو استفادې ته لومړیتوب ورکړي
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د ۱.۸میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک کړل
اوچا: د مرستو په وېش کې د ا.ا لاسوهنه د پروژو د ځنډ او بندېدو لامل شوې
کابل ښاروالي په ټیټه بیه د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیل کړې
خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:
فیسبوک
توییتر
تلگرام