پاکستان کې د ملتپالو سياسي ګوندونو غړو نن (چهارشنبه، وري ۲۷) چمن ښارګوټي کې د یوې اعتراضیه ناستې پرمهال د پښتنو او بلوڅانو پر وړاندې د اسلام‌اباد پر ځپونکې تګلارې نیوکې وکړې او حکومت یې د پښتنو او بلوڅانو د شتمنیو په غصب تورن کړ.

دوی وویل، د پاکستان حکومت پښتانه او بلوڅان له خپلو شتمنیو بې‌برخې او له پاکستانه یې د جبري ستنولو هڅه کوي.

د هغوی په وینا، اوس یې وخت دی چې له پاکستانه خپل حق واخلي او که اسلام‌اباد خپله تګلاره بدله نه‌کړي، دوی به ترې خپله لاره بېله کړي.

بلوچستان کې د عوامي نشنل ګوند صوبائي مشر اصغر خان اڅګزی او د پښتون ژغورنې غورځنګ «پي‌ټي‌ایم» غړي مجيد کاکړ وویل:

«یا به موږ ته خپل حق راکوي کنه نور د پنجاب باداري نه منو، زموږ خبرې دلته رسيدلي. اوس خو پښتانه په خپله خاوره بلوچستان کې د خپلو حقونو څخه بې‌برخې کړي ان عزت يې هم خوندی نه‌دی.»

«د پاکستان ډېر بې شرمه حکومت دی، دوی پر سوليزو لاريونونو او اعتراضونو باور نلري، نو باید ملي پاڅون او لښګر جوړ شي او له دې لارې ولس له روانو ظلمونو وژغوو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د سياسي ګوندونو استازو د چمن-سپين‌بولدک پر دروازې د پاسپورت او ویزې د جبري کېدو پرېکړه هم د افغانانو د بېلولو هڅه وبلله.

د عوامي نشنل ګوند غړي نصرالله خان زیري او د چمن پرلت غړي محمد ولي وویل:

«موږ پر ډيورنډ کرښه پاسپورټ نه منوو او باید تګ راتګ پر تذکره او شناخته کارت شي. موږ په دې برخه کې هيڅ پريکړه نه منوو.»

«پاکستان که رشتیا هم خپل هېواد څخه کډوال باسي، لومړی باید هندي کډوال وباسه، له هغه وروسته د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه وکړي.»

چمن ښارګوټي کې د پرلت په دغه ناسته کې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د جبري ستنولو پر پروسې هم نیوکې وشوې او دغه بهير يې د سياسي موخو برخه وبلله.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام