Asset 1SWN

مجاهد: د اسلامي همکاریو سازمان دې له اسلامي هېوادونو سره د افغانستان اړیکې پیاوړې کړي

arg-qeix75wf5ssq8xo7l9r49kui2ll6tg0s0bfx0zs3go

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو له ۵۷مې غونډې سره هم‌مهاله هیله څرګندوي چې یاده غونډه د افغانستان په ګټه تمامه شي. نوموړی له دغه سازمان څخه غواړي چې له اسلامي هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پراخولو او پیاوړي کولو برخه کې له ا.ا سره همکاري وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «د اسلامي همکاریو سازمان چارواکي چې وخت‌ناوخت افغانستان ته راغلي، د همکاري ژمنه یې کړې. موږ هیله لرو چې له ا.ا سره نږدې کار وکړي؛ هغه پروژې چې د دغه سازمان اړوند دي یا د بانکدارۍ سېسټم برخو کې ترې د همکاري هیله کوو. هیله لرو چې غونډه یې د افغانستان په ګټه تمامه شي.»

په ورته وخت کې د چارو یوشمېر کارپوهان وايي، د اسلامي همکاریو سازمان خپل ټاکل شوي منشور ته په پام له نړۍ سره د اسلامي هېوادونو د اړیکو په پراختیا کې بریالی عمل نه‌دی کړی.

د سیاسي مسایلو کارپوه مطېع‌الله ارین‌پور وايي: «موږ باید دا په پام کې ولرو چې د اسلامي همکاریو سازمان له جوړېدو راهیسې یوازې غږ اوچت کړی، عملي ګامونه یې نه‌دي اخیستي چې له کبله یې د مسلمانانو، لوېدیځو او نورو هېوادونو لپاره ګټور تمام شي. زه فکر کوم چې د اسلامي همکاریو سازمان نه‌دی توانېدلی چې د فلسطین او افغانستان د قضیو په اړه هغه څه وکړي چې لازم دي.»

د سیاسي مسایلو یو بل کارپوه عنایت‌الله همام د اسلامي همکاریو سازمان د ناستو په ګډون، په نړیوالو غونډ‌و کې د ا.ا د استازي د نه ګډون پایلو په اړه اندېښنه لري. هغه وايي: «البته دا یو ناورین دی چې موږ د امریکا او ناټو د ماتېدو له زاویې ورته ګورو؛ یعنې هماغه د مخالفت او پر دولتونو د فشار راوړلو سیاست ته دوام ورکوو.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د اسلامي همکاریو سازمان د اعلامیې پر بنسټ، د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په پیلیزه غونډه کې د افغانستان وضعیت هم ارزول شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام