Asset 1SWN

افغان کډوالو سره ناسم چلند؛ اسلامي امارت: کوربه هېوادونه دې د کډوالو نړیوال اصول مراعت کړي

GlVTavgWMAAsxWI

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر تېره ورځ جلا جلا کتنو کې د پاکستان سفیر عبيدالرحمن نظاماني او د ایران سفیر علي‌رضا بېګدلي سره لیدلي.

مولوي عبدالکبیر دغو ناستو کې ویلي، پاکستان او ایران افغانستان سره ګڼ مشترکات لري او کلونه یې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه توب کړی، خو په وینا یې له کوربه هېوادونو هیله لري چې د کډوالو په اړه له زغم او حوصلې کار واخلي.

ده وویل، دې وروستیو کې پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند ډېر شوی او اسلامي امارت له کوربه هېوادونو غواړي چې د کډوالو نړیوال اصول مراعت کړي او له افغانانو سره انساني او اسلامي چلند وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه ټینګار وکړ چې اسلامي امارت افغان کډوال هېواد ته راستنېدو ته هڅوي، خو په کوردننه د شرایطو نه برابرېدو له امله، باید کوربه هېوادونه د جبري ایستلو پر ځای، د یو منظم او تدریجي میکانیزم له مخې عمل وکړي.

د هغه په وینا، د افغانستان سرپرست حکومت د خپل اقتصاد ‌محوره سیاست له مخې د سیمې ثبات، اقتصادي همکاریو او ګډو فرصتونو ته ژمن دی او هیچا ته د ستونزو جوړولو نیت نه‌لري، بلکې د سیمې له هېوادونو سره د همکاریو پیاوړتیا غواړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د روان ۲۰۲۵ کال د جون تر پایه له پاکستانه د ټولو افغان کډوالو اېستل ستونزمن دي او هغوی نه‌شي کولای خپل ټول ژوند او شتمنۍ په دومره لنډ وخت کې راټولې کړي.

نوموړي له کوربه هېوادونو وغوښتل چې د ګډو میکانیزمونو په اساس دې افغان کډوالو ته وخت ورکړل شي چې دې برخه کې دوه اړخیزې او درې اړخیزې ناستې اړینې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ورته وخت کې کابل کې د پاکستان سفیر ډاډ ورکړی چې د اسلامي امارت غوښتنې به په رسمي ډول له پاکستاني چارواکو سره شریکې کړي او غواړي چې ستونزې د تفاهم له لارې حل شي.

همدارنګه کابل کې د ایران سفیر علیرضا بیګدلي هغه هېواد کې د ناقانونه افغان کډوالو ستونزې ته د دایمي حل‌لارې په موندلو ټینګار کړی او ویلي، د افغانستان او ایران ښو اړیکو ته په کتو، اړینه ده چې دواړه هېوادونه په ګډه د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات وکړي.

د هغه په وینا، ایران کې مېشتو ناقانونه کډوالو ته به د اړتیا وړ قانوني اسناد ورکړل شي

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام