د افغانستان ۱۴ ولایتونو کې له هغو ۳۰ ځوانانو سره چې له رواني ستونزو کړیږي، د سلاموطندار د مرکو پایلې ښيي چې ۱۲ یې د ټولنې د منفي لیدلوري له وېرې، اقتصادي ستونزو او په رواني خدماتو د باور نهلرلو په دلیل د مشورې ترلاسه کولو لپاره مراکزو ته مراجعه نهده کړې. په مقابل کې یې ۱۸ نور توانېدلي چې د مشورو له خدماتو استفاده وکړي چې له ډلې یې ۱۱ کسانو حضوري او ۷ نورو انلاین مشورې ترلاسه کړي دي.
د دغه راپور پایلې ښيي چې افغانستان کې ځينې بنسټونه د مشورو وړیا خدمات وړاندې کوي، خو زیاتره ځوانان د مشورو له مراکزو د لرېوالي، د پوهاوي نهشتون او ټولنه کې د ناسمو باورونو په دلیل، دغو مراکزو ته له ورتلو ډډه کوي.
له بلخ ولایت څخه ۲۵کلن حسین وايي، ځینې وخت د کار ډېر فشار لامل کیږي چې یو ډول اضطراب ورته پیدا شي، خو د ټولنې ناسمو قضاوتونو څخه د وېرې په دلیل یې تراوسه د رواني مشورې ورکولو مرکز ته مراجعه نه ده کړې.
حسین وايي: «تراوسه مې ارواپوه ته مراجعه نه ده کړې او د خپل ستریس او اضطراب په اړه مې مشوره نه ده اخیستې. یو دلیل یې دا دی چې ډېر مصروفه اوسم او وخت نه وي، بل هم ټولنیز محدودیتونه دي. زمونږ ټولنه داسې ده چې که یو څوک ډاکټر ته مراجعه وکړي، ټولنه کې په یو بل نظر ورته کتل کیږي، یانې وايي چې د ده ستونزه حتمآ زیاته ده چې ډاکټر ته تللی. یو لامل یې همدا دی چې زه ارواپوه ته نه یم تللی.»
یوشمېر نور ځوانان هم وايي، داچې د مشورې مرکز یې د اوسېدو له ځای څخه لرې دی او اقتصادي ستونزې لري، نهدي توانېدلي چې د مشورو ترلاسه کولو لپاره دغو مرکزونو ته مراجعه وکړي. دغو خنډونو نه یوازې رواني خدماتو ته لاسرسی ستونزمن کړی، بلکې مالي او ټولنیزو فشارونو هم د هغوی پر پرېکړه نیونو اغېز کړی دی.
د کابل اوسېدونکی ۳۳کلن احمد د خپل اوسېدو ځای ته د مشورې ورکولو مرکز د نهشتون په اړه داسې وايي: «کاش چې د مشورې ورکولو خدمات وی، مونږ یې دلته نهلرو ځکه له ښاره لرې یو، دلته خدمات ډېر محدود دي، ما تراوسه د رواني ناروغیو ډاکټر ته مراجعه نهده کړې، باید داسې یو ارواپوه ووسي چې مونږ سره د خپلې ستونزې د حل لپاره پرلپسې څو جلسې ونیسي، ترڅو چې وکولی شو خپله ستونزه حل کړو.»
۲۸کلنه تانیا د مزارشریف ښار اوسېدونکې ده او ۲ کاله کیږي چې تر جدي روحي فشار لاندې ده. د دغه وضعیت او ارواپوه ته د نه ورتلو لامل په اړه داسې وايي:
«دوه کاله کیږي چې دغه ستونزه مې پیدا کړې. اصلي لامل یې کورنۍ ستونزې او بېکاري ده. ما ارواپوه ته مراجعه نه ده کړې، ځکه چې پیسې راسره نه وي او شرایط نه دي برابر، زه نه یم توانېدلې چې ډاکټر ته لاړه شم. همدارنګه نه یم توانېدلې چې انلاین جلسو کې ګډون وکړم.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دې ټولو ترڅنګ، د ۳۰ مرکه شویو ځوانانو له ډلې یوازې ۱۲ یې توانېدلي چې د رواني مشورې له خدماتو ګټه پورته کړي.
د بدخشان اوسېدونکې ۳۵کلنه نرګس چې ۳ کاله کیږي له خفګان او سټرس سره مخ ده وايي، د رواني مشورې له ترلاسه کولو وروسته توانېدلې چې رواني او روحي وضعیت یې ښه شي. هغې وویل: «د خپلې ستونزې د درملنې لپاره مې هم په انلاین او هم په حضوري ډول ارواپوه ته مراجعه کړې. ما سره یې دوه میاشتې همکاري وکړه. واقعآ چې د هغوی مشورو او درملنې زما په وضعیت ۶۰ یا ۷۰ سلنه مثبت اغېز کړی دی.»
همدارنګه د کابل اوسېدونکې ۲۳کلنه ګلثوم وايي، کلونه تر رواني فشار لاندې وه، خو د یوې همکارې له همکارۍ وروسته یې په انلاین ډوله رواني مشوره ترلاسه کړې او توانېدلې چې په ګټورو تګلارو خپلې ستونزې کنټرول کړي. هغې وویل:
«یوې ملګرې مې یو مشاور پیدا کړ. انلاین اونۍ کې یو ځل شاوخوا ۷۰ دقیقې یې جلسې راته ډېرې ګټورې تمامې شوې. اوله جلسه کې یې راته وویل چې څنګه خپل سټریس کنټرول کړم. تمرین یې را کړ، ټوله اونۍ کې به مې کاوه، د هماغه اروا پوه خبرې وې چې ما سره یې ډېره مرسته وکړه، زما وضعیت یې را ښه کړ. زه چې نن دلته یم د الله او د هماغه ارواپوه مرسته راسره ده.»
په ورته مهال ارواپوهان وايي، که یو کس د ارواپوهانو ډاکټرانو پر ارزښت پوه شي، هېڅکله به درمل ونهخوري. دوی ټينګار کوي چې رواني ناروغان د مشاورې مرکزونو ته په مراجعې او مسلکي لارښوونې سره د رواني ستونزو مخه نیولی شي.
ارواپوه محمدالله وویل: «د رواني درملنې مشورې مرکزونو ته راتګ، ځکه دی چې زموږ مراجعین د ارواپوهنې څخه خبر نهدي او دوی دا یو ناسم باور سره تړاو لري چې پدې کې مشوره ورکول، بحث کول شامل دي او سربېر پردې، دوی ننګ بولي چې د رواني اختلالاتو په اړه مرکزونو ته لاړ شي، تر هغه وخته چې ناروغي، داسې مرحلې ته ورسیږي چې خورا شدیده وي او د فرد فعالیت ګډوډ کړي. افغان ټولنې ته د رواني درملنې مشورې ورکولو ته ډېره اړتیا ده، څو دوی ته ډېر پوهاوی ورکړل شي، څو دوی سم پوهاوی ولري.»
یوې بلې ارواپوهې سویتا حبیبي وویل: «عامه پوهاوی په هره ټولنه کې یوه جدي اړتیا ده، په ځانګړې توګه هغه ټولنه چې دودیزه ده، ځکه چې دلته ډېری کلتوري او ټولنیزې مسلې شتون لري. زموږ ځوانان اړتیا لري چې د رواني درملنې په اړه کافي معلومات ولري او دا به دوی سره مرسته وکړي چې په اسانۍ سره په ټولنه کې خپل ځای ومومي. کله چې په ټولنه کې رواني پوهاوی زیات شي، نو ارواپوه ته تلل، نور ننګ نهوي او دا به د رواني روغتیا د پیاوړتیا لامل شي.»
د عامې روغتیا وزارت مسوولان که څه هم هېواد کې د رواني ناروغانو شمېر په اړه څه نهوايي، خو ټينګار کوي چې د تېرو کلونو په پرتله د رواني ناروغانو شمېر کم شوی او هڅه کوي، څو دې برخه کې خپل پروګرامونه زیات کړي.
د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وویل: «موږ په ټول افغانستان کې له ۴۰۰ څخه زیات د درملنې مرکزونه لرو چې ټول یې، زموږ رواني سلاکاران دي او ډاکټران روزل شوي دي. دامهال، له ۵۰۰ څخه زیات مرکزونه شتون لري چې رواني خدمات وړاندې کوي چې ټول یې وړیا دي. د پخوا په پرتله، د دې ناروغانو شمېر ۲۵سلنه کم شوی دی.»
د یادونې ده چې د وروستیو کلونو پرمهال افغانستان کې رواني ستونزې ډېرې شوي چې ډېری خلک د مشورې مرکزونو ته د مراجعې نه ورتګ لامل ټولنیزې او اقتصادي ستونزې بولي. شته دودونه او محدودیتونه لامل شوي چې د رواني روغتیا خدمتونو ته پام ونهشي.


