د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، ۱۴۰۲ لمریز کال ته په پام، تېر ۱۴۰۳ کال کې د افغانستان د سوداګرۍ کچه کې مثبت بدلون راغلی دی.
دغه وزارت نن (یکشنبه، ۳ وري) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان ۱۴۰۳ کال کې د یو میلیارد او ۷۸۵ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات او د ۱۱ میلیارد او ۱۶۴ میلیون ډالرو په ارزښت واردات کړي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغانستان تېر کال تر ټولو ډېر صادارات پاکستان، هند، عربي متحده اماراتو، اوزبیکستان، ایران، قزاقستان، چین، ترکیې، عراق او تاجیکستان او همدغه کال کې تر ټولو ډېر واردات له ایران، عربي متحده اماراتو، پاکستان، چین، ترکمنستان، اوزببکستان، قزاقستان، رورسیې، هند او مالیزیا څخه کړي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د وړاندې شویو شمېرو پر بنسټ، تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې انځر، مالوچې او ممیز د افغانستان تر ټولو مهم صادراتي توکي او تېل، ډیزل، پترول، غنم، مایع ګاز، طبي درمل، غوړي او وریجې تر ټولو مهم وارداتي توکي جوړوي.