رحمتالله هره ورځ د مزارشریف ښار پر یوه سړک دودیز بولاني پخوي. هغه سلام وطندار سره خبرو کې وايي، په وروستیو میاشتو کې یې پلور دوه برابره شوی دی.
د ده په باور، خلک د کمزوري اقتصادي وضعیت په دلیل رستورانت کې د ډوډۍ خوړولو پر ځای د سړک پر غاړه چمتوکېدونکو بولاني خوړولو ته مخه کړې چې په وینا یې، د دوی کاروبار ورسره ښه شوی.
نوموړي وویل: «زه دلته د خلکو لپاره بولاني چمتو کوم او بېوزله ښاریان راځي او په لږو پیسو خپلې ګېډې ډکوي. زموږ خرڅلاو په دې ورځو کې ښه دی، ځکه چې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی. مخکې، موږ په ورځ کې له زرو څخه تر دوه زره افغانۍ ګټلې، خو اوس زه له څلورو څخه تر پنځو زرو افغانیو پلور لرم.»
مزارشریف ښار کې د سړک پر غاړه د خوړو یو بل پلورونکي عبدالروف هم خوښ دی چې دې ورځو کې یې پلور ښه شوی. هغه وویل، په ورځني ډول له درې تر څلورو زرو افغانیو پورې عاید لري.
هغه وویل: «زموږ بازار ښه شوی، ځکه چې خلک نور رستورانتونو ته د تګ توان نهلري. پخوا موږ په ورځ کې له ۱۰۰۰ افغانیو څخه ډېرې نهګټلې، خو اوس موږ په ورځ کې له ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ افغانیو پورې پلور لرو.»
بولاني، قابليپلو، وريجې، کباب، لوبيا او اش هغه خواړه دي چې د مزارشریف ښار پر سړکونو پلورل کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د مزارشریف ښار یوشمېر اوسېدونکي او هغه کسان چې له کوره بهر کار کوي، د سړک پر غاړه د پلورونکو خوراکي توکو کارول له اقتصادي پلوه مناسب ګڼي؛ خو د ناروغیو د مخنیوي په موخه یې پر پاکوالي هم ټینګار کوي.
دوی وايي چې د بېوزلۍ له امله د رسټورانټونو پر ځای له دغو ځایونو خواړه اخلي.
د مزارشریف ښار اوسېدونکي احمدصفا وویل: «کار نشته او موږ دا خواړه د ارزانوالي په خاطر اخلوو او خوروو یې. موږ نشو کولی چې په یوه رستورانت کې د ۲۰۰ یا ۳۰۰ افغانیو لپاره ډوډۍ وخورو. دا کراچۍ زموږ لپاره مناسبې دي. موږ یوازې دا غوښتنه کوو چې خواړه پاک وي او زاړه غوړ ونهکارول شي، څو خلک ناروغه نشي.»
اصف وویل: «دا کراچيوانان چې خواړه پخوي، زموږ په څیر خلکو لپاره ښه دي چې غریب او بېروزګاره دي، ځکه چې زموږ اقتصادي وضعیت خراب دی او موږ له دې څخه لوړ څه نشو اخیستلی. دا به ډېره ښه وي، که پلورونکي پاکوالي ته جدي پاملرنه وکړي.»
که څه هم د ډاکټرانو په وینا، د سړک پر غاړه د پلورونکو خوراکي توکو کارول د هوا ککړتیا او د تاریخ تېره غوړیو کارولو له امله له خطره خالي نهدي؛ خو په خبره یې، بېوزلي خلک اړ کړي چې دغو ټکو ته پام ونهکړي.
دې ورځو کې د مزارشریف ښار په رسټورانټونو کې د یو خوراک مناسبو خوړو بیه له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو پورې ده؛ خو یو کس کولی شي د سړک پر سر خوړو پلورونکو څخه په ۲۰ افغانیو هم یو خوراک خواړه واخلي.