د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير مولوي عبدالکبير وویل، د نړیوالو لپاره نهشي کولی خپل قوانين بدل او د بهرنيو قوانين په کې ځای پر ځای کړي.
هغه تېره ورځ جمعه پکتیا کې د جهادي مدرسې د دستاربندۍ غونډې ته ویلي، که نړیوال غواړي چې له افغانستان ورته ستونزه جوړه نهشي، هغوی هم باید اسلامي امارت سره ګذاره وکړي.
هغه وویل: «که نړیوال له موږ ګذاره کول غواړي لومړی به د افغانستان په اوسني نظام کار نهلري او د نړیوالو خوشالولو لپاره نهشو کولی د قرآن شريف يوه سپاره کمه کړو، موږ د هغوی خوشالولو لپاره په خپلو قوانينو کې يهوديت او نصرانيت نه شو ځای کولی.»
مولوي عبدالکبير وويل چې د افغانستان لوېش لوېشت خاوره د اسلامي نظام قلمرو دی او هيچا ته به يې په اختيار کې ورنهکړي.
هغه دغهراز يو ځل بيا نړيوالو او ګاونډيو هيوادونو ته ډاډ ورکړ چې افغانان امن خوښونکي خلک دي او هيڅکله به هم چا ته ضرر ونه رسوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر همدارنګه وویل، هېڅ وخت به افغانستان کې داسې چا او ډلې ته ځای ورنهکړي چې ګاونډيانو او نړيوالو ته ترې خطر پېښ شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مولوي عبدالکبير زیاته کړه چې چې افغانان په اسلاميت سره راټول دي او هيڅکله په قوم، ولايت او سمت به سره تقسيم نهشي، خو څرګندوي چې اوس هم دوښمنان غواړي چې افغانان په خپل منځ کې ولې نه سره جنګيږي او ولې ارام ژوند کوي.
هغه دغهراز وويل چې اوسنی نظام نه د چا تبيلغاتو په پایله کې رامنځته شوی او نه به يې د چا تبيلغات کمزوری کړي.
هغه زياتوي چې شل کاله يې د اوسني نظام د حاکمولو لپاره قرباني ورکړې او اوس يې د ساتنې لپاره هم قرباني ورکوي.
«افغانان مسلمانان دي او سره وروڼه دي هيڅوک يې په خپل منځ کې په جنګ نشي سره اچولی. ولايتونه يوازې د خلکو د سهولت لپاره رامنځته شوي او هيڅوک بايد د قوم او ولايت په نوم بايد ځان پورته ونه بولي.»
مولوي عبدالکبير وويل چې هغه افغانان چې اوس يې ځينې هيوادونه په زور را وباسي دا افغانان د امريکا او د هغوی د غلامانو د راشن لپاره له خپل هيواد نه و تللي، بلکې په دين او هيواد يې بريد شوی و، نو ځکه يې کډوالی ژوند غوره کړ او که څوک افغان کډوالو ته په سپک نظر ګوري چې دا وږي و، دوی د افغانانو تاريخ نه پيژني.


