د سیمې اوسېدونکي وايي، سره له دې چې روغتیایي ټیمونه د ماشومانو درملنه کوي، خو د خلکو خراب اقتصادي وضعیت او د خوراکي توکو کموالی د دې لامل شوی چې ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ شي.
د څوکۍ ولسوالۍ د دېوهګل درې د څوکۍ زوړ کلي او اندرلچک کمپونو یو شمېر اوسېدونکي وایي، له زلزلې وروسته یې ژوند ډېر تریخ شوی.
دوی وویل چې د کورونو د ویجاړیدو، بېروزګارۍ او د خوراکي توکو د کمښت له امله، د ماشومانو تغذیه سمه نه ترسره کیږی او دا حالت ورځ تر بلې اندېښنې زیاتوي.
د دېوهګل درې اوسېدونکي راز محمد وویل: «زما یو زوی دی ډېر کمزوری دی، وس مې نه کیږي چې ښه خواړه ورته برابر کړم.»
همدارنګه د څوکۍ ولسوالي د دېوهګل درې د شهیدانو بانډې اوسېدونکي ابراهیم هم وویل: «زمونږ ماشومان له زلزلې را په دې خوا بیخي خراب شوي، داسې خواړه نهشو برابرولی چې د هغوی روغتیا ورسره ښه شي.»
د خوارځواکۍ ناروغي په ځانګړې توګه په هغو ماشومانو کې ډېره لیدل کېږي چې د زلزلې له امله بېځایه شوي او کافي خوړو ته لاسرسی نه لري او د سختو اقتصادي شرایطو له امله یې د بدن مقاومت کم شوی.
دېوهګل دره کې د زلزله ځپلو کلونو کې روغتیاپالان هم مني چې زلزلهځپلو کورنیو کې د خوراځواکۍ کچه لوړه شوې.
اندرلچک کمپ کې د AYSO روغتیايي موسسې چې د روغتیا نړیوال سازمان WHO له خوا یې ملاتړ کیږي، د خوارځواکۍ برخې مسوول سردار خان میاخېل وویل، دوی ته هره ورځ تر شپږو پورې خوارځواکه ماشومان ور وړل کیږي.
«دلته خوارځواکه ناروغان ډېر زیات دي، داسې ورځ هم وي چې تر شپږو پورې کسان مونږ ته مراجعه کوي، همدارنګه دوه درې خوارځواکه مېندې مونږ ته راځي، مونږ یې ثبتوو، بیا تعقیبي ویزیټ ته هم راځي. دلته خو غریزې سیمې دي، دلته هغسې خواړه چې هغه پروټین ولري، ویټامین ولري او شحمیات ولري، هغه دلته نهشته.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
روغتیاپالان زیاتوي چې په کمپونو کې فعال روغتیايي ټیومونه هڅه کوي د زلزله ځپلو کمپونو کې د ناروغیو مخنیوي او پر وړاندې یې د مبارزې لپاره د عامه پوهاوي او خدماتو کچه لوړه کړي.
د څوکۍ د زوړ کلي کمپ مسوول عزیز الله کریمي وايي، د “HELNET او “(AYSO)” موسسو د روغتیايي ټیمونو له لارې د خوارځواکۍ د درملنې ترڅنګ ځانګړې مغذی چاکلیت ورکوي.
«د ماشومانو د تغذیې په برخه کې مونږ سره د هلنټ اداره کار کوي او خدمات وړاندې کوي، هغه ماشومان چې په خوارځواکۍ اخته دي، او اوس مونږ سره دې کمپ کې دي، هغوی ته مغذي چاکلټ ورکول کیږي، ترڅو ښه شي. ترڅنګ یې د ایفوراو په نوم اشپزخانه هم شته، ناروغانو ته هغه خوراکونه ورکوي، چې ډېر ویټامینونه لري، هغه ماشومان چې خوارځواکه دي، ترڅو ورکړل شي او کچه یې راټيټه شي.»
که څه هم د مرستندویو موسسو فعالیتونه دوام لري، خو د خلکو په وینا، دا مرستې د ټولو کورنیو اړتیاوې نه شي پوره کولی.
تر زلزلې وروسته د کورنیو اقتصادي وضعیت خرابېدل، بېکارۍ او د ژمي موسم رارسېدل هغه لاملونه دي چې د دغو کمپونو کې د خوارځواکۍ حالت لا پسې سختولی شي.
د زلزلهځپلو کورنۍ تمه لري چې له عاجلو روغتیایي خدمتونو سره سره، اوږدمهاله اقتصادي ملاتړ یې هم وشي، څو د خوارځواکۍ ناروغي د یوې لنډمهالې ستونزې پر ځای د تل لپاره ختمه شي.


