افغانستان کې خوارځواکي د ژورو انساني ناورینونو له ډلې شمېرل کېږي چې د اقتصادي ستونزو ترڅنګ، له کلونو راهیسې هېوادوال په ځانګړې توګه مېرمنې او ماشومان اغېزمن کړي دي.
د دې موضوع ارزونې لپاره سلاموطندار د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه له ۲۱ مېرمنو سره خبرې کړي چې موندل شوې دغه مېرمنې د خوارځواکۍ له امله د جسمي رنځ سربېره، د تنګسیې له امله د درملو او خوراکي توکو برابرولو کې هم پاتې راغلې دي.
د مېرمنو له ډلې ۱۲ یې، وايي چې اقتصادي وضعیت یې ښه نهدی او دې چارې د دوی فزیکي سلامت او رواني ارامښت ګډوډ کړی دی.
د کاپیسا اوسېدونکې ۳۵کلنه ادیبه او د لغمان اوسېدونکې ۲۸کلنه خدیجه چې پر خوارځواکۍ اخته دي، وايي چې د تنګسیې او اقتصادي ستونزو له کبله نهشي کولای چې خواړه او د اړتیا وړ درمل برابر کړي.
ادیبه وايي: «نه، موږ د مېوو د پېرلو توان نهلرو. د اومیندوارۍ په وخت کې مې وینه کمه وه، سردرد او د پښو درد مې درلود؛ ماشوم مې هم کمزوری و. اوس هم زه خپله ستونزې لرم او هم مې ماشوم کمزورې دی. موږ هېڅ ډول سالم غذایي رژیم نه درلود. ډاکټر راته سپارښتنې کړې وې چې سالم خواړه وخورو یا فلان او فلان خوراکونه چې پیاوړي دي، خو زه یې نهشم پېرلی، ځکه بېوزله یم. هغه وېټامینونه او دواګانې چې لیکلې یې وې هم مې ونه شوای پېرلی.»
خدیجه وايي: «موږ د مېوو، غوښې او وریجو د پېرلو توان نهلرو. کله چې اومیندواره وم، هېڅ ډول مقوي خواړه مې نه لرل. څو قدمه چې لاړه شم، زړه مې رپیږي او ډېره کمزورې یم. ډاکټر راته وویل چې لبنیات، مېوې او تقویتي خواړه وخورم، خو موږ د هغوی د پېرلو وس نهلرو. له همدې امله نور نشم کولای دواګانې هم وخورم.»
ظریفه چې ۲۶کلنه د فاریاب اوسېدونکې او کبرا ۲۷ کلنه د کابل مېشتې هغه دوه مورګانې دي چې د زېږون وروسته د سخت اقتصادي وضعیت له امله د سمې تغذیې له نشتون سره مخ شوې دي. دوی وایي، د کورنۍ خراب اقتصادي حالت د دې سبب شوی چې د مقوي خوړو د برابرولو توان له لاسه ورکړي.
ظریفه په خپلو خبرو کې وایي: «موږ په ورځ کې یوازې دوه وخته ډوډۍ خورو، هغه هم ارزانه خواړه. د مېوې او غوښې د پېرلو توان نهلرو. ډاکټر ته تللې وم، دوا یې راکړې وه، خو زموږ اقتصاد دومره خراب دی چې د هغو ویټامیني دواګانو کارول هم نه شوای کولای.»
کبرا هم ورته ستونزې لري. هغې وویل: «عموماً دوه وخته خواړه خورو چې وچه ډوډۍ، وریجې او کچالو پکې وي. د مېوې او غوښې د پېرلو وس نهلرو. لامل یې د خاوند بېکاري ده. دومره کار کوي چې یوازې د وچې ډوډۍ او وریجو اړتیا پوره کړي. زه ورځ تر بلې کمزورې کېږم او د بدن ضعف حسوم.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سروې شوېو ښځو له ډلې ۹ تنو نورې هم وایي چې یوازې دوی نه، بلکې د دوی ماشومان او نوې زېږېدلي هم د وړې تغذیې له ستونزې سره مخ دي او تراوسه هېڅ ډول مرسته نه ده ورپرې شوې.
زرمینه ۴۰کلنه د کابل اوسېدونکې ده چې د خاوند د نشې له امله د اته کسیزې کورنۍ سرپرستي په یوازې ځان ترسره کوي، وایي چې د کور اقتصادي فشار نه یوازې هغې، بلکې د هغې د کوچنیو ماشومانو روغتیا هم ډېره زیانمنه کړې ده.
هغې وویل: «زما یو زوی او یوه لور دواړه کمزورې دي او اشتها نهلري. د دوی تغذیه ډېره خرابه ده او هره ورځ وزن له لاسه ورکوي. له هېڅ موسسې مو مرسته نه ده ترلاسه کړې. زموږ تر ټولو ستره ستونزه همدا فقر او بېچارګي ده. اقتصاد مو ډېر خراب دی او بیې لوړې شوې دي؛ موږ نشو کولای چې د کور لومړنۍ اړتیاوې هم پوره کړو.»
۲۹کلنه الیناز د غور اوسېدونکې ده، وايي: « درې وخته تور چای او وچه ډوډۍ، غرمه هم کله وچه ډوډۍ او چای، ځینې محلي معمولي خواړه، اقتصادي وضعیت مو ښه نهدی، کوچنی ماشوم مې هم تل بېحاله وي او وزن یې کم دی. فقر، د دندې نشتوالی او کافي خوړو نشتوالی مې زوروي.»
بلخوا یوشمېر د داخله برخې متخصص ډاکټران اقتصادي ستونزې، ټولنیز شرایط، پرلهپسې اومیندوارۍ او د روغتیایي خدمتونو نشتوالی، د هغو مهمو عواملو له ډلې بولي چې د ښځو او ماشومانو ترمنځ د سوې تغذیې د زیاتېدو لامل ګرځي. دوی ټینګار کوي چې یوازې د مناسب شرایطو برابرول، له کافي خوړو سره لاسرسی او د مقوي درملو کارول، کولای شي د سوې تغذیې د پراختیا او خرابېدو مخه ونیسي.
د داخله عمومي متخصص، محمدخالد غالب، وایي: «دا ستونزه ګڼ عوامل لري چې پهکې ټولنیز–اقتصادي وضعیت، فقر او د کافي خوړو نهبرابرېدل، پرلهپسې اومیندوارۍ، کمخوني او نور شامل دي. که یې درملنه ونهشي، د بدن شدید ضعف، شدیده کمخوني، د وېښتانو تویېدل، هورموني ستونزې، د حیض ګډوډي، د انرژۍ کموالی او د عفونتونو زیاتوالی رامنځته کوي.»
د داخله عمومي متخصص محمد صادق کاروال بیا وایي: «د سوې تغذیې د مخنیوي لپاره باید ښځې له انرژۍ ډک او متنوع خواړه وخوري، چې ټول وېټامینونه، م fatsه، پروتینونه او کاربوهایډریټونه په متوازن ډول پکې شامل وي. په ځانګړي ډول د امیندوارۍ او شیدې ورکولو په موده کې باید سالم او منظم خواړه وکارول شي.»
له دې ټولو سره، د ښځو د حقونو یوشمېر فعالان د سوې تغذیې له زیاتېدو اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي چې د مناسبې تګلارې په غوره کولو د افغانستان اقتصادي ستونزو ته حل لارې ومومي، څو د سوې تغذیې د خرابېدو مخه ونیول شي.
د ښځو د حقونو فعاله حمیرا فرهنګيیار وایي: «افغانستان هغه هېواد دی چې د خلکو یوه لویه برخه یې له کلونو راهیسې د سوې تغذیې ستونزه لري. هغه ستونزې چې ښځې یې په دوران امیندوارۍ کې تجربه کوي ورځ تربلې زیاتېږي. اقتصادي فقر خپله د دغو ستونزو د پراخېدو لوی لامل دی او دا یوه جدي او اندېښمنوونکې موضوع ده.»
د ښځو د حقونو فعاله، تهمینه منګل زیاتوي: «د دې ماشومانو او ښځو د ملاتړ لپاره باید دولت خوندي مرکزونه جوړ کړي، ملاتړیز خدمتونه زیات کړي او د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي.»
بلخوا د عامې روغتیا وزارت مسوولان وایي چې د سوې تغذیې د کمولو لپاره د وقایوي تدابیرو نیول، د کورنیو په ځانګړي ډول د ښځو پوهاوی لوړول او د روغتیایي خدماتو پراخول، د دوی د کار مهمې برخې دي. دوی ټینګار کوي چې هڅه کوي روغتیایي خدمتونه ټولو هېوادوالو ته ورسوي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافتزمان امرخېل سلاموطندار ته وویل: «په دې وروستیو کې مو هغو ماشومانو او شیدې ورکوونکو ښځو ته چې د سوې تغذیې له ستونزې سره مخ دي، وقایوي تدابیر، مشورې او د تغذیې اړوند درمل برابر کړي دي. خوشبختانه زموږ د خدماتو مرکزونه زیات شوي او اوس نږدې ۳۲۰۰ مرکزونه په ټول هېواد کې لرو. هدف مو دا دی چې هغه خلک چې مخکې یې خدمتونه نه ترلاسه کول، اوس ورته لاسرسی پیدا کړي.»
یاده دې وي چې د خوړو نړېوال پروګرام (WFP)، ورلډ ویژن (World Vision)، د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) او د ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) په روان میلادي کال کې خبر ورکړی چې د ژمي د رارسېدو په درشل کې به په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ترمنځ د سوې تغذیې کچه لوړه شي.
د دغو بنسټونو د ارزونو له مخې، افغانستان دامهال د نړۍ د هغو هېوادونو په ډله کې څلورم مقام لري چې د شدیدې سوې تغذیې خپرېدل پهکې ډېر دي.


