کونړ کې د روان کال د وږي میاشتې ۹مې له مرګونې زلزلې څه باندې دوه میاشتې تیریږي، خو ټکانونه یې لاهم د خلکو په څېرو او سترګو کې له ورایه احساسېږي.

له دغې زلزلې مخکې د څوکۍ ولسوالي د دیوه‌ګل درې د ډېری خلکو ژوند له خندا او رڼا ډک وو، خو اوس د غم په تیارو کې ډوب دی. د دېوه‌ګل درې د «پرخو بانډې» ۱۶کلن سلیم چې زلزله کې یې د کورنۍ ۴ غړي له لاسه ورکړي او ۱۲ ټپیان دي، اوس نه خوب لري او نه کور.

سلیم ته تېرې دوه میاشتې د عمر د دوو پېړیو په څېر اوږدې ښکاري او د ژوند د خوښي او خوږو خاطرو ځای یې زخمونو نیولی چې دی ارام ته نه پرېږدي.

هغه وویل: «زما ورور، دوه خویندې او نیا مې شهیده شوه، ۱۲ ټپیان لرو چې پلار، ۴ وروڼه، دوه خویندې او نور مې ورېرونه دي. کورنۍ مې لاندې ښکته کمپ کې دي، زه دلته پاتې یم، یو شل وزې دي هغه ساتم. ټپیان مو شوماش کې طیارې جیګ کړل او ګمبیري روغتون ته یې وړي وو، علاج یې شوی اوس ښه دي.»

زلزلې نه یوازې له سلیم څخه کور او د کورنۍ غړي اخیستي، بلکې د ده څاروي یې هم تر خاورو لاندې کړل؛ کوم څاروي چې د کورنۍ د اقتصاد ستنه یې وه.

دی چې کورنۍ یې د دېوه‌ګل درې د زلزله ځپلو کمپ کې مېشته ده، سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي:

«زمونږ خپل ځای کې اوبه وچې شوي، زلزلې هرڅه له منځه وړي، نه په کې د مال ګوزاره کيږي او نه د انسان، دلته د ماما ځای ته را اوښتی یم، لږ هوار دی. او یوازې اوسیږم. ۱۲۰ وزې مو وې، شل یې پاتې دي او نورې ټولې له منځه تللي، له ۸ غواګانو مو یوازې څلور پاتې دي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د سلیم سترګې د اوبو ډنډ ته ورته دي، د لوړ غږ په څېر یې درد هم ژور دی. له زلزلې را وروسته د هغه د ژوند هره شېبه له ازمېښت ډکه ده، د پخوا په څېر نه کور لري، نه خواړه او نه د ژوند هوساینه.

سلیم چې د خپل نړېدلي کور د خاورو ترمنځ د راتلونکې په لټه کې دی، یوازې یوه هیله لري.

«مرستې را سره شوي، خوراکي او غیرخوراکي توکي را کړل شوي، خو ژمی را روان دی، یوه خیمه ده. څه ووایم، که ځای برابر شي یا کور بېرته جوړ شي همدلته به یو، کنه‌نو بل طرف ته به ځو. دلته زمونږ ځای کې ۳۰ پورې کورنۍ اوسېدې اوس کورونه تش دي، د چا کور کې د پاتې څارویو ساتلو لپاره یو کس شته، خو د چا کې هغه یو هم نشته.»

د سلیم کیسه کونړ کې د زرګونه هغو زلزله‌ځپلو د غم او درد هېنداره ده چې ژوند یې د زلزلې او بې‌وسۍ تر سیوري لاندې دوام لري.

د هوا په سړېدو او د ژمي په رانژدې کېدو سره د څوکۍ ولسوالۍ د دیوه‌ګل درې زلزله ځپلي د دوامداره لاسنیوي، مهربانۍ او د کورونو جوړولو غوښتونکي دي.

د مرستو ټیمونه وخت په وخت د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه‌ګل درې زلزله ځپلو سیمو ته ورځي، خو اړتیاوو ته په کتو، لا ډېرو مرستو ته ضرورت دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام