د هلمند لښکرګاه ښاروال حافظ صدیق نن (دوشنبه، وري ۲۵) یوې غونډې ته وویل، د لښکرګاه ښاریانو له لوري پر وخت د ټکسونو نه تحویل د پراختیايي پروژو تطبیق له خنډ سره مخ کړي دي.
دی وايي، د ټکسونو له لارې ټولېدونکي عواید د ښار د سړکونو ترمیم، د فاضله اوبو سیستم او د پارکونو رغولو او نورو خدماتي چارو د تمویل لپاره کارېږي.
هغه د لښکرګاه له ښاریانو وغوښتل چې د ټکسونو د تحویل په برخه کې مسوولانو سره همکاري وکړي.
د هلمند لښکرګاه ښاروالي د عامه اړیکو مسوول محمد طاهر ابشار وویل:
«که چیرې دا عواید راټول نهشي، ښاري خدمتونه له ځنډ سره مخ کېږي، دا مستقیم د خلکو پر ورځني ژوند اغېز کوي. موږ له خلکو هیله لرو چې د ښاري نظم برخه شي.»
بل لور ته، د لښکرګاه یو شمېر اوسېدونکي د ښاروالۍ هڅې ستايي او وایي چې د ښاري فرهنګ پالنه او دعامه تاسیساتو ساتنه د هر وګړي مسؤلیت دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د لښکرګاه دوو اوسېدونکو عبدالحکیم وردګ او نعمتالله وفادار وویل: «د ښار پاک ساتل، د تاسیساتو ساتنه او د ټکس پر وخت ورکول زموږ د ګډ ژوند ښهوالي لپاره ضروري دي.»
«که هر څوک خپله ونډه ولري، ښار به پرمختګ وکړي، ستونزې به کمې شي او موږ به یو منظم چاپېریال ولرو.»
دا څرګندونې داسې مهال دي چې د لښکرګاه ښاروالۍ مسوولانو ولس ته د کلنۍ حسابورکوونې غونډې پر مهال وویل، تېر مالي کال کې د دوی له لوري ۲۲۳ میلیون فغانۍ عواید اټکل شوي و چې له دې ډلې په ثابتو عوایدو کې ۱۲ سلنه زیاتوالی راغلی، خو په غیرثابتو عوایدو کې د یو شمېر پروژو نهپلي کېدو له امله کموالی راغلی دی.
د لښکرګاه ښاروالۍ د مالوماتو له مخې، د روان ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ۱۵۲ میلیون افغانیو په ارزښت بېلابېلې پراختیايي پروژې پلان شوي چې پلي کېدل به یې د ښاري نظم د ساتنې، د خلکو همکارۍ او د عوایدو د راټولولو پر څرنګوالي پورې تړلي وي.


