د نږدې دوو میاشتو په تېرېدو کونړ کې د وږ میاشتې ۹مې مرګونې زلزلې ټکانونه لاهم د خلکو زړونه لړزوي. د شپې ناوخته دغې زلزلې په څو شېبو کې د زرګونه کورنیو ژوند یو مخ ور بدل کړ.
۴۲کلن بازمحمد چې د کونړ د څوکۍ ولسوالي دېوهګل دره کې د ګاګیزو تنګي د «شروکڅۍ» اوسېدونکی دی، د زلزلې پرمهال یې د کورنۍ ۳۳ غړي او هرڅه له لاسه ورکړي دي.
د هغه د کور نړېدلي دېوالونه اوس یوازې یوه غمجنه کیسه بیانوي. بازمحمد وايي، زلزلې یې د کورنۍ خندا ترې اخیستې او ژوند ورته بېمانا شوی دی.
ده وویل: «زلزلې مې کور په بل مخ کړی، د اوسېدو نه دی، ۳۳ شهیدان مې کور کې شوي، د دینمحمد په نوم یوه تره مې ۱۷ شهیدان ورکړي، خپله شهید شوی، مېرمن یې شهیده شوې، څلور یې زامن دي، درې یې نږندې دي، همداسې لمسیان یې شهیدان شوي، د رحیم ګل په نوم بل تره مې ۹ شهیدان ورکړي. د تره زوی مې هم خپلو دوو بچیانو سره شهید شوی. مېرمن یې یوازې پاتې ده. د تره بل زوی مې یوازې یو زوی پاتې شوی او نور څلور کسان شهیدان شوي دي.«
د ګاګیزو تنګي «شروکڅۍ» کې شاوخوا ۱۰۰ پورې کورنیو ژوند کاوه، خو اوس په کې د یو څو کورنیو محدود شمېر کسان د وسایلو ساتلو لپاره دغه سیمه کې د نړېدلو کورنو ترڅنګ، خیمو کې اوسیږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یادې سیمې خلک اوس د دېوهګل درې د زلزله ځپلو کمپونو کې ځای پر ځای شوي. زلزلې د «شروکڅۍ» د اوبو چینې هم زیانمنې یا وچې کړي.
په اړه یې بازمحمد وویل: «اوس دې کوز تنګي کې اوسېږم، ورونه مې لاندې کمپ کې اوسیږي، یوازې یو ورور مې د وسایلو لپاره پاس باڼده کې پروت دی. زمونږ ښوونځی، جماعت لارې هرڅه انتظام مو دلته ختم شو. ۴۰ مالونه مو له منځه لاړل، ۱۲ غواګانې مې تلف شوې..»
ده وویل چې مالداري یې هم زلزله کې له منځه تللې او اوس خپلې راتلونکې ته اندېښمن دی. دی د خلکو او حکومت له مرستې خوښ دی او وايي چې د هغوی له همکارۍ پرته ناممکنه وه چې خپل شهیدان یې له خاورو را اېستلي وی.
«د حکومت او ولس همکاري که نه وی مونږ به اوس لېوني وی، ډېره سخته ده چې د کورنۍ ۳۳ کسان دې په یو څو شېبو کې له دې نړۍ لاړ شي. یو تره زوی مې له پېښوره راغلی وو هغه هم زلزله کې شهید شو.»
بازمحمد اندېښمن دی چې را روان ژمي کې به یې خیمو کې ژوند نور هم سخت شي. دی له مسوولانو او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د کورونو جوړولو کې ورسره همکاري وکړي.


