د کونړ وروستۍ زلزلې د ځاني زیانونو او د کورونو د ویجاړۍ ترڅنګ، د سیمې پر طبیعي سرچینو، اقتصادي او ایکولوژیکي بنسټونو ژور منفي اغېز کړی.
د سلاموطندار راډیو له لوري شوې څېړنه ښيي چې د دې ناورین پایلې د اوبو سرچینو، د ځنګلونو او د کرنې او مالدارۍ د پراخ تخریب لامل شوی.
د زلزلې یوه منفي پایله دا ده چې د کونړ یو شمېر ولسوالیو کې یې د اوبو سرچینې ویجاړې کړي.
د مالوماتو له مخې، د څوکۍ ولسوالۍ ۵۲.۸ سلنه اوسېدونکي وایي چې د اوبو ډېره برخه سرچینې یې خرابې شوي او ۲۸.۷ سلنه د اوبو سرچینو د بشپړ وچېدو خبر ورکوي.
همدارنګه ۱۰.۷ سلنه اوسېدونکي شته اوبه د څښاک وړ نه بولي او یوازې ۷.۴ سلنه کسانو د کوم بدلون یادونه نهده کړې. دا شمېرې ښيي چې د سیمې ۹۲.۲ سلنه اوبه خرابې شوي.
د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکي محمد شیرین او اسماعیل وایي: «موږ نن د هر اوبو سطل لپاره په ډېره ستونزه سیند ته ځو. چینې وچې شوې، د اوبو ټانکۍ ماتې شوي. موږ پاکو اوبو ته لاسرسی نه لرو او ټول ناروغه کېږو.»
«زموږ د اوبو رسولو سیستم په بشپړه توګه ویجاړ شوی. پایپونه مات دي، سیند لرې دی او د اوبو انتقال د ښځو او ماشومانو لپاره ډېر سخت شوی. موږ له مرستندویو بنسټونو غوښتنه کوو چې موږ یوازې پرې نهږدي.»
د سلاموطندار موندنې ښيي چې دامهال ۶۴.۹ سلنه خلک له سطحي اوبو استفاده کوي او ۲۵.۷ سلنه له نور له کلیو اوبه راوړي؛ دا وضعیت د عامې روغتیا لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي.
اخوا، کرنیزې ځمکې چې د کلیوالي معیشت اساسي ستنه جوړوي، په پراخه کچه زیانمنې شوي.
د موندنو له مخې، ۷۳.۴ سلنه ځمکې تخریب شوې، ۱۷.۸ سلنه په بشپړه توګه لهمنځه تللي او یوازې ۳.۹ سلنه سمې پاتې دي.
په ټوله کې، ۹۳.۲ سلنه کرنیزې ځمکې زیانمنې شوي؛ دا کچه د کورنیو اقتصاد ته سخت زیان رسوي او د محلي خوړو د تولید په جدي ډول راکموي.
د څوکۍ ولسوالۍ د «بادینزو» او «سلیمانزو» کلیو اوسېدونکي حفیظالله او ګل محمد وایي: «باغونه وچ شوي. د دې سیمې خلک تر ډېره په کرنه بوخت دي او بله دنده نهلري. دا کانالونه باید پاککاري شي او ځمکې بیاورغول شي، ځکه د خلکو ټول ژوند په همدې ځمکو پورې تړلی دی.»
«زموږ کرنیزې ځمکې نږدې ۸۰ سلنه ویجاړې شوي؛ هم سېلابونه او هم زلزلې لامل شوي چې ځمکې مو ونړېږي. دا سیمه غرنیزه ده او ځمکې په لوړو ځایونو کې پرتې دي، نو بیارغونه یې ډېره ستونزمنه ده. ما خلکو ته ویلي چې دا مهال دې خاوره واچوي، تر څو په موقتي ډول مهار شي او وروسته دې په اساسي ډول بیاورغول شي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اخوا، مالداري چې د کلیوالو کورنیو له مهمو عایداتي سرچینو څخه ده، هم زیانمنه شوې. ۵۹.۵ سلنه ځواب ویونکو ویلي چې د دوی د مالونو یوه برخه یا ټول له منځه تللې او ۴.۱ سلنه نورو په بشپړه توګه خپل مالونه له لاسه ورکړي.
یوازې ۳۱ سلنه خلکو ویلي چې مالونه یې جوړ پاتې دي. دا وضعیت د کلیو خوراکي او اقتصادي اتکا له جدي بحران سره مخ کړې.
د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکي یعقوب او ثمرګل وایي: «ما خپل ټول څاروي له لاسه ورکړي؛ وزې مې لرلې، نږدې سل وزې مې درلودې چې اوس ترې یوازې شل پاتي. څلور غواوې مې هم له منځه تللي. زما وضعیت همداسې دی؛ زموږ ټول ژوند په همدې څارویو پورې تړلی و، خو اوس ټول له منځه تللي. هغه څه چې پاتې دي، ګوډ او ناروغ څاروي دي.»
«ما د ۳۰ او ۴۰ ترمنځ څاروي لرل چې د ډبرو د راپرېوتو له امله ډېر یې ټپیان شول او پنځه وزې مې مړې شوې. موږ د همدې وزو شیدې کارولې، پلورلې مو او د خپلو ماشومانو لپاره مو ترې استفاده کوله. د زلزلې له امله ځینې څاروي په غرونو کې ورک شوي، پر ځینو ډبرې لوېدلې او ځینې لا هم د لوږې او تندې له امله په دښتو کې شپې سبا کوي.»
د کونړ ځنګلونه چې د لرګیو برابرولو، سون توکو، د خاورې ساتنې او د ایکوسیستم د ثبات مهم رول لري، هم زیانمن شوي. ۶۵ سلنه ځواب ویونکو د ډېر زیان راپور ورکړی، ۱۸.۸ سلنه یې د منځني زیان یادونه کړې ده.
یوازې ۴.۷ سلنه ځنګلي سیمې بېزیانه پاتې دي او ۱۰.۶ سلنه ویلي چې په سیمه کې یې ځنګل نشته. په دې حساب، ۸۳.۸ سلنه موجود ځنګلونه تخریب شوي؛ دا حالت په راتلونکي کې د ځمکې ښویېدو، سېلابونو او د خاورې د لهمنځه خطر زیاتولی شي.
د دې سروې پایلې ښيي چې د کونړ زلزله یوازې یوه طبیعي پېښه نه وه، بلکې یو پراخ چاپېریالي او اقتصادي ناورین دی چې د کلیوالي ژوند ټول حیاتي اړخونه یې تر اغېز لاندې راوستي.
د اوبو سرچینو کمېدل، د ځنګلونو له منځه تلل، د کرنیزو ځمکو تخریب، د څارویو تلف کېدل او د طبیعي ایکوسیستم ګډوډېدل، ټول د دې ښکارندويي کوي چې د بیارغونې لپاره بېړنۍ، منځمهاله او اوږدمهاله جامع تګلارې ته جدي اړتیا شته.
د یادونې ده چې د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۳۱مه (۹ سنبله ۱۴۰۴) د ۶.۰ ریشتر په شدت زلزلې د هېواد په ختیځ کې د کونړ ولایت ولړزاوه.
دا زلزله چې ژوروالی یې یوازې ۸ کیلومتره وو او نورګل ولسوالۍ کې رامنځته شوه، د وروستیو لسیزو له تر ټولو مرګونو زلزلو څخه وه چې تر ۲۲۰۰ زیات کسان پکې ووژل شول، له ۴۰۰۰ څخه ډېر ټپیان او شاوخوا ۸۰۰۰ کورونه ویجاړ شول.


