پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف رويټرز خبري اژانس سره تازه مرکه کې ويلي، داسې ښکاري چې هند به ډېر ژر په پاکستان بريد وکړي، خو په وینا یې دغه برید ته د ځواب ورکولو لپاره بشپړ تياری لري.
هغه دغه مرکه کې وویل، خپل ځواکونه یې پیاوړي او چمتو دي، ځکه په نږدې راتلونکې کې د دغه بريد د ترسره کېدو احتمال شته.
دی وایي: «په همدې اساس بايد په دغو شرايطو کې ستراتېژيکو پرېکړې ونيول شي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خواجه اصف زیاتوي چې ځواکونه يې د هند د بريد پر شا تمبولو لپاره بشپړ تياری لري، خو له اټومي وسلو به هغه مهال استفاده وکړي چې هېواد ته يې مخامخ ګواښ متوجه شي.
د یادونې ده چې هند او پاکستان د هندي کشمير په پهلګام سيمه کې پر سېلانيانو تر برید وروسته د يو بل پر ضد بريدونو ته د تياري خبرداري ورکوي.
دغه برید کې ۲۶ کسان ووژل شول او یوشمېر نور ټپیان شول.



