افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، له طالبانو سره د ده او افغانستان کې د ناټو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموريت قومندان سکاټ مېلر په څو ناستو کې منلې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې په موادو د عمل او پر ټولو ژمنو د درېدو اقدامات بايد له سره تنظیم شي.
خليلزاد تېره ورځ په خپاره شوي ټوېټ کې ويلي، که دا اقدامات له سره تنظیم شي نو تمه ده چې په تاوتریخوالي کې به د پام وړ کموالی راشي.
نوموړي زياته کړې، له دې خبرو يې معنا دا ده چې د طالبانو له لوري به بريدونه کمېږي، ځکه چې په خبره يې اوسمهال ډېر افغانان وژل کېږي چې د دوی د وژلو مخه ونيول شي.
خليلزاد همداراز ويلي چې له تېرو څو اوونيو راهيسې د طالبانو له لوري بريدونه ډېر شوي چې دا کار د سولې بهير ګواښي او افغانان او د افغانستان سيمهييز او نړيوال ملاتړ اندېښمنوي.
نوموړي زياته کړې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې د عملي کېدو څار ډېروي او وايي چې ټول اړخونه بايد خپل مسووليتونه ترسره کړي.