د کابل ښاروالي مسوولانو په پلازمېنه کې په ټيټه بیه د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیل کړې ده. د کابل ښاروالي فرهنګي سلاکار نعمتالله بارکزی وايي، سږ کال د ښار په ۲۲ ناحیو کې د ډبرو سکرو یو ټن په شپږنیم زره افغانۍ پلورل کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی زیاتوي: «کابل ښاروالي پرون د ډبرو سکرو د وېش لړۍ پیل کړې. کابل ښاروالي د کابل په ۲۲ ناحیو کې ۲۲ ځایونه مشخص کړي او یو ټن د ډبرو سکاره به په شپږنیم زره افغانۍ پهکې پلورل کېږي. خلک کولای شي یادو مرکزونو ته ورشي او د اړتیا وړ سکاره څو ځله یا هره ورځ ترې ترلاسه کړي. هرې کورنۍ ته یو ټن د ډبرو سکاره په پام کې نیول شوي دي.»
د کابل ښار اوسېدونکي حمید او سیفالدین چې د ډبرو سکرو پلورنځي ته راغلي وايي، د ډبرو سکرو پېرلو لپاره یې په لومړي ګام کې د ګذر وکیل او وروسته د ښاروالي د ناحیې تاییدي ترلاسه کړې او وروسته یې د اړتیا وړ سکاره پېرلي دي. دوی وايي:
«د ګذر وکیل ته ورغلو، عرضپاڼه یې تایید کړه او بیا ناحیې ته ورغلو او د هغو له ورقې وروسته یې د ډبرو سکاره راته وسپارل. له بازار نه دولتي سکاره ارزانه دي. دلته یې په شپږنیم زره افغانۍ اخلو او په شخصي دوکانونو کې له دولس تر څوارلس زرو پورې دي. دا موږ ته ښه دي.»
«ښه ده چې ارزانه تمامېږي. ښه سوځي او د پېرلو ځای یې هم نږدې دی. موږ ته اسانتیا برابره شوې ده.»
د یادونې ده چې اوس د کابل ښار په بازارونو کې د یو ټن ډبرو سکرو بیه شاوخوا ۱۲ زره افغانۍ ده او د کابل ښاروالي مسوولان هم وايي چې تراوسه یې په ازاد بازار کې د ډبرو سکرو د پلورونکو لپاره نرخپاڼې نهدي مشخصې کړي.