د اسراییلو د کورني امنیت وزیر ایتامار بنګوېر شېبه وړاندې په یوې بیانیه کې چې د رسنیو له لوري خپره شوې، ګواښ کړی، هر هغه څوک چې په اسراییلو کې د الجزیرې ټلوېزیون ګوري، وبه نیول شي.
هغه له اسراییلو څخه د الجزیرې ټلوېزیون ته د خبري پوښښ اجازه ورکولو له امله پر دولت هم نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده چې دا چاره د اسراییلو ملي امنیت ته ګواښ دی.
د اسراییلو د کورني امنیت وزیر همداراز پر پولیسو غږ کړی چې د الجزیرې ټلوېزیون کتونکي او څارونکي دې ونیسي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، اسراییلو د ۲۰۲۴کال پرمهال د الجزیرې ټلوېزیون خبریالان، تصویراخیستونکي او نور کارکوونکي ووېستل.
د الجزیرې د معلوماتو له مخې، د فلسطین خپلواکې ادارې هم د اسراییلو له دې پرېکړې ملاتړ وکړ او له لوېدیځې غاړې یې، الجزیره بنده کړه.