Asset 1SWN

ا.ا: هیله‌مند یوو د ایران د نوي حکومت په جوړېدو به د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې شي

وزارت-خارجه-p2im31uu8ctyuy4lyt7g11ioyezo3qh8bhkr6u7mh4

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د ولسمشر په توګه د مسعود پزشکیان د ټاکل کېدو له کبله د هغه هېواد حکومت او خلکو ته مبارکي ورکړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون ناوخته پر اېکس لیکلي چې ا.ا هیله‌مند دی چې په ایران کې د نوي ولسمشر په ټاکل کېدو سره به په بېلابېلو برخو کې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې شي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي: «د افغانستان ا.ا هیله‌مند دی چې ایران کې د نوي حکومت په جوړېدو سره په بېلابېلو برخو کې د دوو ګاونډیو او مسلمانو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ایران د ولسمشري لپاره د دویم پړاو ټاکنې د جمعې په ورځ وشوې چې په پایله کې یې مسعود پزشکیان د شپاړلس میلیونه او ۳۸۴ رایو په ترلاسه کولو سره د ایران د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام