سلام‌وطندار د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې له ۳۸ طلاق شویو مېرمنو مېرمنو سره د مرکو پرمهال موندلې چې ډېری قضیو کې مېرمنو له خپل خاوند د طلاق غوښتنه کړې ده.

د ۳۸ مېرمنو له ډلې ۳۲ یې ویلي چې له خپل خاوند د جلا کېدو غوښتنه د دوی له لوري شوې او د طلاق بهیر د دوی له‌خوا پیل شوی دی؛ پاتې نورې هم د خاوند او یا هم د دواړو لوریو په خوښه سره جلا شوې دي.

د بامیان اوسېدونکې ۲۰کلنه فریبا او د لغمان اوسېدونکې ۳۵کلنه حمیده چې له خپلو خاوندانو جلا شوي، وايي، له کلونو ګډ ژوند وروسته د اړتیا له مخې یې، د طلاق غوښتنه کړې ده. دوی زیاتوي چې د جلا‌کېدو له پرېکړې نیولو وروسته یې، موضوع له کورنۍ سره شریکه کړې او د مخورو او مشرانو له لوري یې، طلاق چارې مخته وړل شوي دي.

فرېبا وویل: «ژوند ښه نه‌و، نو ما وویل چې زه غواړم طلاق واخلم. موږ مشران راټول کړل. له ما څخه پیسې وغوښتل شوې؛ ما  خپل مهر ورکړ او طلاق مې واخیست. مهر ۵۰۰۰۰ افغانۍ و. زه ډېره خوشحاله یم چې موږ طلاق واخیست او زه پرې پښیمانه نه یم.»

نوموړې وویل: «څو ورځې کېږي چې موږ جلا شوي یوو. ستونزې رامنځته شوې. موږ پنځه یا شپږ کاله وروسته جلا شولو؛ دا د کورنۍ او جرګې له لارې حل شوه. ما پخپله اقدام وکړ. د دوی د کورنۍ له‌خوا تل مداخله کېده. «طلاق زما له‌خوا و، خو هغوی وویل چې څرنګه چې تاسو دا پخپله راپورته کړې، نو تاسو باید موږ ته پخپله پیسې راکړئ. ځکه پیسې مې نه غوښتلې، یوازې مې غوښتل چې ازاده شم. زه له دې موضوع څخه ډېره ستړې وم، ما حتی د مهر غوښتنه هم ونه کړه.»

په دې راپور کې مرکه شویو مېرمنو د جلا‌کېدو دلیلونه د خپلو خاوندانو له لوري وهل‌ټکول، د خاوند‌ روږدي کېدل، بې‌وفایي، په واده شوي ژوند کې د کورنۍ ډېره لاسوهنه، جبري واده، د سړي دویم واده، د سړي له لوري د نفقې نه ورکول او په واده شوي ژوند کې د بې‌ارزښتۍ احساسات یاد کړي دي.

د کندوز اوسېدونکې ۴۸کلنه نظیفه چې د اتو ماشومان مور ده او له خپل خاوند یې د جلا‌کېدو پرېکړه کړې، وايي چې خاوند یې د ژوند لګښتونو برابرولو کې پاتې راغلی او اړه شوې چې جدا شي.

هغې وویل: «زموږ ژوند ډېر ستونزمن و؛ زما ماشومان زما سره ژوند کوي، نه له خپل پلار سره. که هغه نفقه ورکولی شوای، نو دوی به ورسره ژوند کاوه. زما د خط اخیستلو اصلي دلیل دا و چې هغه زموږ نفقه نه راکوله؛ هغه به جګړه کوله او دعوه به یې کوله، زما ماشومان به یې وهل. زه له ځانه ناخوښه وم. ما خط ترې واخیست. دا ډېره سخته وه ځکه چې زما خاوند موافقه نه کوله چې ماته خط راکړي.»

د راپور د موندنو له مخې، د مېرمنې او خاوند ترمنځ د جلا‌کېدو اصلي کورنی تاوتریخوالی تر ډېره یاد شوی دی. د تخار اوسېدونکې ۲۵کلنه ناهیده چې د ۱۵کلنۍ پرمهال د دې له خوښې پرته په نکاح ورکړل شوې، وايي چې له نهه کاله کډ ژوند وروسته او د خاوند له لوري د تاوتریخوالي او سپکاوي زغملو وروسته د طلاق اخیستلو پرېکړه کړې ده.

هغې وویل: «د ژوند له لومړیو ورځو راهیسې، ما د خپلې کورنۍ له فشار، محدودیتونو اوغفلت سره ژوند کاوه او زما د خاوند د مینې نشتوالی؛ زموږ د ګډ ژوند لومړني کلونه له رواني او ځینې وختونه فزیکي تاوتریخوالي څخه ډک وو؛ دوی تل ما ته سپکاوی کاوه او بدې خبرې یې کولې. ما ولیدل چې تاوتریخوالی زیات شو. وروسته، ما پرېکړه وکړه چې جلا شم او بالاخره ما د طلاق غوښتنه وکړه.»

که څه هم دغو مېرمنو ګډ ژوند کې د ستونزو له امله له خپل خاوند د جدا کېدو غوښتنه کړې، خو طلاق تل ټولنه کې د منلو وړ نه‌ده او طلاق شویو مېرمنو ته په ښه سترګه نه‌کتل کېږي.

د لغمان اوسېدونکې ۳۵کلنه رقیه چې له څلور کلونو ګډ ژوند وروسته جلا شوې او د غور اوسېدونکې ۲۸کلنه زلیخا چې له یوه کال ګډ ژوند وروسته  له خپلو خاوند جلا شوې، وايي چې ګډ ژوند کې د ستونزو زغملو سربېره، اوس ټولنه کې ورسره سم چلند نه‌کېږي چې له امله یې، دوی له رواني وضعیت سره مخ شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغې وویل: «ما ډېرې سختۍ ګاللي، د اوسېدو ځای مې نه درلود. هیچا ما سره مرسته ونه‌کړه. خلک ډېرې خبرې کوي، وايي چې هغې طلاق واخیست او میړه یې پریښود. ځینې خلک وايي چې بېچاره د هغې ژوند تباه شو، خو ژوند سخت دی. زه یوازې دعا کوم چې زما ماشومان ما هېره نه‌کړي.»

نوموړې وویل: «له طلاق وروسته یوازې زه د خپلو ماشومانو په خاطر بد رواني وضعیت سره مخ یم. زه د خپل راتلونکي برخلیک په اړه هیڅ نشم ویلی. خدای پوهیږي چې زما سره به څه کیږي.»

اخوا، ارواپوهان وايي چې ښځې له خپلو مېړونو څخه له جلا کېدو وروسته له خپګان، اضطراب او ګوښه‌ کېدو سره مخ کیږي. د دوی په وینا، رواني فشار او د ښځو لپاره د ټولنیز ملاتړ نشتوالی نور هم دغه زیانونه زیاتوي.

ارواپوه محمد الله بلوڅ په دې اړه وايي: «هغه ښځې چې طلاق اخلي، د خپلو کورنیو له لوري یې ملاتړ نه کیږي. ټولنه هم له طلاق شویو مېرمنو څخه کرکه کوي. دا حالت کولی شي د خپګان، زړه‌تنګوالي او یو لړ نورو اختلالاتو لامل شي. دا کولی شي د نجونو فکرونو، چلند او احساساتو ته زیان ورسوي او ان د ځان وژنې فکرونو لامل شي. دویم دا چې د دغو مېرمنو چال چلند کې بدلون راځي، هغوی ډېر کله غوسه کیږي، زړه یې تنګ وي او یو ډول عجیب حالت سره مخ کیږي.»

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان هم له خپلو مېړنو څخه له جلا کېدو وروسته د ښځو د وضعیت په اړه اندیښنه څرګندوي او د طلاق شویو مېرمنو لپاره د رواني، اقتصادي او ټولنیز ملاتړ غوښتنه کوي.

دوی ټینګار کوي چې ټولنه باید د طلاق شویو مېرمنو په اړه خپل منفي نظر پریږدي.

د ښځو حقونو فعاله حسنا روفي په دې اړه وايي:«د ټولنې سمون لپاره باید څو اړخیز اقدامات وشي، ښوونیز نظام هم باید اصلاح شي، هغه مېرمن چې طلاق کیږي، ټولنه او کورنیو کې باید ورته درناوی وشي. رسنۍ دې برخه کې مهم رول لري او کولی شي د طلاق شویو ښځو په اړه مثبت نظر رامنځ ته کولو برخه کې فعالیت وکړي. تبعیض لرونکي قوانین باید وارزول شي، د طلاق شویو ښځو توانمندۍ لپاره باید ملاتړیز پروګرامونه جوړ شي. سیاسي مشران، دیني عالمان کولی شي د طلاق شویو ښځو لپاره خوندي چاپریال رامنځ ته کولو کې مرسته وکړي.»

ورته وخت کې دیني عالم صبغت الله وثیق وویل، سره له دې چې طلاق اسلامي کې یو ناخوښ عمل دی، خو د جدي ستونزو رامنځ ته کېدو په صورت کې ښځه او نارینه کولی شي چې خپلې لارې بېلې کړي.

نوموړي وویل: «سره له دې چې اسلام کې طلاق شته، خو یو ناخوښه عمل دی. کله چې د خاوند له خوا بد اخلاقۍ وي، نو ښځه نشي کولی له دې خاوند سره خپل ژوند ته دوام ورکړي. ښځه خاوند ته یوه ټاکلې اندازه پیسې ورکوي او بیا هغه ته طلاق ورکوي. اسلام طلاق ته اجازه ورکړې، ترڅو ښځه د پیسو په بدل کې ځان له سختۍ څخه وژغوري او د الله جل جلاله د حدودو په مخالفت او د خپل خاوند په نافرمانۍ کې ونه نیول شي. دا یې جائز ګڼلی دی.»

سلام‌وطندار د طلاق د اوسني پروسې د څېړلو لپاره له اتو وکیلانو سره مرکې کړې او پایلې یې ښیي چې محکمې د ښځو لخوا ثبت شویو د طلاق قضیو ته لږ پام کوي.

حقوق‌پوه ثناء‌الله ایوبي د طلاق ډولونو ته په اشارې سره وايي چې دامهال د طلاق قانوني پروسه یو لړ خندډونو، کورنیو فشارونو او د قانوني ملاتړ نشتوالي په څېر، ننګونو سره مل ده.

هغه وویل: «په عموم ډول د افغانستان مدني قانون کې ښځې لاندې مواردو کې کولی شي له خپل خاوند څخه د بېلېدو غوښتنه وکړي. د مېړه عیب په صورت کې، د خاوند له لوري د زیان‌لیدو په صورت کې، د خاوند له لوري د نفقې نه‌برابرولو په صورت کې، اوږدمهاله حبس په صورت کې. یو لړ ننګونې هم شته چې د طلاق پرمهال ښځې ورسره مخ کیږي، محکمې له مشخصو لیکنو پیروي نه کوي، دا کار هم د یو لړ ستونزو لامل شوی، چې خلک او دغسې قضیو کې ښځې ورسره مخ کیږي.»

د دې ټولو ترڅنګ، د سرپرست حکومت د امربالمعروف او نهي‌عن‌المنکر وزارت مسوولان وايي، دغه وزارت په وروستیو کلونو کې لسګونه زره کورنۍ قضیې حل کړي او په ښارونو او کلیو کې یې د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي لوړولو لپاره پروګرامونه پیل کړي دي.

د امربالمعروف او نهي‌عن‌المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر سلام‌وطندار ته وویل: «تېرو څلورو کلونو کې دې ادارې د ښځو لسګونه زره حقونه ورکړي، د بیلګې په توګه، جہیز او میراث حقونه ورکړل شوي، جبري ودونو مخه نیول شوې، کورنۍ ستونزې حل شوي. د هغو مېرمنو د طلاق غوښتنې منل شوي چې مېړونو یې شرعي حقوق نه وو ادا کړي. دا مسلې زمونږ د وزارت لخوا محکمو ته راجع شوي او په اړه یې پرېکړې شوي. زمونږ د وزارت ټول تمرکز د کورنیو ستونزو په حل کولو دی. محتسبین مو ښار او کلیو کې خلکو سره ویني ترڅو خلک د خپلو حقونو په اړه خبر کړي.»

د یادونې ده چې د ښځو ترمنځ طلاق په داسې حال کې زیات شوی چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په خپل وروستي راپور کې د ماشومانو ترمنځ د اجباري ودونو د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګنده کړې.

دا سازمان اټکل کوي چې په افغانستان کې له ۱۵ څخه تر ۴۹ کلونو پورې ۲۸ سلنه ښځې له ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام