د افغانستان د بیمې قانون دویمه ماده کې ویل شوي چې بیمه د بیمه‌کوونکي او بیمه‌کېدونکي ترمنځ داسې یو قرارداد دی چې پر اساس یې بیمه‌کوونکی د ټاکلې بیمې حق ترلاسه کولو په بدل کې، د مقابل لوري د خسارې جبران په غاړه اخلي.

د بیمې قانون کې د کارکوونکو بیمه، د زده‌کوونکو او زده‌کړیالانو بیمه، د هوايي چلند بیمه، د وسایطو، سفر، سوځېدو، روغتیا او نورې بیمې شاملیږي.

دې سره، ګڼ شمېر ښځې وایي چې په ډېری کار ‌ځایونو کې نه یوازې دا چې کارکوونکو ته هېڅ ډول بیمه نه ورکول کېږي، بلکې د بیمې په اړه خبرو کولو ته هم پام نه کیږي.

د کابل اوسېدونکې ۴۰ کلنه زهرا وایي چې له شلو کلونو زیات وخت یې په یوه دولتي مکتب کې تدریس کړی، خو تر اوسه یې له هېڅ ډول بیمې ګټه نه‌ده اخیستې.

هغې وویل چې بې له کوم مالي تضمینه، له یوې تیاره او اندېښمنونکې راتلونکې سره مخ ده.

«شلو کلونه کېږي چې زه تدریس کوم، خو زموږ په قراردادونو کې هېڅکله د بیمې یادونه نه‌ده شوې. کله چې ناروغه شوم او یوه اونۍ کار ته حاضره نه‌شوم، معاش مې بند شو او هېڅ ډول ملاتړ را سره ونه شو. نه پوهېږم که وضعیت مې نور هم خراب شي، نو څه به وکړم.»

د کاپیسا اوسېدونکې ۳۸ فاطمه دا مهال په یوه خصوصي روغتون کې د کارګرې په توګه کار کوي.

هغې وویل، که ناروغي یا شخصي ستونزه رامنځته شي، ښځې بې له هېڅ ډول تضمینه له کاره ایستل کېږي او هېڅ اداره ځواب ویونکې نه ده.

هغې زیاته کړه: «زه تر اوسه نه پوهېدم چې یوه کارګره دې هم بیمه ولري. موږ هېڅ ډول قراردادي بیمه نه‌لرو. که ناروغ شو یا کومه ستونزه رامنځته شي، سمدلاسه له دندې ګوښه کېږو او هېڅوک یې مسؤلیت نه مني.»

بیمه یوازې مالي مرسته نه ده، بلکې د ناروغیو، امیندوارۍ، کاري پېښو او کاري ستونزو پر وړاندې مهم ملاتړ ګڼل کیږي.

د کارکوونکو ښځو په وینا، د بیمې نه‌شتون او د خلکو نه‌پوهاوی، ښځې له بې‌ثباته او له خطره ډک کاري وضعیت سره مخ کړي.

۲۸ کلنه سهیلا کابل کې له یوه خصوصي بنسټ سره کار کوي. هغه وایي چې د ښځو لپاره د کاري او صحي بیمې درلودل باید اجباري وي.

هغه په دې باور ده چې بیمه کولی شي د ښځو د کار امنیت تضمین کړي او په کاري چاپریال کې د هغوی له زیان‌منېدو مخنیوی وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


«له بده‌مرغه، موږ په داسې یوه ټولنه کې ژوند کوو چې د بیمې کلیمه پکې ډېره نااشنا ده او د بیمې شرایط موږ ته نه دي برابر شوي. بیمه د ښځو لپاره په بې‌کارۍ، ناروغۍ او امیندوارۍ کې یو مهم ملاتړ کېدلی شي.»

له دې سره، د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان او اقتصادي کارپوهان وایي، بیمه د هر کس، په ځانګړي ډول د کارکوونکو ښځو لپاره اړینه ده.

هغوی ټینګار کوي چې د بیمې نه‌شتوالی د افرادو مالي امنیت او کاري مصونیت له خطر سره مخ کوي.

د ښځو د حقونو فعاله تهمینه منګل په دې اړه وایي: «د ښځو لپاره د بیمې له حق څخه خبرتیا ډېره اړینه ده. بیمه د ښځو د مالي امنیت لپاره یو قوي تضمین دی. په افغانستان کې ډېرې ښځې د بیمې له امتیازاتو ناخبره دي او له همدې امله ترې محرومې پاتې دي. د بیمې نه‌لرل، ښځې د هرې وړې پېښې په وړاندې زیان‌منونکې کوي.»

د اقتصادي مسایلو کارپوه احمد ولي سازش هم په دې اړه وايي: «که څه هم په اقتصاد کې لګښتونه د وړاندوینې وړ نه‌دي، خو کله چې بیمه ولرو، کولی شو لګښتونه تحلیل، تجزیه او اټکل کړو. بیمه د ناڅاپي بېوزلۍ مخه نیسي، خلک له شدید فقر او د فقر تر کرښې لاندې ژوند ته نه‌پرېږدي، په بحراني شرایطو کې ملاتړ برابروي، د انساني کرامت ساتنه کوي او خلک پانګونې ته هڅوي.»

له دې سره، د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان هم د بیمې پر اهمیت ټینګار کوي او وايي، د کارکوونکو لپاره، په ځانګړي ډول د خطرناکو دندو لپاره، د بیمې نه‌برابرول د کار ورکوونکي له لوري یو حقوقي سرغړونه ګڼل کېدی شي.

حقوق‌پوهه زیبا زحل په دې اړه وایي: «د افغانستان د کار قانون کې او د نړیوالو کار قوانینو کې چې افغانستان یې ځینو ته ژمن دی (لکه د کار نړیوال سازمان – ILO کنوانسیونونه)، د کارکوونکو لپاره د بیمې درلودل یو اساسي حق ګڼل کېږي، تر څو د کاري خطرونو او روغتیايي ستونزو پر وړاندې خوندي پاتې شي. د بیمې نه برابرول، په ځانګړې توګه په خطرناکو یا درنو کارونو کې، له قانوني پلوه د کار ورکوونکي له خوا یوه سرغړونه بلل کېږي چې مدني او جزایي مسؤلیتونه له ځان سره لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي ماارت حکومت د مالیې وزارت مسوولانو د ۱۴۰۰م کال د حوت میاشتې په ۲۲مه نېټه، په یوه رسمي مکتوب کې، هېواد کې د بیمې د ټولو شرکتونو فعالیتونه وځنډاوه، څو د بیمې ټولې چارې د اسلامي شریعت له نظره وڅېړل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام