له هغو ۴۰ ځوانانو سره چې نوي پروګرامونه او وسایل یې اختراع کړي، د سلاموطندار د خبرو پایلې ښيي چې هېڅ حکومتي او غیرحکومتي بنسټ له دوی ملاتړ نه دی کړی او له همدې امله خلکو د دوی له جوړ کړیو وسایلو په پراخه توګه استفاده نه ده کړې.
د دغو ۴۰ ځوانانو له جملې څخه، ۹ یې د ټکنالوژۍ په برخه کې، ۲۲ یې د فرهنګي چارو په برخه کې، ۴ یې د هنر په برخه کې، ۲ د روغتیا په برخه کې، ۲ یې د کرنې په برخه کې او یو هم په ټولنیزه برخه کې د نویو پروګرامونو یا وسایلو جوړولو ابتکار کړی.
د هغوی نوښتونه د شپې لید کمره، بېپیلوټه الوتکه «ډرون»، کرنیز وسایل، ګرځنده کتابتون او یو شمېر ډیجیټلي پروګرامونه رانغاړي.
د دې راپور د موندنو له مخې، له یادو ۴۰ ځوانانو څخه ۲۵ په فرهنګي او ټکنالوژۍ برخو کې بریالي شوي چې خپلې طرحې عملي کړي، خو نور ځوانان په ځانګړي ډول د نوو وسایلو د جوړولو په برخه کې، نه دي توانېدلي چې خپل نوښتونه عملي کړي.
د راپور ډېری مرکهورکوونکي د ۱۸ او ۳۲ کلونو ترمنځ عمرونه لري او پنځه نور بیا له ۱۵ کلونو څخه کم عمر لري.
د هر یوه مرکهشوي ځوان نوښتونه که څه هم ابتدایي دي، خو عملي او ګټور بلل کېږي.
مرکهکوونکي وایي، که مالي ملاتړ یې وشي او د دوی د نوښتونو د ودې لپاره اړینې زمینې برابرې شي، نو دا چاره به د هغوی د نوښتګرو فعالیتونو د پراختیا او د ټولنې د بېلابېلو برخو د پرمختګ سبب شي.
په همدې لړ کې، ۳۲ کلن محمدظاهر چې د شخصي لګښت او امکاناتو په کارولو او د څو کلونو له پرلهپسې زیار او هڅو وروسته یې د شپې لید کمره جوړه کړې، وایي چې تر اوسه یې هېڅ ډول مادي یا معنوي ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.
«تراوسه مې یوازې همدا یوه کمره جوړه کړې او پر بلې کمرې مې کار نهدی کړی. یو شمېر دولتي ادارو زه ور وغوښتم؛ کله چې ورغلم، راته یې وویل چې دا ډول وسایل له بهرنیو څخه پاتې دي. له همدې امله ناهیلی شوم او ان د راتلونکې لپاره کوم مشخص پلان هم نهلرم. که تشویق نه وي، نور ځوانان هم ناهیلې کېږي.»
همداراز، قلمیار چې د پروان اوسېدونکی دی، د شخصي لګښت پر مټ یې یوه بېپیلوټه الوتکه «ډرون» جوړه کړې چې د ژوندي انځور اخیستنې وړتیا لري؛ خو هغه وايي چې د مالي ملاتړ نهشتون لامل شوی چې هغه د خپلې پروژې له پراختیا لاس واخلي.
«سره له ټولو هڅو، د دې پروژې تر بشپړېدو وروسته مو د حکومت یا بنسټونو له لوري هېڅ ډول ملاتړ او یا امتیاز تر لاسه نهکړ. که څه هم د ملګرو له خوا د دې پروژې د پېر او پانګونې په موخه اړیکې راسره ونیول شوې، خو له بدهمرغه د مالي ملاتړ او د سرچینو نشتون لامل شو چې د دې پروژې د پراختیا لپاره کوم پلان و نهلرم.»
سره له دې چې ځوانان په فرهنګي، ټکنالوژۍ او نورو برخو کې په لېوالتیا سره د نوښت او ابتکار هڅې کوي، خو د دوی په وینا، د دولتي ادارو، بنسټونو او په ځینو مواردو کې د نږدې کسانو له لوري د مالي او معنوي ملاتړ نهشتون د هغوی انګېزه کمزورې کړې او د فعالیتونو د دوام پر وړاندې یې خنډ ګرځي.
د ننګرهار اوسېدونکی ۲۵ کلن رحمانالله د ځوانانو د علمي ودې لپاره په خپل شخصي لګښت یو ګرځنده کتابتون جوړ کړی.
نوموړی وایي، د اړینو امکاناتو د برابرولو لپاره اړ شوی چې خپل شخصي ګرځنده ټیلیفون وپلوري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«له یوې خوا زما خپلې اقتصادي ستونزې وې؛ آن د دې پروګرامونو د پلي کولو لپاره مې خپل شخصي ټیلیفون وپلوره. له یوه ځایه بل ځای ته مې پروګرامونه عملي کول، خو د کتابونو له کمښت، په ځانګړي ډول د دري ژبې د کتابونو له نشتون سره مخ وم. کله چې مې په پارکونو کې خپل پروګرامونه عملي کول، د مېز او څوکۍ له ستونزو سره هم مخ کېدو او ورته نورې ستونزې هم موجودې وې.»
سره له دې چې د ځوانانو لهخوا جوړ شوي وسایل ابتدایي دي، خو یو شمېر ښاریان وایي چې دغو وسایلو د دوی د کارونو په اسانه کولو کې اغېزمن رول لوبولی.
دوی له دولت او اړوندو بنسټونو غواړي چې د ځوانانو له مثبتو فعالیتونو لا زیات ملاتړ وکړي.
د دایکندي اوسېدونکی ۲۹ کلن رضا سلحشور چې د خپلې سیمې د کرنیزو چارو د اسانتیا لپاره یې ۲۰ ډوله لاسي کرنیز وسایل جوړ کړي، د بزګرانو په کارونو کې یې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي.
د دایکندي یو بل بزګر اکبر وایي، د رضا لهخوا جوړ شوي وسایل یې کارونه اسانه کړي او د حاصلاتو د راټولولو پر مهال یې اضافي لګښتونه هم راکم کړي.
«دا وسایل د کرنې لپاره ډېر ګټور دي؛ ځمکه ښه قلبه کوي او کله چې ځمکه ښه چمتو شي، حاصل هم ښه ورکوي. بیه یې هم ډېره ټیټه ده؛ نور خلک ورته وسایل په ۶۰ تر ۷۰ زره افغانیو پلوري، خو دا وسایل په ۲۰ یا ۲۵ زره افغانیو ترلاسه کېدی شي.»
د پوهنې او اقتصاد برخې کارپوهان هم له نوښتګرو ځوانانو ملاتړ د ټولنې د علمي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره مهم فرصت بولي.
په اړه یې د اقتصاد او پوهنې برخکې دوو کارپوهانو امیدالله قاسمزي او محمد فهیمي وویل:
«د بېکارۍ د بحران د مهارولو له مهمو لارو څخه یوه هم د نوښتګرو افکارو ملاتړ دی. دا کار د ډېرو خلکو لپاره د کار زمینه برابروي، د کاري زمینو رامنځ ته کېدل ډېریږي، په هېواد کې اسانتیاوې رامنځته کېږي، سیمهییز اقتصاد پیاوړی کېږي، فقر له منځه ځي او په پایله کې ملي اقتصاد وده مومي.»
«یوازې هغه ملاتړ د استعدادونو د ودې لامل ګرځي چې دوامدار وي. که ملاتړ لنډمهاله او مقطعي وي، نو لازم خلاقیت به رامنځته نهشي. ټولنیز پرمختګ د انساني ځواکونو له ودې سره تړاو لري او له نوښتګرو انسانانو ملاتړ د یوې سالمې ټولنې تضمین کوي.»
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مسوولان وایي چې له نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ لپاره یې جامع پروګرامونه لرلي دي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره کې رسنیو سره د همغږۍ مسوول سفیر منصوري وایي چې د دغو پروژو او نوښتونو له مجموع څخه یې ۱۸ غوره پروژې د عملي کولو لپاره ټاکلي دي.
«په ۱۴۰۴ کال کې موږ له ۲۴۴ نوښتګرو څخه ۳۶۲ پروژې درلودې چې د برښنا تولید، برقي ماشینونو، کرنیز ماشینونو، ټکنالوژۍ، تجسمي هنرونو، ودانیزو ماډلونه او نظامي وسایلو په برخه کې وې. د نوښتګرو پروژو د پلي کولو لپاره ۱۸ غوره پروژې د تطبیق او عملي کولو لپاره وټاکل شوې. له نوښتګرو سره په همغږۍ په ۹ نورو پروژو کار روان دی، ۴ پروژې بشپړې شوې او د دې پروژو د تجارتي کولو او د پانګونې جلبولو لپاره هم کار روان دی.»
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مسوولان زیاتوي چې دغه اداره د ځوانانو د نوښتونو او د کاري زمینې برابرولو د ودې لپاره د کار ځای، تخنیکي ماشینونه، د اړتیا وړ برښنا او له پروژو څخه رسمي او معنوي ملاتړ ته زمینه برابروي.


