د هند او بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو له لوبلړۍ وروسته لومړۍ ټسټ لوبه کې هندۍ لوبډله په ښه دریځ کې ده او پر بنګلدېشۍ لوبډلې برلاسې ښکاري.
د هند د کرېکټ ملی لوبډلې په یاده ټسټ لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۴۰۴ منډې جوړې کړې.
د هند لپاره جېټېشور پوجارا ۹۰، شریاس اییر ۸۶ او راويچندران اشوېن ۵۸ منډې وکړې. د بنګلدېش لوبډلې په خپله لومړۍ توپوهنه کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۵۰ منډې جوړې کړې.
هند نن د ټسټ لوبې په درېیمه ورځ د بنګلدېش د ټولو لوبغاړو په سوځېدو خپله دویمه توپوهنه پیل کړې ده. هند اوس ۲۵۸ منډې مخکې دی.
د هند لپاره په توپ اچوونه کې بیا کلډیپ یاډوف پنځه او محمد سراج درې بنګلدېشي لوبغاړي وسوځول. د بنګلدېش لپاره هم توپ اچوونه کې تایجول اسلام او مهدي حسن معراج د هندۍ لوبډلې څلور څلور لوبغاړي وسوځول.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
له روانې ټسټ لوبې وروسته د دواړو لوبډلو ترمنځ به دویمه ټسټ سیالي هم د روانې ډسمبر میاشتې په ۲۲مه نېټه د یاد هېواد میرپور کې ترسره شي.