د هند دفاع وزیر رجنات سېنګ د اټومي انرژي نړیوال اژانس څخه غوښتنه کړې چې دغه اداره باید د پاکستان د اټومي وسلو مسوولیت پر غاړه واخلي.
سېنګ په هندي کشمیر کې خپلو سرتېرو ته د وینا پرمهال وویل: «ایا اټومي وسلې د یوه بېمسوولیته او سرکښ ملت په لاس کې خوندي دي؟ زه پر دې باوري یم چې د پاکستان اټومي وسلې باید د اټومي انرژي نړیوال اژانس تر څار او نظارت لاندې راشي.»
پاکستان تراوسه د هند د دفاع وزیر د یادو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اټومي انرژي نړیوال اژانس د ملګروملتونو سازمان ناظر بنسټ دی چې له اټومي وسلو څارنه کوي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې اټومي وسلې د سولهییزو موخو لپاره کارول کېږي.
هند او پاکستان په ۱۹۹۸ کال کې اټومي وسلې ترلاسه کړې او د دواړو ګاونډیو د وروستیو لسیزو دښمنۍ، دغه سیمه د اټومي شخړو له لوی ګواښ سره مخ کړې ده.
دغه وېره وروسته له هغې ډېره شوه چې له هند سره د تېرې اوونۍ شخړې پرمهال د پاکستان پوځ د اټومي وسلو د څارونکې ډلې د بېړنۍ ناستې جوړېدو خبر ورکړ.