Asset 1SWN

سلام وطندار

غور کې د خوارځواکۍ پېښو ډېروالی؛ یوه کال کې ۵۲ کسان مړه شوي

سوءتغذیه 1

د غور ولایتي روغتون مسوولان وايي چې دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته کسانو او له امله یې د مړینې شمېرې زیاتې شوې دي.

د غور ولایتي روغتون د خوارځواکۍ څانګې مشره عیدي‌ماه سلطاني سلام‌وطندار ته وايي، د ۲۰۲۲ کال پر مهال دغه ولایت کې د خوارځواکۍ له امله ۱۰ مېندې او ۴۲ ماشومان مړه شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

مېرمن سلطاني زیاته کړه چې په ورځنۍ کچه دغه روغتون ته له ۲۰۰ تر ۳۰۰ ماشومان او مېندې چې پر خوارځواکۍ اخته وي، مراجعه کوي او د نورو کلونو په پرتله د خوارځواکۍ د پېښو ډېروالی ښيي.

نوموړې وویل: «تېر کال د تفذیې له امله څه باندې لس مېندو خپل ژوند له لاسه ورکړی. ماشومان چې دي، شاوخوا ۴۲ ماشومانو په اې‌پي‌ډي‌سم کې د خوارځواکۍ له امله ساه ورکړې ده.»

د نوموړې په وینا، د غور ولایتي روغتون د خوارځواکۍ څانګه د تجهزاتو او باتجربه ډاکترانو له کمښت سره مخ دی چې په دې سره یوازې ۴۰ سلنه ماشومان او ښځې یاده برخه کې روغتیايي خدماتو ته لاس‌رسی لري.

نوموړې وویل: «روغتیايي امکانات اوس له ۱۰۰ ۴سلنه ښه دي، ۶۰سلنه نور د پرسونل او د تفذیې له کمښت سره مخ یوو، ډاکټران نه لرو، د تفذیې متخصص نه‌لرو، که دوی نه وي، معلومه ده چې د مړینې او خوارځواکۍ پېښې او شمېرې لوړېږي.»

بل‌خوا د غور ولایتي روغتون کې له ناروغانو سره راغلې مېرمن خدیجه وايي، پر خوارځواکۍ د خپلو اخته ماشومانو درملنې ته بې‌وسه ده او ګڼو ستونزو سره مخ ده.

نوموړې وویل: «ډاکټرا نه پیدا کېږي چې خپل ماشومانو مې د درملنې لپاره ورته بوځم. کلینیک نه‌لرو، ستونزې مو ډېرې دي. کلي کې مو واوره او باران ډېر دی. دلته مې راوړ پر خوارځواکۍ اخته شوی، ډاکټران ډېره هڅه کوي، شیدې هم ورکوي او مرسته ورسره کوي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې غور د هېواد یو له محرومو ولایتونو څخه شمېرل کېږي چې په تېرو څو کلونو کې یې خلک د وچکالۍ له امله اغېزمن شوي، بې‌وزله او اقتصادي ستونزې په‌کې ډېرې شوي او له همدې امله پر خوارځواکۍ د اخته ماشومان او مېندو شمېر په‌کې لوړ شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام