Asset 1SWN

سلام وطندار

بلخ کې پر اروايي ناروغیو د ښځو د اخته کېدو په اړه د ډاکټرانو اندېښنې

ruhi-kasllik-qqxqtvlxzzdlsdpy9gk6mkmxqulk9f985n05zq2g08

په بلخ کې یوشمېر ډاکټران وايي، د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو ته د هغو ښځو د ورتګ کچه لوړه شوې چې پر اروايي ستونزو اخته دي. د بلخ په مرکزي روغتون کې د ارواپوهنې ډاکټر حفیظ‌الله محبي وايي، د ښځو په منځ کې پر اروايي ناروغیو د اخته ښځو لوړ شمېر د اندېښنې وړ دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي: «په یوه میاشت کې له ۳۵۰ تر ۴۰۰ ناروغان راسره بستر وي؛ تېر کال مو هم ۴۰۰۰ اروایي ناروغان لرل؛ د دغو ناروغانو درملنه وړیا ده او په عادي او بنسټیزه توګه د خلکو درملنه کېږي.»

د بلخ اوسېدونکې راضیه چې پر ژور خپګان د اخته کېدو له کبله د بلخ مرکزي روغتون ته ورغلې وايي، د کورنیو ستونزو له کبله پر ژور خپګان اخته شوې ده. نوموړې زیاتوي: «کورنۍ ستونزې لرم او څو میاشتې کېږي چې واده مې کړی؛ اروايي حالت مې خراب دی؛ اعصاب مې خرابېږي او ژاړم؛ سر او ځان مې هم خوږېږي؛ ناهیلې یم. ډاکټرانو راته وویل چې ژور خپګان لرې.»

د بلخ یوه بله اوسېدونکې اسیه وايي، سره له دې چې په ډېرې سختۍ یې یوه بست ته ازموینه ورکړه او بریالۍ شوه، خو کورنۍ یې د کار اجازه نه‌ده وکړې او همدې پر ژور خپګان اخته کړې ده.

هغه زیاتوي: «زه پر ژور خپګان اخته شوې یم او کورنۍ ستونزې لرم؛ ازموینه مې ورکړې وه او یوه لرې پراته ولایت ته بریالۍ شوم، خو کورنۍ مې د کار اجازه نه راکوي.»

ارواپوهان کورنی تاوتریخوالی، ټولنیز محدودیتونه، وزګارتیا او بې‌وزلي پر اروايي ناروغیو د ښځو د اخته کېدو اصلي لاملونه بولي.

ارواپوه ایمل‌شاه چې د بلخ په مرکزي روغتون کې د اروايي روغتیا څانګې ډاکټر دی وايي، ټولنیزې ننګونې او کورنی تاوتریخوالی پر اروايي ستونزو د اخته کېدو تر ټولو مهم لاملونه کېدای شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په خبره، د ورځنیو فعالیتونو پلانول، ځان ته بوختیا پیدا کول او د ژوند تنظیمول کولای شي انسان له اروايي ناروغیو وژغوري.

واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونو کورنی تاوتریخوالی زیات کړی او یوشمېر ښځې پر اروايي ناروغیو اخته شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام