افغانستان کې د ښځو پروړاندې روان وضعیت سره سره یوشمېر مېرمنو په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی او نورو مېرمنو ته یې هم د کار کولو زمینې برابرې کړې دي.
سلاموطندار په دې راپور کې له ۲۶ مېرمنو سره مرکې کړي چې دغه مېرمنې په سوداګرۍ، صنعت، طبابت، رسنیو او کرنیزو برخو کې فعالیت کوي.
یادو مېرمنو دغو برخو کې شته فرصتونو څخه په سمه توګه ګټه اخیستلې او اوسنیو سختو شرایطو کې بریالۍ شوي چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
مرکه شویو مېرمنو له ډلې یې، نهه د سوداګرۍ او صنعت، اووه یې، د طبابت، شپږ یې، کرنې او څلور بیا رسنیو کې کار کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغان ښځو د مسلکي تعلیمي خدمتونو انسټیټیوټ او د افغان ښځو د مخکښ بورډ مشره کریمه رحیمیار وايي، د جمهوریت له پرځېدو وروسته یې، تل د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د ښځو لپاره د مشورتي خدماتو وړاندې کولو لپاره کار کړی دی.
هغې وویل: «د اسلامي امارت له راتګ څخه درې کاله تېر شول؛ ما خپل کاروبار پراخ کړی او موږ د هغو ښځو سره کار کوو چې لوڼې یې له زدهکړې منع شوي او په ښه اقتصادي وضعیت کې نه دي او خپل ماشومان پلوري. موږ هغه ښځې هم ګومارلې دي چې له روحي اړخه زیانمنې شوي او موږ هغوی ته وړیا مشوره ورکوو.»
شکریه شمس چې د لباسونو جوړولو او پلور برخه کې فعالیت لري، وايي: «د جامو تولید برخه کې فعالیت کوم. د جمهوریت له سقوط وروسته مې پرېکړه وکړه چې کار مې پراخ کړم او اوس کارخونه کې ۳۰ مېرمنې کار کوي. زه باوري یم چې مېرمنې به ښې ورځې ولري او تسلیم دې نهشي.»
برښنا نېکزاد او محبوبه چې دواړه ښوونکې وې، وايي، د دندې له بندېدو سره یې، بدیلو کارونو ته مخه کړې ده.
برښنا نېکزاد وویل: «یوه انسټیټیوټ کې کار کوم، خو له کار د ښځو ګرځولو سره تسلیم نشوم او اوس یو روغتیايي مرکز کې کار کوم. انسان که وغواړي چې بریالی شي، باید خپل فکر څخه کار واخلي او هیله ولري.»
محبوبه هم وویل: «شته محدودیتونو سره سره مې هڅه کړې چې فرصتونو څخه ګټه واخلم. کارخونه کې مې نورو مېرمنو ته د کار زدهکړې او کار فرصت برابر کړی، څو پر خپلو پښو ودرېږي او له اقتصادي پلوه خپلواکې شي.»
شمایل موسوي چې رسنیز فعالیتونه لري، وايي: «دې ته اندېښمنه یم چې کار به مې بند شي؛ ځکه اوسنیو شرایطو کې د دې امکان شته او دوام یې، مېرمنو ته ډېر بد دی او کورناستي ته به یې اړ باسي. خپلې دندې راتلونکې ته هیله نهلرم.»
یوه بله خبریاله حلیمه صدیقي چې اوس په رسنیو کې کار کوي، وايي: «د ژورنالیزم کار د کره معلوماتو چمتو کول دي، که ونشو کړای چې موږ کره معلومات چمتو کړو، د دې محدودیتونو دوام کولای شي ښځې له ټولنې او د دوی له کار څخه جلا کړي او په اوسنیو شرایطو کې، موږ په رسنیو کې د کار کولو لپاره هېڅ هیله نهلرو.»
د حقوقي او ټولیزو چارو کارپوهان په ټولنه کې د ښځو پر ټولنیز او اقتصادي اهمیت ټينګار کوي او وايي چې د ټولنې نیمه برخه مېرمنې جوړوي او محرومول به یې، ټولنې ته نه جبرانېدونکې پایلې ولري.
ټولنپوه احمدرشید صدیقي وویل: «ښځې، د ټولنې د یوې لویې برخې په توګه، د ټولو ټولنیزو اړخونو په وده کې رول لوبوي او هغه ښځې چې په دې سختو شرایطو کې هڅه کوي، د ټولنې لپاره هیله رامنځته کوي او موږ باید دوی وهڅوو چې د ټولنې او د هغې د اقتصاد په وده کې ونډه واخلي.»
په ورته مهال حقوق پوه نوراغا شعیب هم وویل: «د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې پر بنسټ، د ملګروملتونو منشور غوښتنه کوي چې حکومتونه د خپلو اتباعو د حقونو په ډاډمنولو کې جدي وي. د کار حق د انسان اساسي حق دی. حکومتونه باید د دې حقونو د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد بیا وايي چې د اسلامي شریعت په رعایتولو سره ټولو برخو کې مېرمنو ته د کارکولو زمینه برابره ده. د نوموړي په وینا، دامهال په سوداګرۍ او صنعت برخه کې ۱۵۰زره ښځې کار کوي چې له ډلې یې، د صنعت او سوداګرۍ خونې سره پنځه زره مېرمنې ثبت دي.
په افغانستان کې ښځې پر وړاندې شته محدودیتونو سره سره لاهم مېرمنې په ځینو برخو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
رسنۍ، طب، صنعت او سوداګري، کور جوړونه او ځینو دولتي سکتورونه د هغو څو برخو څخه دي چې ښځې لاهم پکې شتون لري.
د متحده ایالاتو لهخوا د بهرنیو مرستو ځنډول او د نړیوالو مرستو کمول په افغانستان کې د ځینو ادارو د فعالیتونو د بندیدو لامل شوي او د بې کاره ښځو شمېر یې زیات کړی دی.


