هرات کې د نسايي او ولادي برخې یو شمېر متخصصان سلاموطندار ته وايي، دغه ولایت کې ځینې ښځې د بېلابېلو ناروغیو په ځانګړې توګه د رحم انتاناتو او د میاشتنۍ ناروغۍ د شدید درد درملنې لپاره له بوټو د جوړو شویو یا له یوناني درملو ګټه پورته کوي.
دغه ډاکټران ټینګار کوي چې که څه هم له ډېری بوټو د جوړو شویو درملو معالجوي ځانګړتیاوې تایید شوي، خو له ډاکټر سره له مشورې پرته یې کارول خطرناکه پایلې لرلی شي.
هرات کې د نسايي ولادي ناروغیو متخصصه سهیلا ادیب وايي، له بوټو جوړ شوي درمل ګټور دي، خو د ډاکټر له مشورې پرته یې کارول ښځو ته زیان رسولی شي.
«ځینو مواردو کې د بوټو له درملو ګټه اخیستل کولی شي مرسته وکړي، خو د اصلي درملنې په توګه نه توصیه کیږي. د میاشتنۍ ناروغۍ پرمهال د شدیدو دردونو لپاره د زنجبیل او بابونه په څېر د بوټو ځینې درمل کارول کیږي. څېړنو ښوولې چې تر یوه حده درد اراموي، خو د کیمیاوي درملو په پرتله یې اثر کم دی. په ټولیزه توګه له مشورې پرته د بوټو درملو مصرف ښايي د ناروغ وضعیت نور هم خراب کړي، یا د هورموني اختلال لامل شي.»
اخوا، د هرات په ډېرو سیمو کې له بوټو د جوړو شویو یا یوناني درملو بازار تود شوی او دودیزو درملتونونو ته چې له پاڼو، تخمونو او بوټو ډکې المارۍ لري، یو ځل بیا د ناروغانو ورتګ ډېر شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هرات کې له بوټو د جوړو شویو درملو پلورونکي الهام احمدي وویل، کیمیاوي درملو ته په پام له دغو درملو ګټه اخیستل ډېر ګټور دي.
«که یوناني درمل ګټه ونه لري ضرر هم نهلري، له کیمیاوي درملو خو ډېر ښه دي. زمونږ پېرېدونکي نارینه دي او هم ښځې. تقریبآ د ورځې درې څلور یا له دې کم او زیات ناروغان راځي، پلور مو ښه دی.»
خو یو شمېر ښځې چې له طبیعي بوټو جوړ شوي درمل کاروي وايي، د بوټو درمل د کیمیاوي درملو په پرتله د دوی د درد او ناروغیو په کمولو کې ډیر اغیزمن دي.
د هرات اوسیدونکې صفیه او خدیجه هغه دوه کسان دي چې د خپلو ناروغیو درملنې او درد کمولو لپاره یې د بوټو درمل کارولي.
دوی وايي چې دا درمل ډیر کارول کیږي ځکه چې دا طبیعي او ارزانه دي.
«د اعصابو تکلیف لپاره یې وړم. د معدې، رحم عفونت لپاره هم ښه دي، تاثیر کوي، ۴۰ یا ۵۰ کاله کیږي چې زه له بوټو جوړو شویو درملو څخه کار اخلم. زه غرونو کې لوی شوی یم، ګېډې به مې درد کاوه، بیا به مې خوړل، ملا چې به مې درد کاوه، خوړل به مې. سر چې به مې درد کاوه، خوړل به مې. هر درد چې به مې درلود، خوړل به مې او ګټه یې هم کوله.»
«خور مې میاشتني ناروغي درلوده، ډېر درد یې درلود، اول مو ویل چې ځه لومړی ځل یې دی، پروا نه لري، خو دویم ځل چې بیا پرې ناروغي راغله، هغه مو ډاکټر ته بوتله، له ډېره درده یې ان ژړل، ةا ورته یوناني درمل واخیستل، ویې کارول، کله چې درېیم ځل ناروغه شوه، درد یې نه درلود.»
د هرات یوه بله اوسېدونکې مریم وايي، دې ولایت کې ښځې ډېری وخت له بوټو جوړ شوي یا یوناني درمل کاروي او دلیل یې دا دی چې د بوټو درمل بې ضرره دي.
«اوس وخت کې خلک له بوټو جوړ شوي درمل ډېر کاروي، اصل کې ډېری خلکو سنتي طب ته مخه کړې، ځکه که کیمیاوي درمل یو درد ارامهوي، بل درد پید کوي. خو له طبیعي بوټو جوړ شوي درمل هېڅ ضرر نهلري، زما چې کله معده درد کوي، استفاده کوم یې، د رحم عفونت لپاره مې هم کارولي دي.»
سره له دې چې له بوټو جوړ شوي درمل په پراخه کچه کارول کیږي، خو د دې محصولاتو پر کیفیت څارنه او روغتیايي متخصصانو سره مشوره، د عمومي روغتیا ساتنې لپاره اړینه ګڼل کیږي.


